٤:- د ديني انګېزو تحريف؛
داعش د لا زیات ځواک د جلبولو لپاره تل مذهبي انګېزې تحریفوي او لاسوهنې پکې کوي، فریب ورکوونکي شعارونه کاروي او ناپوه خلک خپلې محدودې فکري حلقې ته پرې رابولي، د دیني انګېزو تحریف او له شرعي مفاهیمو څخه ناوړه ګټه اخیستنه تکفیري او تروریستي ډلو ته د تمایل له مهمو عواملو څخه ګڼل کیږي.
داعش ډله په مختلفو قومونو په تېره بیا د هغه ملتونو په منځ کې چې اړین او کافي دیني معلومات نه لري، د نفوذ پيدا کولو له لارې توانيدلې ده، ناب او پاک اسلام په غلط ډول معرفي کړي.
داعش ډلې تل هڅه کړې، چې خپلو پلویانو او لارويانو ته څرګنده کړي چې خالص اسلام یوازې د مزعوم خلافت په توره ترلاسه کېدای شي، په اسلام کې داخلي شخړې له مشرکانو او مرتدینو څخه رښتیني مٶمنان بېلوي او د جنت لاره تر تور توغ لاندې په جهاد کې رانغښتې ده.
داعش د ديني انګېزو د تحریفولو په پایله کې خپل خلګ دې حد ته رسولې دي چې د خپلې غلطې عقیدې پر بنسټ فکر کوي چې د اسلامي لارښوونو تر عنوان لاندې چې هر څه يې زده کړي، هماغه خالص اسلام دی چې انسان کولای شي په مټ يې ابدي نجات ترلاسه کړي.
دا تکفیري ډله تل دوې مهمې معنوي دندې؛ جهاد او هجرت د نورو دیني مفاهیمو په پرتله مهم ګڼي او هڅه کوي له هغو څخه په استفادې سره خلګ خپلو ليکو ته جذب کړي، داعش د هجرت مفهوم “خپل حاکمیت لاندې ځمکې ته تر مهاجرت” پورې منحصر ګڼي او خپلو پیروانو ته امر کوي چې دا مسؤلیت د ديني فرض په توګه ترسره کړي.
داعش په دې باور دی چې د دیني دندو دا څانګې د هغوی د مزعوم خلافت د راتلونکي بریالیتوب لپاره خورا مهم او حیاتي دي، د “هجرت” د کلمې یوازینۍ موخه د مختلفو طبقو لکه ډاکټرانو، استادانو، انجینرانو او سرتیرو جذبول دي، د “خلافت” د مفهوم په اړه د داعش تحریف شوي پروپاګند هم د ځینو ځوانانو په یوځای کیدو کې چې د “اسلامي خلافت” سره يې مينه درلودل، د پام وړ اغیزه کړې ده.
څرنګه چې عام مسلمانان د اسلامي خلافت له عروج او واکمنۍ سره ډېره لېوالتيا لري، نو داعش له دې فرصت څخه په استفادې د ملت ځوانان په نښه کوي چې د خلافت کلمه د خپل جال په توګه وکاروي او ځوانان د بربادۍ کندې ته پرې ټېل وهي.