د مقالې په لومړۍ برخه کې مو وویل، چې د هر سیاسي او مذهبي حرکت د دوام او بقا لپاره د خلکو جذب تر ټولو اساسي عامل دی؛ له همدې امله د داعش تکفیري غورځنګ هم هڅه کوي، چې د دعوتي_تبلیغاتي وسایلو په کارولو سره خپل سازمان ته خلک جذب کړي، په نننۍ برخه کې د داعش له خوا د خلکو د استخدام بېلابېل لاملونه ذکر کوو.
١:- اقتصادي انګيزې؛
د دې میتودونو تر منځ، اقتصادي انګيزې د استخدام لپاره خورا مهمه او اغیزمنه وسیله ده؛ داعش د ډیرو لوړو معاشونو په ورکولو ځواکونه جذبوي.
داسې ښکاري چې یو شمېر ځوانان چې له بېوزلۍ، بېسوادۍ او بېکارۍ څخه سر ټکوي او د ځان لپاره د ښه راتلونکي هیله نه لري؛ له داعش ډلې سره یوځای کېږي.
تاجکستان هیواد په دې برخه کې ښکاره بېلګه ده، چې د لس میلیونه نفوسو په درلودلو د منځنۍ اسیا یو له بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل کيږي او سلګونه زره وګړي یې بېلابېلو هېوادونو؛ په ځانګړې توګه روسیې ته د ژوند کولو لپاره کډوال شوي دي، د شمېرو له مخې له تاجکستانه بهر تر ۲ میلیونو ډېر نارینه کارګران ژوند کوي او په دا ډول د داعش په جال کې لويږي.
داعش اکثره د اقتصاد له زاویې؛ د ټولنې تر ټولو زیان منونکي او محرومې طبقې د خپل غړیتوب لپاره غوره کړي دي او هغه کسان چې دغې ډلې ته جلبيږي؛ اقتصادي انګیزې او موخې لري.
که څه هم د منځنۍ اسيا خلکو د شوروي په دوره کې د پرمختګ هغه کچه ترلاسه کړې وه، چې د اسيا د نورو برخو په پرتله لوړه وه، خو ډېر ژر د هوسا او خوښ ژوند له پړاوونو څخه مخ پر زوال روان شول، په داسې حالت کې به دا د حیرانتیا وړ خبره نه وي چې خلک به د یوې ښه راتلونکي او په عین حال کې د یوې ظاهري مذهبي رهبرۍ د ترلاسه کولو لپاره له داعش ډلې سره یو ځای شي.
د داعش ترتيب داسې دی، چې د مالي ژمنو ترڅنګ قوي پروپاګند هم خپروي، تر څو هغه ځوانان چې له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په عملياتي ځواک تبديل کړي.
له همدې امله په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې ځوانانو ته یو لړ مالي اسانتیاوې برابروي او ژمنه ورسره کوي چې د دوی د ودونو لپاره به هم شرایط برابروي.
اقتصادي انګیزې؛ د هغو هڅونو څخه دي، چې د شتمنیو او پیسو عاشقان هم هڅوي چې له داعش سره یوځای شي، په دې برخه کې که څه هم بېوزله خلک ډېر ښه او ژر ښکار کېږي، خو د شتمنو او بډایه کسانو د نیولو جال هم دی.
نو بېروزګاره ځوانان او د ټولنې ټیټه طبقه چې د ټولنې له جوړښت څخه ستړي او مایوسه شوي او له ذهني پلوه کمزوري دي، د افراطي او خارجي افکارو منلو ته چمتو دي، ځکه دا کسان له داعش سره په ایډیالوژیک ډول د یو ځای کېدو له امله خپله غوسه پر ټولنې تشوي.