د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! پنځلسمه برخه

مولوي احمد علي

#image_title

امام بیضاوي رحمه الله:

امام بیضاوي رحمه الله هم په خپل تفسیر “الأسرار والتنزیل” (مشهور په تفسیر بیضاوي سره) کې فرمايي، چې ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ په تشدید باندې حمل دی، لکه نوموړی رحمه الله فرمايي:

﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ أي ومن والاهم منكم فإنه من جملتهم، وهذا التشديد في وجوب مجانبتهم كما قال عليه الصلاة والسلام: «لا تتراءى ناراهما». (دویم جلد، صفحه ۱۳۰مه)

علامه ابو حیان الاندلسي رحمه الله:

په تفسیر “البحر المحیط” دریم جلد ۴۰۶ صفحه کې علامه ابو حیان الاندلسي رحمه الله فرمايي چې دې آیت کریمه ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ کې تشدید عظیم دی او فرمايي؛ چې که یو مسلمان عملاً او فعلاً د کافرانو دوست او همکار شي، لیکن عقیدتاً صحیح وي نو دی په بدوالي او ناخوښ والي کې د کافرانو څخه دی، او که عقیدتاً د کافرانو دوست وي نو دا بیا په کفر کښې د دوی څخه دی.

﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ﴾ فِي الْعَهْدِ ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ فِي مُخَالَفَةِ الْأَمْرِ. وَهَذَا تَشْدِيدٌ عَظِيمٌ فِي الِانْتِفَاءِ مَنْ أَهْلِ الْكُفْرِ، وَتَرْكِ مُوَالَاتِهِمْ، وَإِنْحَاءِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أُبَيٍ وَمَنِ اتَّصَفَ بِصِفَتِهِ وَمَنْ تَوَلَّاهُمْ بِأَفْعَالِهِ دُونَ مُعْتَقَدِهِ وَلَا إِخْلَالٍ بِإِيمَانٍ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْمَقْتِ وَالْمَذَمَّةِ، وَمَنْ تَوَلَّاهُمْ فِي الْمُعْتَقَدِ فَهُوَ مِنْهُمْ فِي الْكُفْرِ.

ژباړه: دا ډېره سختي ده په انتفاء کې د اهل کفر نه، او د هغوی د دوستۍ په پرېښودلو کې، چا چې د دوی سره د خپلو افعالو په ذریعې دوستي کړې او عقیدوي ملګرتيا يې ورسره نه وه او نه يې ورته ایمان پرې اېښي و، نو دا د دوی سره په بدوالي او مذمت کې دی، او که چا ورسره عقیدوي ملګرتیا وکړه نو دا د دوی سره په کفر کې دی، یعنې کافر دی.

امام قرطبي رحمه الله:

امام قرطبي رحمه الله د خپل تفسیر د شپږم جلد په ۲۱۷ صفحه کې فرمايي:

قَوْلُهُ تَعَالَى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ﴾ أَيْ يَعْضُدْهُمْ عَلَى الْمُسْلِمِينَ ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ بَيَّنَ تَعَالَى أَنَّ حُكْمَهُ كَحُكْمِهِمْ، وَهُوَ يَمْنَعُ إِثْبَاتَ الْمِيرَاثِ لِلْمُسْلِمِ مِنَ الْمُرْتَدِّ، وَكَانَ الَّذِي تَوَلَّاهُمِ ابْنُ أُبَيٍّ، ثُمَّ هَذَا الْحُكْمُ بَاقٍ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ فِي قَطْعِ الْمُوَالَاةِ، وَقَدْ قَالَ تَعَالَى: ﴿وَلَا تَرْكَنُوْۤا اِلَى الَّذِيْنَ ظَلَمُوْا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾ (هود: 113) وَقَالَ تَعَالَى فِي “آلِ عِمْرَانَ”: ﴿لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُوْنَ الْكٰفِرِيْنَ اَوْلِيَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِيْنَ﴾ (آل عمران: 28)

 

وَقَالَ تَعَالَى: ﴿لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ﴾ (آل عمران: 118) وَقَدْ مَضَى الْقَوْلُ فِيهِ. وَقِيلَ: إِنَّ مَعْنَى ﴿بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍ﴾ أي في النصرة ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ شَرْطٌ وَجَوَابُهُ، أي لِأَنَّهُ قَدْ خَالَفَ اللَّهَ تَعَالَى وَرَسُولَهُ كَمَا خَالَفُوا، وَوَجَبَتْ مُعَادَاتُهُ كَمَا وَجَبَتْ مُعَادَاتُهُمْ، وَوَجَبَتْ لَهُ النَّارُ كَمَا وَجَبَتْ لَهُمْ، فَصَارَ منهم أي من أصحابهم.

ژباړخ: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ﴾ چا چې دوستي وکړه د دوی سره ستاسو نه، یعنې د مسلمانانو په مقابله کې د کافرانو مرسته وکړه، ﴿فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ نو دا د دوی څخه دی.

 

الله تعالی بیان وکړ چې د د دوی حکم د کافرانو د حکم په شان دی، او دا منع کوي اثبات د میراث د مسلمان لپاره د مرتد نه، او هغه کس چې د دغه کافرانو سره يې دوستي کړې وه، عبد الله بن ابي ابن سلول و؛ بیا دا حکم تر قیامته پورې د قطع موالات په باره کې باقي دی، ځکه الله فرمایلي دي: ظالمانو ته میلان ونه کړئ، اور به درته ورسيږي، او الله سبحانه وتعالی په سورة آل عمران کې فرمايلي دي: مؤمنان کافرانو لره د مسلمانانو څخه علاوه په دوستۍ نه نیسي، او الله تعالی فرمايلي: دوی رازدار مه نیسئ او د دې مانا چې د یو بل دوستان دي یعنې په مرسته کې ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ شرط او جواب شرط دی،

 

يعنې ده ” عبدالله بن ابي ابن سلول” د الله تعالی او د هغه د رسول صلى الله علیه وسلم مخالفت وکړ، لکه څرنګه چې دې کافرانو کړی دی او د ده دښمني واجب شوه، لکه څرنګه چې د دوی دښمني واجبه وه، او ده لره اور واجب شو لکه څرنګه چې هغوی لره واجب شوی و، نو د هغوی څخه شو، یانې د هغوی ملګری شو.

علامه قرطبي رحمه الله په تفسیر د سورة ممتحنه کې وضاحت کړی، چې کله یو څوک د کافرانو سره د مسلمان په خلاف د دنیوي غرض په خاطر مرسته کوي، نو “لم یکن بذالک کافرا”، نو په دې کافر نه دی، “واعتقاده على ذالک سلیم” او عقیده يې صحیح وي، نو په دغه عمل نه کافر کېږي.

 

همدغه ډول، علامه قرطبي رحمه الله د سورة مائدې د دغه آيت په تفسير كې د دغه مذكوره عبارت مطلب دا دی چې که د کافرانو سره همکاري هم وکړي او ورسره يې عقیده هم فاسده وي، یعنې مراد د موالاتو نه موالات مطلقه تامه دي، او موالات مطلقه تامه هغه موالاتو ته ویل کېږي چې د عقیدې په خبث او فساد باندې بنا وي، نو ځکه يې مثال کې عبدالله بن أبي ابن سلول و رکړی دی او د عبد الله بن أبي ابن سلول موالات عقیدوي و، کنې د سورة ممتحنې په تفسیر کې ډېره تصریح ده او دلته د سورة مائدې په تفسیر کې دومره تصریح نشته.

علامه نسفي رحمه الله:

علامه نسفي رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې چې ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ دی، فرمايي:

وفیه دلیل على أن الکبیرة لا تسلُب اسم الایمان. (مدارک، درېم جلد، ص: ۴۶۶)

یعنې د علامه نسفي رحمه الله په نزد باندې هم که يو څوک د مسلمان خلاف د کافرانو سره مرسته وکړي او د عقیدې خبث او فساد پکې نه وي، نو د کبیره ګناه ارتکاب يې کړی دی، خو کافر نه دی.

 

علامه اسماعیل الاستانبولي رحمه الله:

صاحب د تفسیر “روح البیان” علامه اسماعیل الاستانبولي (رحمه الله) د خپل تفسیر په نهم جلد ۳۸۲مه صفحه کې فرمايي:

کله چې حاطب رضي الله عنه دا آیت کریمه ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ واورېد، نو د خوشحالۍ له وجې نه بې هوشي ورباندې راغله، ځکه چې په ﴿اٰمَنُوْا﴾ سره ورته خطاب شوی و، او پوهه شو چې مشرکينو ته دغه د جاسوسۍ خط د ایمان څخه نه دی ويستلی، ځکه چې عقیده يې صحیح وه، او د ﴿عَدُوَّكُمْ﴾ لفظ د حاطب رضي الله عنه په اخلاص باندې دلالت کوي، ځکه چې کافر د منافق دښمن نشي کېدای، بلکې د مخلص مسلمان دښمن وي.

(روي) أن حاطبا رضى الله عنه لما سمع ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا﴾ غشِي عليه من الفرح بخطاب الإيمان، لما علم أن الكتاب المذكور ما أخرجه عن الإيمان لسلامة عقيدته، ودل قوله: ﴿وَعَدُوَّكُمْ﴾ على إخلاصه، فإن الكافر ليس بعدوّ للمنافق، بل للمخلص.

علامه عیني رحمه الله:

علامه عیني رحمه الله په “عمدة القاري شرح صحیح البخاري” اتم جلد ۱۹۰مه صفحه کې د دغه حدیث په شرح چې من حلف بملة غیر الاِسلام کاذبًا متعمدًا فهو کما قال کې فرمايي، چې دا يې په قید سره ځکه مقید کړی دی چې کله قسم کوونکی د دغه ملت معتقد نه وي، نو دی ګنهګار دی او د کبیره ګناه مرتکب شوی دی، ځکه چې کله يې په دغه غیر اسلامي دین باندې قسم وکړ، نو اګر چې معتقد يې نه دی، لیکن په دې قسم سره مشابه شو د هغه چا سره چې د دغه باطل دین معتقد وي او د تعظیم قائل يې وي، نو په زجر کې مبالغةً او تغلیظاً ورته ویلی شو او اخطار ور کړل شو چې دغه حالف په دغه قسم سره داسې شو لکه یو تن د دوي نه.

 

لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ یعنې څرنګه چې دې آیت کریمه کې تغلیظ، مبالغه او تشدید دی، په حقیقت نه دی حمل؛ دغه شان د دغه حدیث دی، خو په شرط د دې چې عقیده ورسره نه وي شامله، ځکه په دې دواړه صورتونو کې چې عقیده شامله وي، نو بیا کفر دی حقیقتاً، لکه فرمايي:

عنْ ثابتِ ابنِ الضَّحَّاكِ رَضِي الله تَعَالَى عنهُ عنِ النبيِّ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم قَالَ: مَنْ حَلَفَ بِمِلَّةٍ غَيْرِ الإسْلامِ كاذِبا مُتَعَمِّدا فَهْوَ كَمَا قَالَ قَوْله: “كَاذِبًا” حَال من الضَّمِير الَّذِي فِي “حلف”، قَوْله: “مُتَعَمدا” أَيْضا حَال من الْأَحْوَال المتداخلة أَو المترادفة. قيد بِهِ لِأَنَّهُ إِذا كَانَ الْحَالِف بذلك غير مُعْتَقد لذَلِك فَهُوَ آثم مرتكب كَبِيرَة؛ إِذْ قد تشبه فِي قَوْله بِمن يعظم تِلْكَ الْملَّة ويعتقدها، فغلظ عَلَيْهِ الْوَعيد بِأَن صير كواحد مِنْهُم مُبَالغَة فِي الردع والزجر، كَمَا قَالَ تَعَالَى: ﴿وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ﴾ (الْمَائِدَة: 15).

وَقَالَ الْقُرْطُبِيّ: قَوْله: “مُتَعَمدا”، يحْتَمل أَن يُرِيد بِهِ النَّبِي ﷺ من كَانَ مُعْتَقدًا لتعظيم تِلْكَ الْملَّة الْمُغَايرَة لملة الْإِسْلَام، وَحِينَئِذٍ يكون كَافِرًا حَقِيقَة، فَيبقى اللَّفْظ على ظَاهره. قَوْله: “فَهُوَ كَمَا قَالَ” قَالَ ابْن بطال: أَي: هُوَ كَاذِب لَا كَافِر، وَلَا يخرج بِهَذِهِ الْقِصَّة من الْإِسْلَام إِلَى الدّين الَّذِي حلف بِهِ؛ لِأَنَّهُ لم يقل مَا يَعْتَقِدهُ، فَوَجَبَ أَن يكون كَاذِبًا، كَمَا قَالَ: لَا كَافِرًا.

مقصد د دې عبارت دا دی چې که تولّي ده او که حلف بالدین الباطل دی، د اهل السنة والجماعة د امامانو او مقتدیانو او رهبرانو په نزد باندې هغه وخت کفر ګرځي چې فساد د عقیدې ورسره شامل وي، که فساد د عقیدې نه وي شامل او د بل یو دنیاوي او شخصي غرض په خاطر وي، نو کفر نه دی، لکه د حاطب رضي الله عنه له لوري د مکې قریشو ته مکتوب لېږل یا د ابو لبابه بن المنذر رضي الله عنه یهودو ته په لاس اشاره کول، چې ذبحه کوي مو، یا د فرات ابن حیان رضي الله عنه د جاسوسۍ په وجه ګرفتارېدل او بیا په دې وجه آزادېدل چې نبي علیه السلام ته يې وویل، چې زه مسلمان یم.

 

په داسې حال کې چې نبي علیه السلام يې د قتل فېصله کړې وه (وروسته به يې وضاحت راشي) یا د افک په واقعه کې د سعد بن عباده رضي الله عنه د رئيس المنافقین عبد الله بن أبي ابن سلول مرسته کول، چې سعد بن معاذ رضي الله عنه (الذي اهتزّ لموته عرش الرحمن) ته يې وويل، چې کذبتَ والله لا تقتله ولا تقدر على قتله، د سعد بن عباده رضي الله عنه په باره کې أم المؤمنین عائشة صدیقة رضي الله عنهما فرمايي: وکان قبل ذالک رجلاً صالحاً ولکن احتملته الحمیة.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version