څه موده وړاندې یو شمېر عرب ځوانانو پر خواله شبکه د اسلامي امارت د زعیم هغه خبره را اخیستې وه چې افغانستان یوازینۍ اسلامي هېواد دی چې غربي قوانین او اصول په کې چلښت نه لري. دا خبره حقیقت ده او تر شا یې دوه اړخونه د څېړنې وړ دي.
لومړی: د نړۍ په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو په نامه د امریکا او غربي هېوادونو له لوري طرحه شوي وضعي قوانین تطبیق کېږي او دا یې ورته له کفري نړۍ یا غرب سره د اړیکو د دروازې په توګه مطرح کړي دي او فکر کوي چې دا به د نړیوالتوب لپاره د دوی نوم او امتیاز اوچت کړي.
په دې برخه کې اسلامي هېوادونو دومره افراط کړی دی چې ځينې غربي قوانین یې خپله تر غرب هم په ښه ډول پلي کړي او بیا ورباندې په رسنیو کې ویاړ هم کوي، چې دوی د دیموکراسي او بشري حقونو ښه پالونکي دي، هغه هم ددې لپاره چې د امریکا او د هغو د غربي ټلوالې له لرې په نړیوال اقتصاد او امتیازاتو کې مطرح وي.
دویم: بل اړخ ته بیا اوسني عرب ځوانان دي چې بالاخره یې د غرب د غلامۍ ژغ پر اوږو درک کړی او پوهېدلي چې وروستی برخلیک به یې له غزې او فلسطین بهتره نه وي، د دوی مشران د خپلو شخصي ګټو او اقتدار د دوام لپاره غربي قوانین او اصول پر خپلو خلکو پلي کوي، ګڼ عربي هېوادونه د غرب په تقلید او امریکا ته په غوړه مالۍ کې دومره مخته تللي چې ولس یې تر پوزو راغلی او وروستی غرب پسرلی پاڅون یې ښه بېلګه ده، چې له بده مرغه بیا هم په کې د اسلامي شریعت لمنې ته د ور ستنېدو پر ځای بیا هم د غرب د مداخلو ښکار شول.
د دواړو اړخونو شاته بیا پر افغانستان د پاک څښتن (ج) د هغه مهربانۍ تصویر ګورو چې افغانستان ته یې پر ټوله نړۍ دا امتیاز ورکړ، څو د انسان او بیا په ځانګړي ډول د غربي انسان په لاس جوړ شوي وضعي قانون، بلکې قوانینو او اصولو څخه خپلواک او یوازې د الهي رښتیني قانون (شریعت) تابع وګرځي.
دا چې نړۍ لا تر اوسه هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، لامل یې څرګند دی، دلته ټول هغه امتیازات چې د رسمیت لپاره اړین دي، پلي شوي، مثلا بشپړ ثبات او امنیت، حاکمیت، ملي وحدت او ولس ته د خیر ښېګڼې کارونه روان دي، خو یوازینۍ ستونزه چې غرب او یا کفري نړۍ یې نه شي زغملی، هغه د اسلامي شریعت بشپړ تطبیق او د اسلام حاکمیت دی.
ښايي دا به ددې لپاره تر ټولو ستره نښه وي چې نن په افغانستان کې یو بشپړ اسلامي نظام واکمن دی، هغه هېوادونه، چې دا سپېڅلی حقیقت درک کوي، له هرې لارې یې له افغانستان سره سیاسي تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ته زړه ښه کړی او پوهېږي چې د اسلامي امارت لپاره سره کرښه یوازې اسلام دی، دوی د نورو هېوادونو په څېر یا د نن سبا د نړیوالو اړیکو له زاویو د امریکا او غرب سره د اړیکو په توازن او تقلید اړیکې نه پالي، په خپلو ټولو تصامیمو کې رښتیني خپلواکي لري او پر خپل هر قول او ژمنتیا ولاړ دی.
د اسلام مبارک دین مقدس چتر پر خپلو پنځو بنسټونو ولاړ دی، د افغانستان نني حکومت ددغه ستونو د ټینګښت او ملاتړ لپاره له ټولو بهرنیو او کورنیو وضعي قوانینو سره مخه ښه کړې ده، د هر تړون، تصمیم او پرمختګ لپاره یې معیار یوازې اسلام او شریعت ګرځولی دی، دا چې د اسلام مبارک دین د پنځو بناوو د تطبیق لپاره په یوه هېواد کې سیاسي او اقتصادي ازادي یا استقلالیت مهم دی او بهرنۍ مداخلې ته باید ځای نه وي، نن په واقعي ډول هم افغانستان دغه امتیاز لري، د حکومت په درې ګونو قواوو کې داسې څوک واکمن دي، چې لومړی تخصص یې دین او شریعت دی، د همدې په رڼا کې هېواد، خاورې او ملت ته ژمنتیا لري او تر څنګ یې له نړیوالو سره د تعامل، خبرو او سیاست غوره ژبه هم زده کړې ده.
بل اړخ ته که وګورو نو مخکې مو د افغانانو اساسي غوښتنه پرته ده، په معاصره پېړۍ کې له درېیو سترو امپراتوریو سره د دوی د مبارزې او جهاد موخه څه وه، ولې یې ورسره توافق او تطابق ونه کړ؟ لامل یې په هېواد کې د اسلامي نظام او شریعت حاکمیت و، بل نظام نه دلته بقا لري او نه یې خلک غواړي، نو په دې اساس لسیزې وروسته د خلکو همدا ارمان پوره شوی دی، دا چې ارام او سوکاله دي، له خپل نظام یې ملاتړ کړی، لامل یې دا دی چې دوی د یوه سوچه او بشپړ اسلامي نظام تږي وو، ددې نظام ټول مشران د دین او شریعت تخصص لري، ژوره ولسي پوهه او ملاتړ یې بل اړخ دی، ځکه د ولس له منځه را پاڅېدلي او د ولس په درد او غوښتنو پوهېږي.
د زده کړې په برخه کې هغه که عصري وي یا دیني، اصلاحات او پرمختګونه روان دي، پر نصاب، ښوونکو او فزیکي امکاناتو باندې تر هر څه زیاته بودیجه مصرفېږي، پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو ته کار کېږي، څو با کیفیته زده کړه رامنځته شي، ځوانان تر فراغت وروسته هم د دین او هم د معاصرو علومو تخصص او پوهاوی ولري، ځکه خو ویلی شو چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ یوازینی نظام دی چې د سرونو په قربانۍ یې خپلو خلکو ته د اسلامي شریعت حاکمت ډالۍ کړی دی او په برکت یې هغه افغانستان چې د نا امنه، نوم بدو او فاسدو هېوادونو په سر کې و، د امن، ارام او یوه بشپړ اسلامي نظام لرونکي هېواد لومړی مقام لري.
که چېرته دغه نظام له نړۍ سره جوړ جاړی کړی وای، د شرعي نظام او اصولو پر ځای یې پر وضعي قوانینو او غرب جوړو کړو کنوانسیونونو او قوانینو معامله کړی وی او د رسمیت لپاره یې په دې هر څه پښه اېښې وی، نن به د نورو هېوادونو په څېر د غرب غلام هېواد و، بیا به یې په کورنیو او بیرونیو تصامیمو کې هغه خپلواکي او دریځ نه درلود، چې له یوه بشپړ اسلامي حاکمیت او نظام سره ښيي.
ښه به وي چې نړۍ د افغانانو دغه ارادې ته درناوی ولري او اسلامي امارت د نړۍ له هغو اسلامي نظامونو او هېوادونو سره پرتله نه کړي، چې بیراغونه یې په اسلامي شعایرو ښکلي کړي، خو سیاستونه او اصول یې یوازې د غرب او کفري نړۍ کاپي ده، هغوی خپل ولسونه د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یرغمل کړي، خو افغانانو پر شریعت له منګولو ټینګولو او د دوی پر تقلید د اساسي قانون پېروۍ څخه له خلاصون سره له دغه غربي اشغال او جاله ځان را اېستلی او په خپله اراده د ژوند کولو واک ور په برخه شوی دی.