د اسلامي عثماني خلافت چې د امت د وحدت، وقار، عظمت او برم هسک څلی و له نړېدو را وروسته امت په ټوټو ټوټو تقسیم او مسلمانان د سرحداتو په نوم د غرب په لاس کښل شویو کرښو کې محاصره کړای شول؛ هر یو یې جلا جلا بیل او بیا یې اېل کړل؛ وږي لېوان له هرې خوا لښکرې لښکرې راوکوچېدل او د مسلمانانو خاورې یې یو پر بل پسې مستعمره کړې؛ زیرمې، کاني منابع، قیمتي اثار، فرهنګ، کلتور او خپل اسلامي دیني مفاهیم یې ترې ولوټول، اکثره مسلمانان محصور شول خپله لار یې ورکه او د پردیو په لمن کې ښکیل شول؛ د جهاد، هجرت، شهادت، مقاومت او ازادۍ ادبیات یې له فکرونو حذف شول.
مګر یوه خاوره او ملت داسې و چې لا یې هم په خپل دین کلکې منګولې ټینګې کړې وې، هیڅ جبر او زور یې د اېل توان نلرلو، نه پلورل کېدل او نه یې خپل دین پلوره، دا افغانستان او افغانان وو. افغانستان یوازې محدوده جغرافیه نه بلکې د حق دوهم نوم دی؛ د اسلام نه تسخیریدونکې کلا او د جهاد څلی، افغانستان د هغه مشعل په څېر دی چې په طوفاني شپه کې بل پاتې کیږي، نور ملتونه چې په تیارو کې ایسار وي، د همدې مشعل له رڼا څخه په استفادې لار مومي.
دلته د برتانیوي امپراطورۍ ماتې یوازې یوه پوځي بریا نه بلکې دا د تاریخ په کتاب کې یو اورین بڅرکی وه، ددې اور شعلې د امت تر لریو افقونو ورسېدې، په هند کې د ازادۍ فکرونه راویښ شول، په افریقا کې مسلمانو ولسونو د استعمار د زنځیرونو په ماتولو پیل وکړ، شام د دوی له ناولو قدمونو پاک شو او په پایله کې د اسلام له خاورې د هغې اژدها سر پرې شو چې ټول امت یې داړلی و.
افغانستان یوازې یو نوم نه بلکې یو مکتب دی هلته چې خاوره درس ورکوي، غرونه خبرې کوي، او وینه د ازادۍ الفباء لیکي؛ دلته د شوروي اتحاد ماتې له اسلامي امت څخه خپله ورکه بیا ومونده او هغه د جهاد ورکه فریضه وه؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانانو د خپلو افغانانو ورونو نصرت ته راغلل، همدلته یې پوځي زده کړې وکړې، د حق سپاهیان شول، بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول او په جهادونو او دعوت یې پیل وکړ، د قفقاز جهاد د افغانستان د جهاد تسلسل وه، بوسنیا له افغان جهاد په الهام اخیستنې د خپلې بقاء جګړه وکړه، د عراق، شام، اسلامي افریقا، برصغیر، اسلامي مغرب او عربي جزیرې د جهادي حرکتونو مؤسسین د افغان جهاد شاګردان پاتې شوي؛ دې رجالو له همدې خاورې د جهاد بله شمعه خپلو خاورو ته یوړه او پخپلو ملتونو کې یې د جهاد تخم ته اوبه ورکړې او په ثمر یې راوستل.
د نړیوال کفر چې په رأس کې امریکا ده په توسط د پیل کړای شوې نهمې صلیبي جګړې پر وړاندې د حق د لښکر لارویان هم ددې خاورې په لوړو او ژورو کې هستوګن وه او همدوی معاصرو احزابو ته شرمونکې ماتې ورکړه، داسې ماتې چې تاریخ به یې دا عار تل پر تندي ور ټومبلی وي.
د نړیوال کفري اشر له ماتې وروسته اسلام د افغانستان پر جغرافیه واکمن شو، شرعي نظام حاکم او واحدې رهبرۍ مؤمنان د اخوت، ورورګلوۍ او بشپړې خپلواکۍ په غولي راټول کړل؛ د لسیزو راهیسې په جګړو، وژنو، بمبار او د بارودو په لمبو کې پخو شویو مسلمانانو د ارام ساه واخیسته، دې خاورې چې د وینو په بیه یې ازادي واخیسته، نن د امیدونو په رڼا کې خپل راتلونکی جوړوي، ښارونه یې د بیا رغونې له شوره ډک دي، کلیو کې د امن نغمې غږیږي او د خلکو په څېرو کې د باور او اطمینان څرک ځلېږي، دلته عدالت لکه یو سپېڅلی سیند بهېږي، هر څوک خپل حق مومي، د زور او جبر بتان نړیدلي.
خو د تاریخ دا قاعده ده چې رڼا تل د تیارو حسد راپاروي، هغه ځواکونو چې پرون د دې خاورې د تسخیر خوبونه لیدل نن یې د ابادۍ له منظرې وېرېږي، هغوی په ښکاره جګړه کې مات شول، خو په پټه یې دسیسې لا ژوندۍ دي، کله د اختلاف د تخم شیندنې هڅه کوي او کله هڅه کوي چې د دې خاورې ارامي په ناامنۍ بدله کړي؛ لکه د عصر فرعون بوش چې د خلیج هېوادونو په یو کنفرانس کې داسې وویل: موږ به په اسلامي نړۍ کې هیڅ کوم اسلامي او جهادي حرکت ته اجازه ورنکړو چې پر یوه جغرافیه واک ته ورسیږي؛ که چیرې داسې وشي نور ملتونه ترې الهام اخلي او بیا به له مراکش تر اندونیزیا واحده رهبري او واحد توغ رپیږي چې دا زموږ لپاره هیڅ د منلو نده.
نن هم د مار سر امریکا د افغانستان له واحدې رهبرۍ، بې مثاله امنیت، رغنیز انقلاب، د ولسونو له رضایت، اقتصادي پیاوړتیا او نه تسخریدونکو ګړنګونو او مجهزو ځواکونو څخه په وېره کې ده؛ ماتې خوړلی صلیبي قوت نور د مستقیمً مداخلې جرأت په ځان کې نه ویني نو یې خپل لاسپوڅي چې د پاکستان پوځي رژیم یې بولي کرایه او رامخته کړی، پرمټ یې خپلې صلیبي پروژې او عزائم تطبیقول غواړي. د اسلامي شرعي نظام او پوځي طاغوتي رژیم تر منځ جګړه یوازې پوځي ټکر نه بلکې د بقاء ازمون دی، دا جګړه د دوه ملتونو تر منځ نه بلکې د حق او باطل تر منځ ټکر دی، دا زموږ د بقاء جګړه ده؛ د اسلامي نظام د بقاء؛ چې سرښندنې، شهادتونه، تعروض، وینې، غوښې او شیندل شوي هډونه یې تضمینوي.
دا د افغان او پاکستان تر منځ جګړه نه بلکې د اسلام او د دجال د لارویانو تر منځ جګړه ده؛ د پاکستان غیور ولس زموږ ورونه او ددې ستر امت د بدن برخه دي، مګر پرې حاکمه دجالي کړۍ هم د اسلام او هم د پاکستاني غیور ولس دښمنان دي، نو یې مسؤلیت جوړیږي چې پر وړاندې یې راپورته، د ذلت زنځیرونه مات، د اسلام د تحکیم خواږه وڅکي او د خپلو مسلمانو ورونو نصرت وکړي، زموږ جګړه جهاد، او د اسلامي نظام او مسلمانانو د دفاع سپیڅلې معرکه ده؛ قربانیان مو شهیدان او اتلان مو غازیان دي؛
مګر د پوځي رژيم لارويان د صلیبي تحالف برخه دي، د همدوی د اهدافو د تحقق روباټونه دي، نو یې وینې هدر او مردارې دي.
اې د شرعي نظام ساتونکو صادقینو رجالو:
تاسو د اسلامي نظام د دفاع په سپیڅلې معرکه بوخت یاست؛ ثابت قدمه اوسئ، ستاسو وینې سپیڅلې دي، هدف مو سپیڅلی دی،؛ دښمن مو د اسلام تر شعار لاندې د صلیب اهداف پر مخ وړي نو د هیڅ ملامتونکي ملامتیا مو ډبرین هوډ او عزم نکړي متزلزل؛ په څومره درنه بیه مو چې دا سپیڅلی نظام قائم کړی تر هغې په درنه بیه یې ساتل راباندې واجب دي، تل چمتو او عیار اوسئ بریا د حق ده چې تاسو یې لارویان یاست.
اې د دجال لارویانو:
په دې وپوهیږئ چې دا ملت نور هغه پخوانی ملت نه دی، دا هغه خلک دي چې د درد له اوره تېر شوي، د قربانۍ په فلسفه پوه شوي او د خپلواکۍ ارزښت یې د زړونو په تل کې لیکلی دی، که ستاسو دسیسې هر څومره سترې وي او هڅه وکړی چې د حق رڼا مړه کړی مګر دا ملت به لکه د غرونو په شان ټینګ ولاړ وي، ځکه دوی زده کړي چې رڼا د تیارو په مقابل کې نه مري، بلکې لا پسې ځلېږي. او همدا رڼا به یوه ورځ دومره پیاوړې شي چې ستاسو دجالي دسیسې به لکه دوړې د تاریخ په بادونو کې ورکې کړي او دا وطن به لکه څرنګه چې ده همداسې د اسلامي شرعي نظام، امن، پرمختګ او عزت یوه تلپاتې کیسه وګرځي.










































