۵:- د جنسي جاذبو کارول؛
داعش د دې لپاره چې زیات خلک خپلو لیکو ته راجلب کړي، د بېلابېلو جنسي جاذبو په مرسته يې غولوي؛ دغه جنسي آزادي ډېر کله د نارینهوو، په ځانګړې توګه د جنګیالیو لپاره خاص وي، چې عملاً پر جنسي ځورونو، غلامۍ او د دیني اصولو په تحریف ولاړه ده.
هغه کسان چې په خپلو ټولنو کې د ژوند، مینې، یا جنسي اړیکو له امله ناخوښه دي؛ په ځانګړي ډول د داعش له لورې په نښه کېږي، داعش هغوى ته ژمنه ورکوي چې د باطل خلافت سره په یوځای کېدو به يې ژوند بدلون ومومي او د جنسي او عاطفي اړتیاوو له پوره کولو تر څنګ به د دیني اجر او ثواب حقدار هم وګرځي.
داعش چې له یوې خوا په لویدیځو ټولنو کې ژوند د غیر اخلاقي او بې ارزښته ژوند په توګه انځوروي، په عين وخت کې له بلې خوا د “خپل شرعي” توغ تر نامه لاندې یو ډول جنسي آزادي تبلیغوي؛ هېره دې نه وي هغه کسان چې د جنسي محرومیت احساس پکې ژوندى وي، د دې ډول تبلیغاتو تر اغېز لاندې راځي او ډېر ژر د داعش تنګې کړۍ ته ننوځي.
هغه کسان چې د جنسي جاذبو له مخې د داعش تیاره غېږې ته پناه وړي، د “جهاد نکاح”، جنسي اړيکو او موقتي نکاح غوندې اصطلاحاتو په مټ غولول کېږي.
د “جهاد نکاح” هغه اصطلاح ده چې داعش يې د نارینهوو د جذب لپاره کاروي؛ دغه اصطلاح د “جنګي روحیې د پیاوړتیا” په موخه د موقتي جنسي اړیکو لپاره کارول کېږي، که څه هم دا مفهوم د اسلام په سپېڅلي دین کې هېڅ بنسټ نه لري، خو داعش د اسلام له حقایقو څخه د بېبرخې کېدو له امله، د ناسم تفسیر او تحریف له لارې، ډېر غافل خلک پرې دوکه کړي دي.
داعش د ټولنیزو رسنیو له لارې د نارینهوو د ښه جذب لپاره د خلافت داسې انځور وړاندې کوي چې په هغه کې نارینه کولای شي ښځې د جنسي مېنځو په توګه وکاروي او له جنسي آزادیو برخمن شي، دغه ډلې عملاً په تېر کې ایزدي، مسیحي او ان مسلمانې ښځې د “جګړیزو غنیمتونو” په توګه جنګیالیو ته سپارلې دي، تر څو د جنسي وسیلو او کورنیو مېنځو په توګه یې وکاروي.
د نارینهوو لپاره د داعش د “جنسي آزادیو” یوه له څرګندو بڼو څخه، د جنسي مېنځو د بازارونو جوړېدل وو، په دې بازارونو کې ښځې او نجونې د مال په څېر پلورل کېدې، د دې ښځو بیه د عمر، ښکلا، او وضعیت پر بنسټ ټاکل کېده.
له دې معلوماتو وروسته مو ښایي درک کړې وي چې د داعش په نظر د جنسي آزادیو مفهوم یوازې یوه دوکهجنه تبلیغاتي وسیله ده چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو د جذب لپاره ډیزاین شوې ده.
دغه ژمنې اکثره وخت یوازې یوه لويه دوکه وي؛ ډېر هغه کسان چې له داعش سره یو ځای شوي دي، د دې ډلې د زورزیاتي او استبدادي واقعیتونو سره له مخامخ کېدو وروسته پښېمانه شوي دي.
په ورته ډول، هغه ښځې او نجونې چې د ښه ژوند په هیله داعش ته ورغلې دي، اکثره د تاوتریخوالي، جنسي ځورونو او اړيکو قرباني شوې دي، نو دا ظاهري آزادي په حقیقت کې یوازې د جنګیالیو نارینهوو لپاره شتون لري او په مستقیم ډول د ښځو د استحصال، ځورونو او د هغوی د نورو حقونو د نقض سره تړلې موضوع ده.