عثمان احمدزی
د اسلام له راتګ سره سم تر نني تاریخ کفارو او د وخت مشرکینو رنګا رنګ حربې په کار اچولي تر څو د اسلام د خپریدو مخه پرې ونیسي.
د دعوت پر مهال کله چې د جهاد فریضه نه وه موجوده، یوازې د دعوت مخه نیول د دوی هدف وو خو د جهاد د لزوم وروسته دوی د داسې تګلارو په فکر کې شول چې مسلمانان یا له جهاد څخه رامنع او یا هم په غلط لوري رهبري کړي.
څوارلس نیمې پیړۍ وروسته کفار او مشرکین د القاعده، اسلامي امارت او نورو ګڼو جهادي ډلو سره مخ شول چې قابو کول یې ورته ناشوني وو خو دوی له دې دښمني څخه کرار نه شول او د همدې جهادي ګروپونو پر ضد یې ډلې پیدا او تقویه کړې چې یوه هم د داعش په نوم د اسلامي دولت غوښتونکې خوارج وو.
داعش په لومړيو کې د اسلام او اسلامي دولت تر نامه لاندې د شعارونو په واسطه وکولی شول چې ډېر ژر ځينې سیمې ونیسي او هلته د خپل نظام د مرکز اعلان وکړي.
د دې کار سره یې د نړۍ مسلمانانو ته هغه وخت هیلې او خوښۍ راوړې خو خبر نه وو چې دا تش په نوم تکفیري ډله د کفارو تر ټولو خطرناکه حربه ده چې د اسلام او جهاد د بدنامولو لپاره یې په لار اچوي.
د داعش د حاکمیت څخه لږ وخت وروسته د دوی تر حاکمیت لاندې سیمو اوسیدونکو د حقایقو په بیانولو او امت ته یې د دې فتنې څخه د ځان ساتنې غږ پورته کړ او کم وخت یې د حاکمیت نه وو تیر چې د زوال ورځې یې هم تیرې شوې.
د زوال عمده لاملونه یې د بې علمه احساساتي ځوانانو بلخصوص د اروپا څخه د ښځینه وو جذب، له دیني شعایرو او شرعي منهج څخه لرې والی، افراطیت، د حاکمیت لپاره د اسلام دین څخه د حربې په ډول استفاده او ګڼ نور علتونه وو چې له ورایه حتی عام وګړي هم دا درک کوی شوی چې دا په نوم اسلامپاله خو په حقیقت کې فتنه ده.
په افغانستان کې هم دوی د مجاهدینو د ځپلو او دې ملت کې د جهادي انګیزې ختمولو په خاطر فعالیتونه شروع کړل چې اساسي هدف یې له جهاد څخه د ولس خوابدي کول او په دې مجاهد پروره سیمه کې د جهاد ریښې ختمول وو خو هغه داسې ونشول، دا ټکر دوی ته د نابودۍ په بیه تمام شو، رهبري یې له منځه لاړه او تش په نوم په یوه داسې ډله بدله شوه چې له نامعلوم ځای څخه د نامعلومو افرادو په واسطه د تلیګرام له لارې رهبري کیږي.
دا چې د تلیګرام تر شا موساد دی که سي ای اې دوی یې هم نشي درک کولی خو دا مني چې رهبري یې نامعلومه او هیڅوک یې نه پیژني.
د رهبري په نشتون کې دا ډله له یو ګمنام او بې هویته حالت سره مخ دی.
دا بې هویته ډله چې د اسلامي امت داړل، تجزیه کول، د جهاد د عظیمې فریضې بدنامي او د پردیو اشغال ته زمینه مساعدوي، د زوال سره مخ او په ورکیدو ده، اوسمهال یوازې یو څه سر ناخلاصي او بې علمه احساساتي ځوانان یې چې په لومه کې راګیر دي، هم په وژلو یا د اصلاح له لارې له دې ډلې بیل او عادي ژوند ته راګرځیدلي دي.
نور سیمه کې د اسلامي امارت د قربانیو په ثمره موږ له دې استخباراتي فتنې څخه امن یو. الحمدلله