د تاريخ پاڼې تل د هغو اتلانو په وينو رنګينې شوې دي چې د خپل هېواد، عقيدې او ناموس د دفاع لپاره يې خپل سرونه قرباني کړي دي. د فلسطين په پاکه خاوره کې د حماس د اسلامي غورځنګ د عسکري او پوځي قيادت د اتلانو شهادتونه د همدې وياړلي تاريخ ژوندي مثالونه دي. له مشرانو څخه نيولې تر کشرانو پورې، د غزې د شمالي څنډې د دفاع اتل او طراح عزالدين حداد تقبله اللّٰه تعالی لومړی قومندان نه دی چې په شهادت رسېږي، بلکې له هغه وړاندې د نوموړي نور ملګري هم يو په بل پسې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي.
دغو مېړنيو داسې بېسارې قرباني ورکړه چې د امت په تاريخ کې به تل ځلانده پاتې وي. هغوی ته د زړه له تله د شهادت مبارکي وایوو؛ هغوی په خپل همت نړۍ ته وښودله چې عقيده او عزم تر هر ډول مادي ځواک لوړ دي. د دوی د پاکو وينو هر څاڅکی د آزادۍ د سهار لمر دی او د هغوی ياد به د نسلونو لپاره د مقاومت مشعل وي.
د دغو اتلانو په وړاندې د جګړې په ډګر کې، د صهيونيستي غاصب او متجاوز رژيم ماتې د دې لامل شوه چې هغوی په غزه کې پر بېګناه ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ړندې بمبارۍ وکړي. دغه جنايتکاره رژيم د جګړې ټول نړيوال او بشري اصول تر پښو لاندې کړي دي. پر روغتونونو، ښوونځيو، جوماتونو او د کډوالو پر کېمپونو بريدونه د هغوی د وحشت او ماتې ښکاره نښه ده. دا جګړه نه ده، بلکې يو داسې سيستماتيک نسل وژنه ده چې د تاريخ په مخ کې به د تل لپاره د شرم د داغ په توګه پاتې شي. موږ دا بېرحمانه او د هر ډول انساني ارزښتونو خلاف بريدونه په کلکو ټکو غندو.
خو تر ټولو لويه تراژیدي دا ده، چې د دغه ستر وحشت په وړاندې د اسلامي نړۍ اکثريت حاکمان او ولسونه په يو داسې مصلحتآميزه چوپتيا او ضعف کې ډوب دي چې د شرم وړ ده. د عز الدين حداد تقبله اللّٰه تعالی د وينو پور تأديه کول د ټول مسلمه أمت يو نه هېرېدونکی مسؤليت دی؛ موږ وينو چې نن ورځ له يو نيم ميليارد څخه زيات مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي، خو بيا هم د ذلت او بېوسۍ ښکار دي.
د دې اصلي علت دا دی چې مسلمانان په خپلو منځونو کې په قومي، نژادي، ژبنيو او بېفايدې مذهبي کشالو کې بند پاتې دي. هغوی د امت د واحد جسد مفهوم هېر کړی دی. پر ځای د دې چې خپل ټول توان د ګډو دښمنانو او د خپلو مقدساتو د دفاع لپاره وکاروي، په خپلمنځي اختلافاتو کې خپله انرژي ضايع کوي. دا د امت د ضعف تر ټولو لویه نقطه ده، چې تل د اسلامي حکومتونو د نړولو لپاره د پله په څېر استفاده شوې ده.
په داسې ګونګو او ناامېده کونکو حالاتو کې، د افغانستان د اسلامي امارت مشران د ټول مسلمه امت لپاره د هيلو رڼاګانې او د ژورې خواخوږۍ مظهر دي. اسلامي امارت نه يوازې په لفظي توګه د مظلومو مسلمانانو حمايت کړی، بلکې په عملي ساحه کې يې ثابته کړې چې څنګه د نړۍ د لويو قدرتونو د فشار باوجود؛ د خپلو وروڼو په دفاع کې مالي او ځاني کومک ته آماده ولاړ دي.
د اسلامي امارت مشران د خپل ځانګړي سياسي مصلحت، پياوړي حکمت او عملي تدبير له لارې کولای شي د مسلمه امت دغه سيلاب اخيستې طوفاني کښتۍ د ساحل په لور رهي کړي. د دوی تګلاره پر دې ولاړه ده چې:
. مسلمانان بايد له داخلي اختلافاتو تېر شي او پر يووالي تمرکز وکړي.
. له احساساتو ليرې، د سيمې او نړۍ له واقعيتونو سره سم منظم او حکيمانه ګامونه پورته کړي.
. د امت سياسي او نظامي استقلاليت بېرته ترلاسه کړي.
. يوازې د همدې پياوړي او مصلحتآميزه حکمت په سيوري کې امت د رښتیني نجات لاره موندلی شي او د نړۍ په کچه خپل بيلل شوی وقار بېرته ترلاسه کولای شي.










































