که دا فرضیه د یوې پوښتنې په توګه مطرح کړو چې داعش ترهګره ډله څنګه را څرګنده شوه او څه ډول په سیمه کې ورڅخه ناوړه استفاده وشوه؟ ځواب یې خپله ددې ډلې کړنو ورکړی دی، ګڼ اطلاعات پر دې شاهد دي چې ګڼو اروپايي هېوادونو جمع امریکا او اسرائیلي رژیم په دې چې چاره کې د داعش ملاتړ کړی دی، خو د داعش ځوان جنګیالي نه پوهېږي چې اسلام نوم بدی کوي او د خپل دیني پر وړاندې ورڅخه ناوړه استفاده کوي.
دا چې د داعش پر وړاندې له نړیوال مخالفت سربېره هم دا ډله ځواکمنه ده او وحشي کړنې تر سره کوي، یو لامل یې ورڅخه د غرب او امریکا پټ ملاتړ دی، څو له فعالیت سره یې د دوی اشغالګرانه شتون ته هم د پاتې کېدو موده وغځېږي.
له اسلام او اسلامي ارزښتونو سره د غرب دښمني کومه نوې خبره نه ده، غرب؛ د نړۍ هغه احسان هېرونکې جغرافیه چې له تمدن، فرهنګ او معاصرې پوهې سره د اندلس د اسلامي تمدن په دوره کې اشنا شول، پوهنتون، کتابتون او د څېړنې اصول یې زده کړل، له وحشي او غار مېشتي ژوند څخه مدني او متمدن ژوند سره اشنا شول، خو له کله چې اندلس د مسلمانانو د کمزورۍ او له اسلامي اتحاد څخه د مخ اړونې پایله کې بېرته په مادرید او هسپانیه واوښت، غرب هم د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د افریقايي او اسیايي اسلامي هېوادونو څخه د غچ اخیستنې ډګر ته را ودانګل.
دوی تر هر څه وړاندې پر پوځي ځواک او د هر وخت معاصرې ټکنالوژۍ باندې تکیه کړې ده، خو کله چې د دوی اشغالګرانه موخې د پوځي ځواک او یرغل پر مټ هدف ته نه دي رسېدلې او په خپلو مستعمره اسلامي هېوادونو کې یې ماتې خوړلې ده، بیا یې د جګړې دویم ډګر ته را دانګلي چې فکري او سړه جګړه ورته ویل کېږي.
په دغه جګړه کې د دوی ابزار او تخنیکونه تر نظامو هغو ډېر خطرناک دي، ځکه چې دا کار یې دوستۍ او اشنایۍ په څېره کې په غیر مستقیم ډول د خپلو نیابتي ډلو او استازو په وسیله تر سره کړي دي، چې په دې برخه کې موسسات، رسنۍ، خیریه او څېړنیز بنسټونه، د تفاهم او همکاریو هوکړه لیکونه، سود او پورونه او تر ټولو خطرناک هم د اسلام په نوم او څېره کې داسې ډلې دي چې د فتنو اچولو لپاره روزل شوي دي، د مسلمان په څېره کې د اسلامي شعایرو او ارزښتونو په شعار ګرځولو سره د دوی موخې د مسلمان په جامه کې پلې کوي، په یوویشتمه پېړۍ کې د غرب دا ډول فتنه له داعشي خوارجو څخه عبارت ده چې ځان ته یې په عراق او شام کې د اسلامي دولت نوم ورکړی دی.
د اسلامي تاریخ د مطالعې څخه څرګندېږي چې ګڼ پیغمبران د عراق او شام (اوسنۍ سوریه) په سپېڅلو ځمکو کې راغلي له دغه ځمکو یې بیا د الهي ادیانو سپېڅلې وړانګې د نړۍ نورو سیمو ته لېږدولي دي، ځکه خو دغه خوارجي ډلې ته ددې نوم ټاکنه د خلکو د تېر اېستې او باور لپاره په ډېر دقت سره غوره شوې ده، د همدې لپاره غرب د ننیو اسلامي هېوادونو پر وړاندې داعش د یوې پوځي او «دیني» ډلې په توګه کاروي او ځينې موخې یې په لاندې ډول بیانوو.
۱:- د ماتو غچ:
غرب په خپل تېر تاریخ کې بیا بیا له مسلمانانو څخه ماتې خوړلې ده او اوسمهال په غرب کې هم واقعي اسلام ته تمایل زیات شوی دی، د دوی مشران په دې پوهېږي چې په نظامي ډګر یې بریا تر لاسه کړې خو د اوږد مهال لپاره یې بیا ماتې په برخه شوې ده چې د انګلیسي امپراتورۍ نړېدل، په هند، پاکستان او افغانستان کې ماته، همداسې په وروستیو کې بیا عراق او افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د صلیبي ټلوالې معاصر شکست، یا تر دې وړاندې په افریقايي هېوادونو کې د فرانسوي استعمار لمنه نغاړل کېدل ټولې داسې پېښې دي چې ورته په درنه بیعه تمام شوي او نن یې باید د غچ لپاره په بله بڼه را وړاندې شي، د همدې لپاره یې د وارسا، ناټو، اروپايي ټولنې، اروپايي پارلمان او په نورو نومونو دریځونه نیولي دي.
۲:- اغېزناکه او پټه جګړه:
دا چې غرب د فتنو او دسیسو په ایجادولو او عملي کولو کې اوږده شیطاني مخینه لري، د همدې لپاره یې سړې جګړې او فکري مبارزې ته مخه کړې ده چې د فرهنګ، رسنیو او تمدني مشترکاتو په نامه دفترونه، موسسات او ادارې تاسیس کړې او بیا یې هلته پوځي او ملکي ډلې یا ګوندونه تاسیس کړي دي، څو په اسلامي خاوره کې د دیو لپاره کار وکړي، په همدې لړ کې داعش هم یوه داسې کرايي او نیابتي ډله وه چې دوی ورباندې پانګونه وکړه، د جهاد، خلافت او د اسلامي هېوادونو تر منځ د پولو د له منځه وړلو له شعار سره یې رامخته کړه او بیا یې د دوی د ناوړه کړنو د توجیه او خطرناک ښوودنې لپاره خپلې رسنۍ او تبلیغات جاري وساتل.
۳:- عراق او افغانستان:
داعش ډله چې لومړی ځل په عراق کې رامنځته شوه او بیا یې سوریه کې هم فعالیت پیل کړ، داسې مهال ایجاد شوه چې عراق کې د امریکايي اشغال پر وړاندې د عراقي مبارزو مجاهدینو سخته مبارزه روانه وه، سترې پوځي اډې او کاروانونه یې له ګواښ سره مخ وو، په همدې مهال داعشي خوارجو د اسلامي دولت په نامه خپل شتون اعلان کړ او په ظاهرا یې یوه ستره موخه د امریکايي اشغال پر وړاندې مبارزه وه، خو له عمل او اسنادو یې ثابته شوه چې دوی هېڅکله هم امریکايي اشغالګرو ته کوم سرخوږی جوړ نه کړ.
بلکې برعکس یې پر مجاهدینو او د هغوی پر ملاتړو تمرکز وکړ، ملکي وګړي یې په نښه کړل، دا ډول افغانستان کې هم داعشي سرتېري ډېر ځله د بهرنیو اشغالګرو په پوځي او استخباراتي ملاتړ سره له یوې سمې بلې ته لېږدول شوي او یا د محاصرې پر مهال په لوی لاس امنې سیمې ته لېږدول شوي دي. دوی وکولی شول چې د همدې ډلې په ایجاد سره د عراقي او افغان مجاهدینو (طالبانو) مبارزه کمزورۍ او دوو یا درېیو جبهو ته واړوي، خو بریالي شوي نه دي.
۴:- د داعش اروپايي غړي:
که د غربي رسنیو راپورونه وکتل شي، په اروپا کې له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره پراخه کمپاین روان دی، ګڼ اروپا مېشتي مسلمانان د جهاد، خلافت او کفارو پر ضد د مبارزې په هدف د داعش د غړیتوب لپاره چمتو شوي چې ښځې او نارینه په کې شامل دي او هغه چې د اروپايي امنیتي ادارو له لوري نیول شوي، اسناد یې ثابتوي چې دوی په لوی لاس له غوړو وعدو سره د داعش ملاتړ ته استول شوي دي او داعش د غرب لپاره همداسې یو چوکاټ دی، څو د اسلامي واقعي څېره ورباندې سپکه کړي او اسلام له تاوتریخوالي د ډک دین په توګه معرفي کړي، ددې تر څنګ د خلکو او داعش د پلویانو په نوم مالي مرستې هم رسوا شوې دي.
۵:- د اسلامي هېوادونو بې ثباتي:
غرب غواړي چې اسلامي هېوادونه د خپلو لاسوهنو او حاکمو نظامونو د ملاتړ له لارې له بې ثباتۍ سره مخ کړي، ګډوډي او اختلافات په کې رامنځته شي او په دغه وخت کې د دوی نیابتي ډلو په ځانګړي ډول داعش ته ددې زمینه په ښه ډول مساعده شي چې د مذهب، توکم، تور او سپین، ښه مسلمان او بد مسلمان په نامه خلک ووېشي، بې ثباتي رامنځته شي او داعش وکولی شي چې په خړو اوبو کې د دوی لپاره کبان ونیسي.
۶:- د لاسپوڅو رېژیمونو وېرول:
نن په ګڼو اسلامي هېوادونو کې داسې جمهوري نظامونه حاکم دي چې خپلې ټولټاکنې هم د امریکا او غرب په بودیجه تر سره کوي، عملا د امریکا او اروپايي هېوادونو نظامي اډې په کې فعالیت لري، دوی هلته د خپل شتون د دوام لپاره داسې حکومتونه رامنځته کړي چې په هر حالت کې ورته ژمن او تابع دي، خو ځینې وختونه حساسیتونه هم رامنځته کېږي چې بیا د اشغالګرو ګټې سمې نه تر لاسه کېږي، د همدې لپاره یې د اقتصادي تحریمونو تر څنګ په داعش هم ګواښي، ځکه یې داعش د ګواښلو د یوې وسیلې په توګه هم ساتلې ده.
عام باور دا دی چې غرب خپل اقتصادي وضعیت ته په پام سره دا ډول ناوړه پروژو ته دوام نه شي ورکولی، بلکې دا امریکا ده چې د هغوی په داخلي بودیجه کې هم مداخله کوي او بهرنی سیاست یې د امریکا له سیاست سره ټکر نه لري، غرب د امریکا په ملاتړ او هڅونه اسلامي هېوادونو کې د فتنو د ایجاد پروژې پلې کوي، اسلامي هېوادونه په دې پوهېږي چې اوسمهال غرب خپلې موخې د داعش په وسیله تر سره کوي او دا یې د بهرني سیاست یوه برخه ده، یوه ورځ به اروپا دې ترخه واقعیت ته خامخا ځير کېږي چې د امریکا د سیاستونو قرباني شوې ده، امریکا د ځان لپاره امنیتي خوندیتوب او چتر لري، خو که اسلامي هېوادونه د بې ثباتۍ خواته وړل کېږي، د جګړې اور په کې بل شي، هېڅ امکان نه لري چې اروپا دې ورڅخه خوندي پاتې شي.