بهاند ایمن
په کال ٦٥ هـ ق کې خوارجو د عراق د بصرې د ښار په شاوخوا کې یو دولت تأسيس کړ، چې مشري یې د نافع بن الارزق په غاړه وه.
دا وخت د عراق په شمول ډېری سيمې لکه؛ حجاز او خراسان د عبدالله بن زبير رضی الله عنه تر واکمنۍ لاندې وې، عبدالله بن زبير رضی الله مهلب بن ابي صفره رحمه الله د خراسان والي وټاکه.
مهلب بن ابي صفرة چې یو پياوړی قوماندان او د جنګي مهارتونو خاوند و؛ نو ځکه کله چې د بصرې ښار ته ورسېد، د بصرې اوسېدونکو غوښتنه ور څخه وکړل، تر څو د خوارجو مخه ډب او د دوی جوړ کړی دولت ونړوي.
خو مهلب رحمه الله وویل: چې زه د امیر المؤمنین له امر څخه سر غړونه نه شم کولای، غواړم خراسان ته ځان ورسوم.
خو دا چې د بصرې خلګ د خوارجو له فساد او جنایتونو سخت په تنګ شوي و؛ د خپل والي حارث بن عبدالله بن ابی ربیعه رضی الله په مشوره او خوښه یې؛ د عبدالله بن زبیر رضی الله په نوم یو لیک ولیکئ، چې پکښې له مهلب رحمه الله څخه غوښتنه شوې وه، چې د خراسان پر ځای بصرې ته ولاړ شه او د خوارجو مخه ونيسه.
مهلب رحمه الله د بصرې اوسېدونکو ته وویل: د خوارجو په وړاندي به زما پوره مالي او پوځي ملاتړ کوﺉ، تر څو خوارج ښه وځپل شي، د بصرې خلګو یې غوښتنه ومنله او دومره لوړ شمېر امکانات یې ورته تيار کړل؛ چې له دې څخه وړاندې یې ساری نه و لېدل شوی.
دواړه ډلې دسل وسل په نوم ميدان کې د جنګ لپاره اماده شوې، چې د دواړو ډلو شمېر تقريبا دېرش زره وه.