د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی”بدأ الإسلام غريباً وسيعود كما بدأ غريباً، فطوبى للغرباء”
ژباړه: اسلام نا اشنا پیل شو او ژر دی چې بیا به نا اشنا شي، لکه څنګه چې نا اشنا پیل و، د جنت نعمت دی د هغو خلکو لپاره چې په نا اشنا عمل کوي.
په لومړیو کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت پیل کړ، هم خلکو ته اسلام عجیب او غریب ښکارېده.
تر دې چې خلکو ته دا هم قابل د قبول نه وه چې الله جل جلاله ولې انسان پیغمبر را لیږلی، ولې یې ملایکه نه ده را لیږلې او په اخره زمانه کې به هم خلکو ته اسلام همداسې غریب او نا اشنا ښکاري چې اسلامي امور او احکام به ور ته قابل د قبول نه وي.
افغانستان په ټوله دنیا کې یواځینی هیواد دی چې د اسلامي امارت په نوم شرعي نظام پکښې نافذ او حاکم دی، خو بیا هم د غرب د دیموکراسۍ هوا وهلي خلک دې نظام ته خودساته نظام او یا په بله اصطلاح انحصاري حکومت وایي.
دوی فکر کوي اسلام هم دادی چې کلیمه وایه، لمونځ کوه، روژه نیسه، زکات ورکوه او حج ته ځه؛ خو د اسلامي نظام په چوکاټ کې معاملات، حدود، قصاص او سیاست (حکومتداري) له دین څخه بېل او جلا شیان بولي.
خو داسې نه ده، اسلام د انسان د ژوند ټول طرز حیات ور ته وړاندې کړی او بیا یې ورباندې مکلف کړی دی، په همدې خاطر افغانستان هغه هیواد دی چیرې چې دین ټول د الله جل جلاله لپاره دی که عقاید دي، که معاملات، که رسومات دي او که سیاست، که اقتصادي نظام دی او که اجتماعي امور.
د امیر ټاکنه پکې د اسلام د اصولو سره سم شوې ده، له کفارو سره صلحه پکې د ټولو اسلامي اصولو په رعایت کې شوې ده، له سیمه یېزو او نړیوالو سره اړیکې یې هم له قران او حدیث څخه سرچینه اخلي، هغه روابط او کړنې چې قران او سنت ترې منعه کړې ده پکې منعه دي او هغه کارونه او امور چې قران او حدیث پرې امر کړی، پکې رایج دي، حدود او قصاص پکې نافذ دي او همدا د یو اسلامي نظام تصویر دی چې امارت اسلامي افغانستان یې وړاندې کوي.