عبدالله مسافر
دعراق اوسوریی د خوارجو زړونه تنها په دی یخ نه شول چی په عراق او سوریه کښی یی جهاد په فساد بدل کړ بلکی لا یی د نړۍ په اسلامی تنظیمونو او بالخصوص جهادی ډلو دشبهاتو پر بنیاد د تکفیر بارانونه وه اورول، لکه څنګه چی د دوی نیکونو [حروریه خوارجو] د اسلام د بهترین قرن په بهترینو خلکو د خپل جهالت له وجی د قرآن عظیم الشان د دی ایات مبارک (ان الحکم الالله) په غلط تطبیق سره تکفیر وکړی اووینی یی توي کړی.
له هغه نه ورسته چی کله د سوریی اوعراق مجاهدینو د بغدادی دا خیالی خلافت ونه مانو او د خپلو حقوقوغوښتونکی ول، نو د بغدادی لنډغرو د مجاهدینو سپیڅلی مبارکی وینی بی ساری توی کړی چی هغه د دی لامل شوی چی هغه [مباهلة] چی دوی له، ابو عبدالله شامی، سره کړی وه نو د هغی مباهلی اثر ښکاره شو، او د بغدادی ساده لوحه او پوچ خولی رسمی ویاند (عدنانی) په ډاګه اعلان وکړ، چی هر هغه څوک چی د دولت اسلامی په خلاف جنګیږی هغه کافر او مرتد دی، او دا هغه څه وو چی دوی له ډیره وخته په دی لټه کی ول چی د دنیا له مسلمانانو څخه یی پټ وساتی.
او په هغه مناطقو کښی چی فی الحاله هلته د نړی له صلیبی یرغلګرو سره شدیدی تاریخی جګړې روانی دی د دوی [ولایت] اعلانول چی هلته له پخوا نه هم منظم جهادی خوځښتونه موجود ول یو نوعه له صلیبی استعمار ګرو سره مرسته اوهمکاری ده. او پر سپیڅلو مجاهدینو د شا له خوا یو بزدلانه ګوزار دی، نو داعشی لنډغرو تنها په دی اکتفا ونکړه بلکی د مجاهدینو پر ضد یی تبلغاتی جنګ شروع کړی او د دروغو تهمتونو پر بنسټ یی تکفیر وکړی او د مجاهدینو د پاکو وینو تویولو لپاره یی مټی را بډوهلی.
او په خاصه توګه د۲۰۱۵/۱۲/۷/ باندی یوه حیرانونکی پیښه وشوه چی د دوی یوه ګستاخی وه او د داعشیانو اصلی څهره یی لا نوره هم روښانه کړه ، د داعش رسمی میډیا یوه ویډیو نشر کړه چی پکی د عادت لمخی نه یوازی تکفیری لوبی شوی بلکی یوه منتفخه څهره تر سترګو کیږی په نامه د (ابو یاسر الافغانی) او وایی چی د افغانستان اسلامی امارت په شریعت فیصلی نه کوی ولی؟ چی د طالبانو محکمی فیصلی د مذهب پر بنیاد کوی نه دقرآن او سنت .
هوکی که هر چا ته شبه وی نو باید پوه شی چی دا د همغه حروریه خوارجو ځامن دی چا چی د خپل جهل له مخی او د قرآن پاک د مخکنی ایات نه دغلط فهم له وجی په حضرت علی رض، معاویه ، او هر هغه مسلمان چی د صحابه وو تابعداری یی کوله تکفیر وکړی او وینی یی توی کړی.
او دوی چی په خپل رسمی ویډیو کی د خراسان د خلګو لپاره د مذهب یادونه کړی دا یوه تیروتنه نه بلکی قصدا په دی هڅه شوی چی د هغو خلګو چی ځانونه سلفیت ته منسوبه وی او د احنافو تر منځ چی په دی منطقو کښی اکثریت دی دنفرت تخم وشندی.
چون دوی په دی کښی ناکام شول چی خلګ د پیسو او یا خالص منهج او د خلافت په کاذبانه شعارونو را جلب کړی او یا هم د شیعه او سنی په منځ کښی جنګونه او نفرتونه رامنځته کړی لکه دی کښی په عراق اوسوریه کی دوی کامیاب شوی نو دوی د موحدینو د مدافعینو تر شعارلاندی غواړی د اهل سنت والجماعت تر ما بین تاوتریخوالی ایجاد کړی.
هو هر مسلمان باید د داعشی فتنی له دی نوی حربی سره کاملا بیدار واوسی، هغه داعش چی له ا فرادو څخه نیولی بیا تر قیادته پوری د نړۍ له استخباراتی کړیو څخه ډک دی چی هر یو پکی خپل مغرضانه اهداف لری. نو هر مسلمان ورور باید ددوی د خلافت په ښایسته شعارونو ونه غولیږی او باید پوشی چی دا د دی عصر خوارج دی او دوی تر خپله وسه پوری هڅه کوی چی د دنیا په ګوټ ګوټ کښی د مسلمانانو وحدت ختم او داسی خطرناک خپلمنځی جنګ ته یی ټیل وهی چی د مسلمانانو توجه له خپل اصلی دښمن څخه بلی خوا ته واړه وی چی هغه به د اسلام او مسلمانانو لپاره هیڅ ګټه نه بلکی صرف تاوان وی.