د داعش پديده؛ په حقیقت کې په دې فکر ولاړه ده، چې په نړۍ کې باید هیڅ نظام؛ چې د اسلامي اصولو له مخې جوړ شوی وي؛ را منځته نه شي، پرته له هغوی چې د دوی په څېر د خپلو شومو اهدافو غوښتونکي وي.
همدا لیدلوری او نظریه باغیان هم لري، چې هر حاکم نظام یا حکومت چې واک ته رسي؛ باید د دوی له خوا د جوړ او پلي شویو اصولو ته ژمن او د همدې لارې لاروی وي.
د يو واحد نظام تر سيوري لاندې د ترهګرۍ نشتوالی او د ټولیز امن شتون؛ د داعش لپاره د منلو وړ نه دی، چې همدا پدیده د نن ورځې د باغیانو په فکرونو کې هم شته، په فکري ريښو او د دې دوو ډلو په بنسټونو کې، چې په حقیقت کې د یوې سکې دوه مخونه ګڼل کېږي؛ د يوه داسې اسلامي نظام شتون، چې د دوی د غړو پرته د بل چا له خوا جوړ شي؛ د منلو وړ نه دی.
په حقیقت کې، دا دوه ډلې چې په بنیاد کې یې وېره او فتنه نغښتې ده؛ هيڅکله په يوه واحد سیاسي بنسټ کې د یو ولسي او دیني نظام پر بقا راضي نه دي، له همدې وجې کله ناکله د افغانستان د اسلامي امارت پر خلاف سر راپورته کوي.
د دې دواړو فکرونو او خوځښتونو ترمنځ د تړاو عوامل:
١: د حاکم او اسلامي نظام څخه ناراضيتوب
دا دواړه ډلې هيڅکله دې ته غاړه نه ږدي؛ چې د خپلې ډلې پرته، د بلې ډلې تر واک لاندې، که څه هم نظام یې د خالصو اسلامي اصولو مطابق وي؛ ژوند وکړي، یا د اسلامي نظام د مټو په حیث ورسره ودرېږي، بلکې دا دواړه ډلې هڅه کوي، چې که يو نظام رامنځته کېږي، بايد د دوی د باورونو له لارې او د دوی د غړو او پيروانو تر سلطې لاندې وي، په دې صورت کې دوی ته د منلو وړ دی.
دا فکر په حقیقت کې، په نړۍ کې د اسلامي فکر د پراخېدو مخه نیسي، ځکه که هره ډله په دې فکر وي، چې بايد زه حاکم يم او نور خلګ دي زموږ د فکري او ایډیالوژیکي باورونو پیروان وي؛ هيڅکله به يو ځای ته ونه رسېږي.
٢: د ثابتو باورونو نشتوالی
په دې دوو ډلو کې کله ناکله ليدل کېږي، چې د نړۍ د لویو بدلونونو سره سم دوی هم بدل شوي دي او ان ځینې باورونه يې بدلېږي، دا فکر چې هر انسان باید د هر بدلون سره سم خپل باور او فکر بدل کړي؛ هيڅکله د اسلام د پوهانو له لوري د منلو وړ نه وو او نه دی.
٣: هدف وسیله توجیه کوي
د دې دوو ډلو په څرګندو باورونو کې دا په وضاحت سره ليدل شوي، چې د دوی په فکر کې هدف وسیله توجیه کوي، یعنې دوی د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره له هرې وسيلې کار اخلي، کله ځانونه یهودو ته سپاري، کله ځانونه د سيمې او له سیمې بهر استخباراتو ته سپاري؛ تر څو له دې لارې خپل هدف ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې په اسلامي فکرونو کې هېڅکله هدف وسیله نه توجیه کوي، یعنې په ناولو او ناپاکو وسيلو سره نه شو کولای؛ چې پاک او سپېڅلي هدف ته ورسېږو.