د بلوڅانو او پاکستان تر منځ روانه شخړه د جنوبي اسیا له هغو لانجو څخه ده چې ریښې یې ژورې، تاریخي او کورنۍ دي، خو پاکستاني رسمي او نیمهرسمي رسنۍ هڅه کوي دا شخړه له خپل واقعي چوکاټ څخه وباسي او د بهرنیو لاسونو، په ځانګړي ډول د افغانستان، په نوم یې تعبیر کړي. دا ډول ادعاوې نه یوازې له واقعیت سره اړخ نه لګوي، بلکې د پاکستان د امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو یوه تکراري هڅه هم ده.
پاکستاني رسنیو په پرلهپسې ډول دا دعوه مطرح کړې چې د بلوڅ وسلوال مقاومت مشرتابه په افغانستان کې مېشت دی او له هغه ځایه د جګړې رهبري کوي. دا ادعا تر اوسه له هېڅ معتبر سند، کره شواهدو او یا خپلواکو سرچینو سره نه ده ملګرې شوې. برعکس، شته معلومات او د جګړې میداني واقعیتونه ښيي چې د بلوڅانو اصلي مشرتابه او تصمیمنیونه په خپله بلوچستان کې ترسره کېږي.
د بلوڅ مقاومت جوړښت د سیمې له جغرافیې، قومي تړاوونو او داخلي ملاتړ څخه تغذیه کېږي، نه له بهرنیو پناهځایونو. د افغانستان نوم اخیستل په اصل کې د سیاسي فشار د وسیلې، د داخلي ناکامیو د پټولو او نړیوال افکارو د مغشوشولو لپاره کارول کېږي، څو پاکستان خپله د مسئلې له مرکزه وباسي.
که د بلوڅانو او پاکستان تر منځ روان تاوتریخوالی په عادلانه او ژوره توګه وڅېړل شي، نو څرګندیږي چې اصلي لاملونه یې په خپله د پاکستان سیاستونه دي، نه کوم بهرنی هېواد. جبري ورکېدنې، بېمحاکمې نیونې، پراخ پوځي عملیات، د ولسي مېشتو سیمو بمبار، او د بلوڅ ولس سیاسي بېواکي هغه بنسټیز عوامل دي چې دا شخړه یې زېږولې ده.
افغانستان نه یوازې دا شخړه نه ده پیل کړې، بلکې نه په کې ښکېل دی او نه یې ملاتړ کوي. د افغانستان حکومت پر یوه روښانه اصل ولاړ دی: د نورو هېوادونو په کورنیو شخړو کې نه مداخله کول. د بلوڅانو مشرتابه له افغان خاورې څخه فعالیت نه کوي، او دا تورونه د واقعیت پر ځای د سیاسي اړتیا له مخې مطرح کېږي.
د بلوڅانو روان مقاومت باید پاکستان دې ته اړ کړي چې دا بهیر د خپلو داخلي سیاستونو، تاریخي تېروتنو او دوامدارو ظلمونو په رڼا کې وارزوي. د افغانستان یا بل هېواد په نوم تورونه لګول نه د ستونزې حل دی او نه د جګړې د پای ته رسولو لاره. دا یوازې له حقیقته تېښته او د وخت ضایع کول دي.
تر هغې چې پاکستان د بلوڅ ولس مشروع غوښتنې، سیاسي حقونه او انساني کرامت ونه مني، دا شخړه به د بهرنیو پلمو په جوړولو پای ته و نه رسېږي. دوامداره سوله هغه مهال شونې ده چې ستونزه د هغې له اصلي ځایه وپېژندل شي، نه دا چې د نورو پر دروازه واچول شي










































