دوهمه برخه
د خلافت فرضیت:
د الله تعالیٰ ارشاد دی:
(یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَأُولِی الأَمْرِ مِنْکم). (النساء: ۵۹)
ای د ایمان خاوندانو! تاسې د الله تعالیٰ جل جلاله اطاعت وکړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ او د هغه چا هم چې په تاسو کې صاحب امر وي.
په دې آیت کې د أولي الأمر د اطاعت حکم شوی دی او د أولی الأمر له وجود پرته د هغوی اطاعت ممکن نه دی، ځکه چې د چا وجود نه وي نو اطاعت به یې څنکه وشي؟
لهذا د اولي الأمر د اطاعت له فرضیت څخه د اولي الأمر د ټاکلو فرضیت هم نص سره څرکندېږي، بیا همدا د خلافت نظام په اصل کې د عدل او انصاف د قیام عملي بڼه خپلوي، چې د همدې لپاره ټول انبیاء رالېږل شوي دي:
لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکِتابَ وَ الْمِیزانَ لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ(۲۵) الحدید
مونږ خپل پیغمبران له ښکاره معجزو سره راولېږل او له دوی سره مو کتاب او (د عدل) تله او میزان نازل کړ، ترڅو خلک له انصاف څخه کار واخلي.
او په ښکاره توګه داود علیه السلام ته دا حکم شوی دی:
یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَةً فِی الْأَرْضِ فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ(۲۶) ص
ای داود! مونږ ته په ځمکه کې پاچا جوړ کړې، نو د خلکو په مینځ کې په انصاف سره فیصلې کوه.
بیا همدا د خلافت قیام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت موخه یعنې د اظهار دین لپاره تکمیل هم دی:
(هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُشْرِكُونَ). (۹) الصف
هماغه ذات دی چې خپل پیغمبر ته یې له هدایت او برحق دین سره راولېږه، ترڅو دی په ټولو باطلو دینونو باندې غالب کړي، که څه هم په مشرکانو بده ولګیږي.
له دې آیت څخه څرکنده شوه چې اسلام که تر قیامت پورې باقي دی، نو د دې غلبه او برلاسی به هم په هر دور کې د رسالت موخه وي او د اسلام غلبه له خلافت او حکومت پرته نه ترلاسه کېږي، لهذا د اسلام د غلبې د حصول لپاره د خلافت قیام ضروري دی.
نور بیا…
منبع:( شیطان لښکر)