د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! دوولسمه برخه

مولوي احمد علي

#image_title

د مسلمانانو په مقابله کې د کافرانو سره مرسته او همکاري او یا په اصطلاح د مظاهرة على المسلمين باره كې د امام طحاوي رحمه الله اجماع نقل كول:

امام طحاوي رحمه الله د هغه چا اړوند اجماع نقل کړې کوم چې ځان ته مسلمان وايي او د کفارو سره مرسته او همکاري کوي، یعنې هغوی ته د مسلمانانو جاسوسي کوي، وايي؛ چې هغه به نه قتل کېږي، ځکه چې مسلمان دی، لکه ابن حجر رحمه الله د فتح‌ الباري د دولسم جلد په ۳۱۰ صفحه کې د حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه کيسه کې فرمايي:

وَفِيهِ الرَّدُّ عَلَى مَنْ كَفَّرَ الْمُسْلِمَ بِارْتِكَابِ الذَّنْبِ وَعَلَى مَنْ جَزَمَ بِتَخْلِيدِهِ فِي النَّارِ، وَعَلَى مَنْ قَطَعَ بِأَنَّهُ لَا بُدَّ وَأَنْ يُعَذَّبَ وَفِيهِ أَنَّ مَنْ وَقَعَ مِنْهُ الْخَطَأُ لَا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَجْحَدَهُ، بَلْ يَعْتَرِفُ وَيَعْتَذِرُ، لِئَلَّا يَجْمَعَ بَيْنَ ذَنْبَيْنِ، وَفِيهِ جَوَازُ التَّشْدِيدِ فِي اسْتِخْلَاصِ الْحَقِّ وَالتَّهْدِيدِ بِمَا لَا يَفْعَلُهُ الْمُهَدِّدُ تَخْوِيفًا لِمَنْ يُسْتَخْرَجُ مِنْهُ الْحَقُّ، وَفِيهِ هَتْكُ سِتْرِ الْجَاسُوسِ، وَقَدِ اسْتَدَلَّ بِهِ مَنْ يَرَى قَتْلَهُ مِنَ الْمَالِكِيَّةِ لِاسْتِئْذَانِ عُمَرَ فِي قَتْلِهِ، وَلَمْ يَرُدَّهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ ذَلِكَ، إِلَّا لِكَوْنِهِ مِنْ أَهْلِ بَدْرٍ، وَمِنْهُمْ مَنْ قَيَّدَهُ بِأَنْ يَتَكَرَّرَ ذَلِكَ مِنْهُ، وَالْمَعْرُوفُ عَنْ مَالِكٍ يَجْتَهِدُ فِيهِ الْإِمَامُ، وَقَدْ نَقَلَ الطَّحَاوِيُّ الْإِجْمَاعَ عَلَى أَنَّ الْجَاسُوسَ الْمُسْلِمَ لَا يُبَاحُ دَمُهُ، وَقَالَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْأَكْثَرُ يُعَزَّرُ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْهَيْئَاتِ يُعْفَى عَنْهُ، وَكَذَا قَالَ الْأَوْزَاعِيُّ وَأَبُو حَنِيفَةَ: يُوجَعُ عُقُوبَةً وَيُطَالُ حَبْسُهُ، وَفِيهِ الْعَفْوُ عَنْ زَلَّةِ ذَوِي الْهَيْئَةِ.

امام رازي رحمه الله:

امام رازي رحمه الله د خپل تفسیر کبیر د اتم جلد په ۱۹۲ صفحه کې فرمايي؛ د کافر سره چې مسلمان دوستي کوي، نو دا درې صورتونه لري:

اول صورت دا چې، له کفارو سره دا دوستي کونکی د هغوی د کفر له وجې له هغوی سره دوستي کوي او د هغه په کفر راضي وي، دا ډول دوستي د کافر سره کفر دی، ځکه دا خو د هغه کفري دین صحیح منل دي او کفر صحیح ګڼل او خوښول کفر دی، دویم ډول دوستي دا چې په ظاهري توګه باندې په دنیا کې ور سره ښايسته معاشرت او ټولنیز ژوند غواړي، دا صورت جائز دی.

او دریم صورت د دې دواړو ترمنځ دی، چې نه کفر دی او نه جائز دی، بلکې حرام دی چې د محبت او يا هم د خپلولۍ (رشته‌دارۍ) له وجې څخه ور سره د مسلمانانو په مقابله کې مرسته او همکاري کوي، خو چې دا مرسته کونکی پدې عقیده وي چې د هغه (کافر) دين باطل دی.

لکه هغه امام رازي رحمه الله فرمايي:

وَاعْلَمْ أَنَّ كَوْنَ الْمُؤْمِنِ مُوَالِيًا لِلْكَافِرِ يَحْتَمِلُ ثَلَاثَةَ أَوْجُهٍ أَحَدُهَا: أَنْ يَكُونَ رَاضِيًا بِكُفْرِهِ وَيَتَوَلَّاهُ لِأَجْلِهِ، وَهَذَا مَمْنُوعٌ مِنْهُ؛ لِأَنَّ كُلَّ مَنْ فَعَلَ ذَلِكَ كَانَ مُصَوِّبًا لَهُ فِي ذَلِكَ الدِّينِ، وَتَصْوِيبُ الْكُفْرِ كُفْرٌ وَالرِّضَا بِالْكُفْرِ كُفْرٌ، فَيَسْتَحِيلُ أَنْ يَبْقَى مُؤْمِنًا مَعَ كَوْنِهِ بِهَذِهِ الصِّفَةِ.

فَإِنْ قِيلَ: أَلَيْسَ أَنَّهُ تَعَالَى قَالَ: وَمَنْ يَفْعَلْ ذلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ وَهَذَا لَا يُوجِبُ الْكُفْرَ فَلَا يَكُونُ دَاخِلًا تَحْتَ هَذِهِ الْآيَةِ، لِأَنَّهُ تعالى قال: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا﴾ فَلَا بُدَّ وَأَنْ يَكُونَ خِطَابًا فِي شَيْءٍ يبقى المؤمن معه مؤمناو ثانيها: الْمُعَاشَرَةُ الْجَمِيلَةُ فِي الدُّنْيَا بِحَسَبِ الظَّاهِرِ، وَذَلِكَ غَيْرُ مَمْنُوعٍ مِنْهُ.

وَالْقِسْمُ الثَّالِثُ: وَهُوَ كَالْمُتَوَسِّطِ بَيْنَ الْقِسْمَيْنِ الْأَوَّلَيْنِ هُوَ أَنَّ مُوَالَاةَ الْكُفَّارِ بِمَعْنَى الرُّكُونِ إِلَيْهِمْ وَالْمَعُونَةِ، وَالْمُظَاهَرَةِ، وَالنُّصْرَةِ إِمَّا بِسَبَبِ الْقَرَابَةِ، أَوْ بِسَبَبِ الْمَحَبَّةِ مَعَ اعْتِقَادِ أَنَّ دِينَهُ بَاطِلٌ فَهَذَا لَا يُوجِبُ الْكُفْرَ إِلَّا أَنَّهُ مَنْهِيٌّ عَنْهُ؛ لِأَنَّ الْمُوَالَاةَ بِهَذَا الْمَعْنَى قَدْ تَجُرُّهُ إِلَى اسْتِحْسَانِ طَرِيقَتِهِ وَالرِّضَا بِدِينِهِ، وَذَلِكَ يُخْرِجُهُ عَنِ الْإِسْلَامِ فَلَا جَرَمَ هَدَّدَ اللَّهُ تَعَالَى فِيهِ فَقَالَ: وَمَنْ يَفْعَلْ ذلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ.

په روميانو او فارسيانو كې د صحابه كرامو رضی الله عنه ترجيح:

یادونه: کفري دین مستحسن او ښايسته ګڼل او په هغه باندې رضا کېدل، په هغه صورت کې کفر دی چې دغه استحسان او رضا د اسلام په مقابله کې وي او که په مقابله د بل کفري دین کې وي، نو بیا کفر نه دی، لکه د رومیانو او فارسیانو چې کله په خپل منځ کې جنګ و، نو مکه معظمه کې مسلمانانو دا خوښوله چې رومیان دې غالب شي، ځکه هغوی اهل کتاب وو.

 

دغه شان عقیده د قیامت يې منله او مشرکينو غوښتل چې فارسیان دې غالب شي، ځکه فارسیان مجوس و، مشرکين وو، کوم آسماني کتاب او دین ته لکه د مشرکينو نه وو منسوب، عقیده د بعث بعد الموت (د بیا راژوندي کېدو) يې نه منله.

امام قرطبي (رحمه الله) په خپل تفسیر کې د ابن عباس رضي الله عنه څخه نقل کوي:

قَالَ ابْنِ عَبَّاسٍ فِي قَوْلِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ: ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ﴾ قَالَ: غَلَبَتْ وَغُلِبَتْ، قَالَ: كَانَ الْمُشْرِكُونَ يُحِبُّونَ أَنْ يَظْهَرَ أَهْلُ فَارِسَ عَلَى الرُّومِ، لِأَنَّهُمْ وَإِيَّاهُمْ أَهْلُ أَوْثَانٍ، وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُحِبُّونَ أَنْ تَظْهَرَ الرُّومُ عَلَى فَارِسَ، لِأَنَّهُمْ أَهْلُ كِتَابٍ.

او لږ مخ کې فرمايي:

عَنْ نِيَارِ بْنِ مُكْرَمٍ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ: لَمَّا نَزَلَتْ ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُوْنَ ٣ فِىْ بِضْعِ سِنِيْنَ﴾ وَكَانَتْ فَارِسُ يَوْمَ نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ قَاهِرِينَ لِلرُّومِ، وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُحِبُّونَ ظُهُورَ الرُّومِ عَلَيْهِمْ، لِأَنَّهُمْ وَإِيَّاهُمْ أَهْلُ كِتَابٍ، وَفِي ذَلِكَ نَزَلَ قَوْلُ اللَّهِ تَعَالَى: ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ٤ بِنَصْرِ اللّٰهِؕ يَنْصُرُ مَنْ يَّشَآءُؕ وَهُوَ الْعَزِيْزُ الرَّحِيْمُ﴾ وَكَانَتْ قُرَيْشُ تُحِبُّ ظُهُورَ فَارِسَ؛ لِأَنَّهُمْ وَإِيَّاهُمْ لَيْسُوا بِأَهْلِ كِتَابٍ وَلَا إِيمَانٍ بِبَعْثٍ، فَلَمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ هَذِهِ الْآيَةَ خَرَجَ أَبُو بَكْرٍ الصِّدِّيقُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَصِيحُ فِي نَوَاحِي مَكَّةَ: ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُوْنَ ٣ فِىْ بِضْعِ سِنِيْنَ﴾

اوس دلته مسلمانانو د رومیانو غلبه خوښوله د فارسیانو په مقابله کې د رومیانو د دین په وجه، ځكه رومیان هم آسماني دین او آسماني کتاب ته منسوب وو او بعث بعد الموت يې منلو، او مسلمانان هم آسماني دین او آسماني کتاب ته منسوب و او بعث بعد الموت يې منلو، دا د رومیانو او مسلمانانو تر منځ بعضي مشترکات و، چې دغه دیني مشترکات يې د فارسیانو سره نه و، ځکه هغوی مجوس وو، نو دلته که د رومیانو سره د هغوی د دین له وجې یو قسم خواخوږي او همدردي وه د صحابه کرامو، نو دا په مقابله د بل کفري دین کې وه چې هغه مجوسیت و، چې دین د فارسیانو وو، نه په مقابله د اسلام کې، ځکه په مقابله د اسلام کې د بل کوم کفري دین سره محبت، همدردي او خواخوږي ښکاره کفر دی.

 

د همدغه مشترکاتو څخه چې کومه طبیعي او فطري همدردي او خواخوږي د رومیانو لپاره د مجوسو په مقابله کې زېږېدله، د هغې په اساس په بعضي روایاتو کې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د رومیانو څخه د مجوسو په مقابله کې په “إخواننا” (زموږ وروڼه) سره تعبیر کوي.

اوس د دغه رومیانو کافرانو سره چې نصارا دي، دغه همدردي او خواخوږي د دوی د دین په وجه وه، او د دوی د دین په وجه د دوی څخه تعبیر د إخواننا په لفظ سره کېږي، خو دا هر څه په مقابله د دین اسلام کې نه، بلکې په مقابله د بل کفري او باطل دین کې و، چې هغه دین دفارسي مجوسویانو و؛ البته د دین اسلام په مقابله کې د کوم کفري دین او نظام سره همدردي، خواخوږي او محبت او د هغې فتحه او کامیابي غوښتل ښکاره کفر دی.

 

لکه علامه آلوسي رحمه الله چې په خپل تفسیر روح المعاني کې د سورة روم په تفسیر کې فرمايي:

 

روي أن فارس غزوا الروم فوافوهم بأذرعات وبصرى، فغلبوا عليهم، فبلغ ذلك النبي صلى الله تعالى عليه وسلم وأصحابه وهم بمكة، فشق ذلك عليهم، وكان صلى الله تعالى عليه وسلم يكره أن يظهر الأميون من المجوس على أهل الكتاب من الروم، وفرح الكفار بمكة وشمتوا، فلقوا أصحاب النبي صلى الله تعالى عليه وسلم، فقالوا:

 

إنكم أهل كتاب، والنصارى أهل كتاب، وقد ظهر إخواننا من أهل فارس على إخوانكم من أهل الكتاب، وإنكم إن قاتلتمونا لنظهرن عليكم، فأنزل الله تعالى: ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢﴾ الآيات، فخرج أبو بكر رضي الله تعالى عنه إلى الكفار، فقال: أفرحتم بظهور إخوانكم على إخواننا، فلا تفرحوا ولا يفرسنّ الله تعالى عينكم، فوالله! ليظهرنّ الروم على فارس. أخبرنا بذلك نبينا صلى الله تعالى عليه وسلم.

همدغه شان روایات حافظ ابن کثیر (رحمه الله) هم راوړي په تفسیر د سورة الروم کې، لکه فرمايي:

قَالَ الْإِمَامُ أَحْمَدُ: حَدَّثَنَا مُعَاوِيَةُ بْنُ عَمْرٍو، حَدَّثَنَا أَبُو إِسْحَاقَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ حَبِيبِ بْنِ أَبِي عَمْرَةَ عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا فِي قَوْلِهِ تَعَالَى: ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ﴾ قَالَ: غُلِبَتْ وَغَلَبَتْ، قَالَ: كَانَ الْمُشْرِكُونَ يُحِبُّونَ أَنْ تَظْهَرَ فَارِسُ عَلَى الرُّومِ؛ لِأَنَّهُمْ أَصْحَابُ أَوْثَانٍ، وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُحِبُّونَ أَنْ تَظْهَرَ الرُّومُ عَلَى فَارِسَ؛ لِأَنَّهُمْ أَهْلُ كِتَابٍ.

همدغه شان یو صفحه مخکې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه په روایت سره نقل کوي چې مسلمانانو دا خوښوله چې رومیان دې په فارسیانو باندې غالب شي، ځکه چې رومیان په دین کې مسلمانانو ته نږدې دي، لکه فرمايي:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عنه قَالَ: كَانَ فَارِسُ ظَاهِرًا عَلَى الرُّومِ، وَكَانَ الْمُشْرِكُونَ يُحِبُّونَ أَنْ تَظْهَرَ فَارِسُ عَلَى الرُّومِ. وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُحِبُّونَ أَنْ تَظْهَرَ الرُّومُ عَلَى فَارِسَ؛ لِأَنَّهُمْ أَهْلُ كِتَابٍ وَهُمْ أَقْرَبُ إِلَى دِينِهِمْ.

امام ترمذي رحمه الله هم د نیار بن مکرم الاسلمي په روایت سره نقل کړي، چې مسلمانانو خوښوله چې رومیان دې غالب شي په فارسیانو باندې، ځکه چې دواړه اهل کتاب دي او مشرکينو خوښوله چې رومیان ماته وخوري او فارسیان دې غالب شي، ځکه دواړه ډلې کتابیان هم نه و او په بعث بعد الموت باندې یې عقیده هم نه لرله، نو چې کله دا آیت کریمه نازل شو چې رومیان به په څو کلونو کې ژر ده چې غالب شي، نو حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د خوشحالۍ له وجې د مکې مکرمې په کوڅو کې ګرزېده، او د دې پېشنګويي وړاندوینې اعلان به يې کولو، لکه فرمايي:

قَالَ أَبُو عِيسَى التِّرْمِذِيُّ: حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ، حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ أَبِي أُوَيْسٍ، أَخْبَرَنِي ابْنُ أَبِي الزِّنَادِ عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ عَنْ نِيَارِ بْنِ مُكْرَمٍ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ: لَمَّا نَزَلَتْ ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُوْنَ ٣ فِىْ بِضْعِ سِنِيْنَ﴾ فَكَانَتْ فَارِسُ يَوْمَ نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ قَاهِرِينَ لِلرُّومِ، وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُحِبُّونَ ظُهُورَ الرُّومِ عَلَيْهِمْ؛ لِأَنَّهُمْ وَإِيَّاهُمْ أَهْلُ كِتَابٍ، وفي ذلك قوله الله: ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ٤ بِنَصْرِ اللّٰهِؕ يَنْصُرُ مَنْ يَّشَآءُؕ وَهُوَ الْعَزِيْزُ الرَّحِيْمُ ٥﴾ وَكَانَتْ قُرَيْشٌ تُحِبُّ ظُهُورَ فَارِسَ، لِأَنَّهُمْ وَإِيَّاهُمْ لَيْسُوا بِأَهْلِ كِتَابٍ، وَلَا إِيمَانٍ بِبَعْثٍ، فَلَمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ هَذِهِ الْآيَةَ، خَرَجَ أَبُو بَكْرٍ يَصِيحُ فِي نَوَاحِي مَكَّةَ ﴿الٓـمّٓ ١ غُلِبَتِ الرُّوْمُ ٢ فِىْۤ اَدْنَى الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُوْنَ ٣ فِىْ بِضْعِ سِنِيْنَ﴾

ددې ټولو روایاتو مقصد دا و؛ که يو څوک د یو بل کفري دین او نظام په مقابله د یو کفري دین او نظام سره د مینې اظهار وکړي، یا يې غوښتنه وکړي، نو دا کفر نه دی، البته که د دین اسلام په مقابله کې ورسره مینه وکړي یا يې غوښتنه وکړي، نو دا کفر دی، مثلاً په هندوستان کې زمونږه اکابر لکه شیخ الاسلام حضرت اقدس مولانا حسین احمد مدني (رحمه الله) او داسې نور چې په هندوستان کې د سیکولرېزم حمايت كوي.

 

نو سیکولرېزم خو کفر دی، لیکن په هندوستان کې علماء کرام او عام مسلمان چې د سیکولرېزم غوښتونکي دي یا د محبت، همدردۍ او وفادارۍ يو ډول اظهار ورسره کوي، نو دا د هندويزم په مقابله کې کوي، نه د اسلام په مقابله کې، ځکه په سیکولر هندوستان کې تر یو څه حده د مسلمانانو د مساجدو، مدارسو، او دیني اصلاحي او تبلیغي مراکزو تحفظ او خونديتوب امکان لري، لیکن په هندويزم کې دا هر څه د خطرې او وېرې سره مخ کېږي، او د دې هر څه د تحفظ او خونديتوب هیڅ قانوني لاره نشته.

 

یا لکه په اسلامي نړۍ کې ځینې اسلامي احزاب د جمهوریت له لارې د اسلامي نظام د راوستلو یا د اسلامي اقدارو د ساتلو کوښښ کوي او کله چې هم اسلامي اقدار او مقدسات په خطره کې وي، نو سوله ییز عوامي پاڅونونه کوي، یا د جمهوري نظام لاندې محکمو کې مقدمې او کېسونه چلوي، په حکومتونو فشار راوړي، او د دغو جمهوري لارو په وسیله تر یو حده د اسلامي اقدارو او مقدساتو تحفظ کوي، چې دا کارونه د دوی په نزد نسبتاً په شخصي حکومتونو او پوځي نظامونو کې ګران وي، نو ځکه دوی نعرې وهي چې مونږه په ملک کې جمهوریت غواړو.

 

اوس که دا نعره د اسلام په مقابله کې څوک پورته کوي نو دا ښکاره او صريح کفر دی، لکه بعضي سيکولر احزاب او ګوندونه داسې دي چې هغه اسلام یو انفرادي دین او مذهب مني او په حیثیت د نظام يې نه مني او نه يې مطالبه کوي، بلکې هغوی د یو آزاد جمهوریت او د يو داسې آزاد پارلماني نظام غوښتونکي وي چې په هغه کې قانون د هیڅ یو دین او مذهب پابنده نه وي، بلکه په هغه کې معیار د حق د پارلمان اکثریت وي او بس.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version