د اتل شهید شېر علي ”صابر کوچي” تقبله الله ژوند او جهادي کارنامو ته لنډه کتنه!  

شېرعلي ”صابر کوچی” د ګل خان زوی او د نوروزخان لمسی اصلي د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍاړوند د ګماران د کلي او فعلا د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند، فارم چار مخروبه د کلي اوسیدونکی دی،

نوموړی په یوه دینداره، جهاد پاله او مجاهده کورنۍ کې، د هجرت په وخت کې په 1410/2/24ه ق کال په کوزه پښتونخوا کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

 

لومړنۍ دیني زده کړې یې د کلي له ملا امام څخه وکړې، په عصري زده کړو کې یې هم تر نهم صنف پورې مکتب ولوست، اکثره ناسته پاسته به یې له علماؤ سره کوله، د همدې له وجې یې په خبرو کې فصاحت او بلاغت موجود ؤ،

نوموړی د اوچتو اخلاقو او ورین تندي څښتن ؤ، په نرمه لهجه به یې خبرې کولې، هر چاته به یې قانع کوونکی ځواب ورکاوه، د مقابل جانب خبره به یې ښه په غور سره اوریده، په خبرو کې یې چالاکي نه کوله، مجاهدینو سره یې بې شانه مینه درلوده، خدای تعالی جل جلاله ورته ډیره ځیرکتیا په نصیب کړې وه، د جنګ په وخت کې به یې ملګرو ته د ډاډ خبرې کولې،  د صبر استقامت غر ؤ په پرځیدلي او اسیر دوښمن به یې ډیر رحم کاوه، د کمین او تعارض له زیاتې تجربې برخمن ؤ، ډېر حوصله مند ؤ. کله، کله به ورته اربکي او داعشي ملیشو زنګونه وهل، د هغوی د پوچو الفاظو مقابله به يې په اصلاحي خبرو کوله، تل به یې ورته د امارت حقانیت بیانوه.

 

عجیبه عقیده یې درلوده، جنګ کې به الله جل جلاله همیش بری ور نصیب کاوه، هغه مهال چې مجاهدین ډېر کم او پټ به ګرځېدل، نوموړي اتل ځوان د لومړي ځل لپاره د مهمندرې ولسوالۍ مربوط، باسول ساحه کې له بزدله دوښمن څخه دوه ام بيانې ونیولې، پدې کارسره یې دُښمن ته ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ او د مجاهدینو روحیه ورسره ډېره قوي شوه. بیا مجاهدینو په ډېر شجاعت او مېړانې سره په دُښمن ښکاره تندریز بریدونه پیل کړل، په ورته مهال کې یې د بټي کوټ ولسوالۍ د فارم چارد ساحې څخه د یو کمین په ترڅ کې د مزدورې ادارې څخه یوه رنجر ونیوله، چې پدې سره هم د مجاهدینو مورال قوي شو، نوموړي به د طورخم جلال اباد په عمومي سرک چک پاینټونه اچول. کله، کله به یې په همدې لار د امریکا او ناټو په اکمالاتي کاروانونو بریدونه کول، ټوله ساحه یې په دُښمن تنور ګرځولې وه، له همدې امله د دوښمن ټوله توجه صابر کوچي ته وا وښتله، لومړی ځل د مومندرې ولسوالۍ مربوط هزار ناؤ ساحه کې د چک پاینټ په مهال په لاس زخمي شو.

 

داعشي ملېشو سره یې زیات جنګونه وکړل، کله چې په بټي کوټ کې داعش ظهور وکړ، لومړی جنګ ورسره په ډاګۍ ساحه کې شهید صابر کوچي وکړ، جنګ د صابر کوچي د دوه ملګرو په شهادت پای ته ورسېده.

 

دا هغه مهال ؤ چې داعشي خوارجو د اسلام له نوم څخه په استفادې ځانونه د مهدي لښکر ته منسوبول، نو ځکه خو ورسره د امیرالمؤمنین لخوا د جنګ اعلان نه ؤ شوی، له جنګ وروسته نوموړی د بټي کوټ ولسوالۍ باریکاب قریې د کوزې کلالوۍ مسجد ته لاړ، چې هلته د کمیسیون غړي هم موجود وو، نوموړي په لاؤډسپیکر کې اعلانونه وکړل چې د داعش ډلې رهبري خوارج کوي او ټول خوارج دي، له نوموړي سره هېڅ قسم ملاتړ چا ونکړ.

 

د نوموړي لخوا لومړی ځل داعشیان خوارج ونومول شول، چې بیا په حقیقت بدل شو، همدا یې هم د کرامت نښه ګڼلی شوه، لومړی اتل ؤ چې بغیر د نورو مجاهدینو له مرستې یې د خپلې ډلګۍ د ملګرو سره یو ځای د لاچپور څخه رانیولې تر چاردهي پورې ساحې، له داعشي ملیشو  ونیولې، د خپلې ډلګۍ د ملګرو په ملاتړ یې له داعشیانو سره لومړی خط یا د جنګ کرښه جوړه کړه. له یو قوي جنګ وروسته یاده ساحه داعشیانو ونیوله، نوموړي دویم خط انبارخانه کې جوړ کړ، له یو بل قوي جنګ وروسته یاده ساحه هم د داعشیانو لاس ته ورغله، چې دغه وخت کې په صابر کوچي د خوارجو او اجیرو ملېشو لخوا ساحه تنګ شوه.  نوموړی اړ شو چې د یو ملګري په تواسط تکتیکي شاتګ وکړي او  یاده ساحه پرېږدي، چې خپل پلرني ولایت لوګر ته لاړ، هلته یې صرف دومره وخت تیر کړ چې د خوارجو خلاف ملګري منظم کړي، همدغه وخت د امیرالمؤمنین لخوا د شیوخو په مشوره د داعش ډله خوارج وبلل او ورسره یې د جنګ فتوی صادره کړه، شهید صابر کوچی په ډېره لیوالتیا د نورو مجاهدینو ملګرو سره د ننګرهار په طرف روان شو. د بټي کوټ فارم دو ساحې ته راغلل، په راتګ یې په داعشیانو کې یوه وېره خپره شوه، ځکه د نوموړي انفرادي جنګونو هم له داعشیانو وارپار خطاء کړی ؤ، او داځل د نورو مجاهدینو په مرسته او د امیر المؤمنین لخوا فتوی هغه څه وو، چې په داعشیانو يې خوبونه حرام کړي وه،  د فارم دو ساحې څخه صابر کوچی تقبله الله او ملکري یې او د لعل پورې ولسوالۍ چکنورۍ ساحې له طرفه، حاجي صاحب امین او ملګري یې په داعشیانو د ماښام له خوا جنګ پیل کړ. تر سهاره یې لاچپور، مشواڼي، چاردهي ،غازي ابادګړۍ، تکیه انبار، خانه ګړه باوه باسول، هزارناؤ غزګی،ګردی غوث او نورې ساحې ونیولې، د طورخم جلال اباد عمومي سرک لاندې ساحې ټولې له خوارجو پاکې شوې، پدې وخت کې  شهید صابر کوچی، حاجي صیب امین جان، او د ولسوالۍ سرپرست ستوری کمانډر مجلس کاوه، چې د ساحو لپاره بېرته د امارت مسؤلین وټاکي، چې د امریکایانو د ډرون تر برید لاندې راغلل، د الله جل جلاله په فضل او کرم مشران بچ شول، دوه مجاهدین او یو کوچنی ماشوم پکې شهید شو. نوموړي یوه شپه خوب لیدلی ؤ، چې انبارخانه کې یې داعشیان څملولي وي او دا قهرمان ورته د پاسه ناست وي،  همدغه خوب یې په حقیقت بدل شو، او داعشیان یې د لوی الله جل جلاله په نصرت تس نس کړل

تردې ولسوالۍ ور هاخوا یې د روداتو ولسوالۍ ته پلان جوړ کړ، ترڅو یې له داعشي ملېشو پاکه کړي، دا وخت نو داعشیانو بیا په بټي کوټ د عملیاتو پلان درلوده.

 

نوموړی له نورو مشرانو سره په مشورو بوخت ؤ، مجاهدین تیار د فارم چار ساحې ته راټول شوي وه، چې د سهار اذانونه وشول پدې وخت کې د داعشي ملېشو د ترصد یو موټر، چې د سپرغۍ په نوم داعشی پکې ؤ، د بړو څخه راغی؛ دغه موټر ته مجاهدینو د جنګي تکتیک په اساس هېڅ ونه ویل همداسې یې پرېښود، چې بټي کوټ ولسوالۍ ته داخل شو هلته یې ورته مجاهدین تیار کمین کې کینولي وه، چې ولسوالۍ ته په داخلېدو سره مجاهدینو ژوندي ونیول، او ورپسې دوه عرادې سراچه موټر، چې د خوارجو غټ، غټ مشران پکې وه، د بړو له طرف څخه راغلل چې مجاهدین ورته په فارم چار د بړوک ساحه کې د صابر کوچي تقبله الله په قومنده کې ناست وه، د لمر راختلو په وخت کې راورسېدل.

 

د یو سخت کمین لاندې راغلل او پکې ناست ټول داعشیان ووژل شول، چې ددې مشرانو په وژلو سره دغه ډله له زوال سره مخ شوه او تر لسو ورځو وروسته مجاهدینو د الله جل جلاله په ځانګړي نصرت د روداتو ولسوالي هم فتحه کړه، د څه وخت تېریدو وروسته د مشرانو په امر شهید صابر کوچی تقبله الله حصارک ولسوالۍ ته لاړ، چې د الله جل جلاله په ځانګړي نصرت یې اته پوستې فتحه کړې، بالاخره د رمضان المبارک د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې، ددې لپاره چې کوچنی اختر بټي کوټ کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یو ځای تیر کړي،  د راتګ په مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ مربوط د هاشم خېلو په خوړ کې د 1395/4/13د ماسپښین په 3بجې د امریکایي ډرون په برید کې د پنځو نورو مجاهدینو ملګرو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.

 

نحسبه کذالک والله حسیبه

هرماس الافغاني
Exit mobile version