داعش چې ځان د اسلام او خلافت مدافع بولي، په حقیقت کې له دین، اخلاق، او انسانیت څخه لرې ډله ده.
دا ډله په حقیقت کې یو مافیایي جوړښت لري چې خپلې ټولې کړنې د یوې جنایي شبکې په څېر ترسره کوي. دا ډله، چې ځان د “اسلامي دولت” په نوم یادوي، د خپلو غیر شرعي فعالیتونو له لارې عواید ترلاسه کوي او دا عواید بیا د خپلو ترهګریزو عملیاتو او پراختیا لپاره کاروي.
د مافیا په څېر، داعش د خپلې واکمنۍ د ټینګولو لپاره له ظلم، وېرې، او ترهګرۍ څخه کار اخلي، او د اسلامي اصولو تر نامه لاندې خپلې جنایتکارانه کړنې توجیه کوي.
داعش له مافیایي شبکو سره په دې کې مشابهت لري چې د خپلو مالي سرچینو لپاره له غیر قانوني لارو څخه کار اخلي لکه د تیل قاچاق، انسان تښتونې، او د تاریخي اثارو غلا کوي او دا ټولې غیر قانوني لارې د خپلې جګړې او پراختیا لپاره کاروي.
د داعش ډلې فعالیتونه نه یوازې چې د مافیا په څېر د مالي ګټو لپاره ترسره کیږي، بلکې په دې برخه کې هم ورته دي چې د زور او ویرې له لارې خلک تر خپل کنټرول لاندې راولي. دوی خپلې سیمې په جنایي ډلو سره اداره کوي او له هر هغه چا سره چې د دوی د حکمونو پر وړاندې دریږي، په ډېرې بې رحمۍ سره چلند کوي.
په دې توګه، داعش په یوې داسې جنایي ډله بدل شوی چې یوازې د خپل شخصي او مالي ګټو لپاره کار کوي، او د اسلام نوم د خپلو جنایتکارانه موخو لپاره ناوړه کاروي.
دا ډله د خپل ترهګرانه فعالیتونو لپاره له غیر شرعي لارو څخه عواید ترلاسه کوي او بیا یې د خپلو کرغېړنو اهدافو لپاره کاروي چې د دې عوایدو سرچینې نه یوازې غیر اخلاقي دي، بلکې د اسلامي شریعت له اصولو سره هم په ښکاره ټکر کې دي.
داعش ډېری وختونه خپل مالي ملاتړ له داسې سرچینو ترلاسه کوي چې په هیڅ توګه د اسلامي شریعت له معیارونو سره سمون نه لري، همدارنګه دوی تل د غیر اسلامي لارو څخه ترلاسه شوي عواید د “جهاد” په نوم توجیه کوي، خو دا یوازې یوه سیاسي او شخصي اجنډا ده چې له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري.
داعش هغه عواید چې د غیر اسلامي سرچینو څخه ترلاسه کوي، له دې پیسو څخه وسلې اخلي، ترهګرې ډلې روزي، او د نورو مسلمانانو او بې ګناه خلکو په وړاندې جګړې کوي.
دا ډول فعالیتونه نه یوازې چې په اسلام کې ناروا دي، بلکې د بشري حقوقو څخه هم ښکاره سرغړونه ده دا په داسې حال چې اسلام له بې ګناه خلکو وژنې او ترهګرۍ په کلکه منع کړي.
د اسلام دین روښانه اصول لري چې غیر شرعي عواید او ظلم په کلکه منع کوي، همداراز په قرآن کریم او احادیثو کې په ښکاره توګه ویل شوي چې مسلمانان باید خپل عواید له پاکو او مشروع سرچینو ترلاسه کړي او د خپلو عوایدو په مصرفولو کې باید د خدای رضا او د بشریت خیر په پام کې ونیسي.
د دوی د غیر اسلامي او غیر اخلاقي کړنو څخه څرګندیږي چې دوی په حقیقت کې د اسلام له حقیقي روح څخه بیخي لرې دي.
داعش د یوې ترهګرې ډلې په توګه نه یوازې اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د خپلو غیر شرعي عوایدو په ترلاسه کولو او استعمال سره د اسلام او مسلمانانو سپیڅلتیا ته سخت زیان رسوي.
د دې ډلې د فعالیتونو غندنه او ردول باید د هر هغه مسلمان او انسان دنده وي چې د حق، انصاف، او انساني کرامت لپاره ولاړ وي. په اسلام کې هېڅ ځای د داسې ډلو لپاره نشته چې په زور او ظلم سره غیر شرعي عواید ترلاسه کوي او بیا یې د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره کاروي.