داعشي خوارجو سره د ۲۰۱۹ کال بریدونو کې د سرې لنکا د استخباراتو د مرستې راپورونه رسنیز شول

په ۲۰۱۹ز کال کې په سرې لنکا کې له داعشیانو سره د ځینو سترو بریدونو په پلانولو او تسهیل کې د یاد هیواد د استخباراتو د لاس درلودو راپورونه رسنیز شوي دي.

تېره ورځ د سرې لنکا ولسمشر وویل، دوی به یوه کمېټه وګوماري چې په یادو بریدونو کې د سرې لنکا د استخباراتو د ښکېلتیا په اړه پلټنې وکړي.

د سرې لنکا حکومت دا ګام تر هغه وروسته اخلي چې د مولانا ازاد په نوم د حکومت پلوه ملېشو یوه مخکني ویاند له یوې برېتانوۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې نوموړي د استخبارتو د یوه لوړپوړي مسؤل او د ځايي داعشیانو ترمنځ ناسته تنظیم کړې وه. د سرې لنکا د استخباراتو مسؤل غوښتل چې د داعشیانو په توسط په هیواد کې ناامني رامنځته کړي او په دې ډول په ټاکنو کې د ګوتابا راجپکسا په نوم یوه نظامي افسر ته د خلکو رایې راجلب کړي. هغه مهال ګوتابا راجاپکسا یو لوړرتبه نظامي مسؤل و او ورور یې لس کاله د سرې لنکا ولسمشر پاتې شوی و. دا ځل راجاپکسا غوښتل چې د ۲۰۱۹ز کال په وروستیو میاشتو کې په ترسره کېدونکو ټاکنو کې پخپله بریالی شي.

مولانا ازاد وايي، ده په ۲۰۱۸ز کال کې د خپل ګوند د مشر په غوښتنه د یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي او په سرې لنکا کې د داعشیانو د ملاتړې ډلې، جماعة التوحید الوطنیة، ترمنځ ناسته ترتیب کړه.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل په ۲۱تمه، سرې لنکايي داعشیانو په کولمبو ښار کې هممهاله پر کلیساوو او د سیلانیانو پر هوټلونو بریدونه وکړل. په دې بریدونو کې ۲۶۹ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د سرې لنکا کولمبو ښار کې د ۲۰۱۹ز کال برید ترسره کوونکي داعشیان

مولانا ازاد وايي، تر بریدونو وروسته یې چې کله د کېمرو ثبت شوې ویډیوګانې وکتلې، نو ویې ولیدل چې بریدګر هماغه کسان وو چې ده یې له استخباراتي چارواکي سره لیدنه تنظیم کړې وه. راجاپکسا د ۲۰۱۹ز کال ټاکنې وګټلې خو د تېر ۲۰۲۲ز کال په نیمايي کې تر هغه وروسته استعفا ته مجبور شو چې د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله خلکو پراخ لاریونونه پیل کړل.

د سرې لنکا د برحاله ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوه بل څارنوال هم دې ته ورته څرګندونې کړې دي او د تحقیقاتو لپاره یې جلا کمېټه ټاکل شوې ده.

د استخباراتي کړیو لخوا د داعشي خوارجو استعمالېدل

د داعشي خوارجو خام فکر او افراطي نظریې ته په کتلو، دا ډله ډېر ژر د استخباراتي کړیو په دام کې پرېوځي. په افغانستان کې دا ډله د اشغالګرو او د هغه وخت د ګوډاګي حکومت لپاره د اسلامي امارت د برحق جهاد د مخې ډب کولو لپاره ښه وسیله ثابته شوه. د هیواد په شمال او ختیځ کې د دې ډلې تر راپیدا کېدو وروسته، د وخت ګوډاګي رژیم مسلسله هڅه کوله چې سقوط ته یې پرېنږدي او د اسلامي امارت پر ضد یې فعاله وساتي. په همدې موخه یې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې سلګونه داعشي خوارج د اسلامي امارت له عملیاتو په چورلکو کې وژغورل.

د افغانستان ترڅنګ په نورو هیوادونو کې هم داعشي خوارج د استخباراتو لخوا خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره استعمال شوي دي. د ساري په ډول، په ۲۰۲۲ز کال کې یوه مخکني هسپانوي پولیس افسر وویل چې په کاتالونیا ښار کې د ۲۰۱۷ز کال برید د دې هیواد استخباراتو پلان کړی و او هدف یې دا و چې د دې سیمې د خپلواکۍ د ریفرنډوم په تړاو د خلکو ذهنیت بدلولو لپاره سیمه ناارامه کړي. د یاد برید مسؤلیت هم داعشي خوارجو رسمًا منلی و.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version