په بلوچستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي د دوام په وړاندې، د پاکستان پوځي رژیم د دې پر ځای چې د کړکېچ کورنیو رېښو ته په رښتیني ډول پاملرنه وکړي، په تکراري توګه هڅه کړې چې د مسؤلیت بار د خپلو ګاونډیانو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند، پر غاړه واچوي. دا تلپاتې او ستړی چلند، د واقعي امنیتي تحلیل پر ځای، د ځان د سپینولو او په دې مهم ایالت کې د څو لسیزو د ناکامې ادارې او مدیریت د پټولو ښکاره هڅه ده. په دې حکومتي روایت کې، د بلوچو خلک د ناراضه وګړو په توګه نه، بلکې د بهرنیو ځواکونو د لاس الې په توګه انځورېږي؛ هغه کړنه چې د بېباورۍ ژور بحران او د مرکز او ایالت ترمنځ پراخ واټن لا څرګندوي.
خو د دې کړکېچ اصلي موضوع او مرکزي ټکی نه په بهرنیو ادعاوو کې، بلکې په ترخو او لمس کېدونکو کورنیو واقعیتونو کې نغښتی دی. د بلوچستان خلک له لسیزو راهیسې له سیستماتیک محرومیت سره مخ دي. اقتصادي تبعیض په زړو او نیمګړو بنسټیزو تأسیساتو، د بیکارۍ په لوړو کچو او د پراختیایي پروژو په برخه کې د پانګونې په نشتوالي کې په ښکاره ډول لیدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې ایالت پراخې طبیعي سرچینې، له ګازه نیولې تر کانونو پورې، د نورو جیبونو ته بهېږي او د سیمې د اصلي خلکو برخه یوازې چاپېریالي ککړتیا او محرومیت پاتې شوی دی.
په سیاسي او ټولنیز ډګر کې هم وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ په مرکزي واک کې د معنا لرونکي ګډون کچه ډېره ټیټه ده، بلوڅي ژبه او کلتور د څنډې تهکېناستو له ګواښ سره مخ دي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه کره راپورونه – له جبري ورکېدنو تر بېځایه پوځي عملیاتو پورې – یو دردناک حقیقت بربنډوي.
کله چې یو حکومت د خپلو وګړو د یوې برخې مشروع او بنسټیزو غوښتنو ته د ځواب ویلو توان ونه لري، یا یې اراده ونه کړي، نو تر ټولو آسانه او لږ لګښت لرونکې لاره ورته دا وي چې د توطئې نظریو ته لمن ووهي او یو ګډ «بهرنی دښمن» رامنځته کړي. د عامه افکارو د انحراف دا تګلاره د دې لامل ګرځي چې د پاکستان ټولنه، پر ځای د دې چې د خپل هېواد په څنډو کې روان ظلم ته متوجه شي، د یوه خیالي دښمن پر لور واوړي. تړلې رسنۍ او رسمي خبرې اترې په دوامداره توګه ټینګار کوي چې ټولې ستونزې له پولې هاخوا رهبري کېږي.
خو دا ساده پوښتنه لا هم بېځوابه پاتې ده: که دا یوازې یو بهرنی تحریک وي، نو ولې یې دومره ژورې ریښې غځولې او د لسیزو لپاره یې دوام کړی؟ آیا دا امکان لري چې هغه خلک چې د خپلې خاورې له واک او شتمنۍ څخه بېبرخې وي، د پردیو په امر جګړه وکړي، که دا چې د خپل ژوند د سختو شرایطو له امله؟
وروستیو بریدونو (شنبه، د دلوې ۱۱مه) د همدې ستر دروغ پرده پورته کړه. د بلوچستان په زړه کې اغېزمن او هدفمند بریدونه او تر ټولو مهم، د بلوچستان د آزادۍ پوځ د مشر ښکاره او فعال حضور په همدې ایالت کې، په یوازې ځان د «په افغانستان یا هند کې د خوندي پناهځای» ټولې کیسې له بنسټه ړنګوي. څنګه کېدای شي دا ومنل شي چې د یوه کورني مقاومت مشري له لرې هېواد څخه کېږي، حال دا چې مشران یې د خپلو وګړو په منځ کې، د بلوچستان په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې مېشت دي او له هماغه ځایه عملیات رهبري کوي؟ دا حضور یوازې یوه ادعا نه، بلکې یو روښانه او نهانکارېدونکی حقیقت دی چې د اسلامآباد رسمي روایتونه نړوي. دا په ډاګه کوي چې اعتراضونه د بهرني ملاتړ له امله نه، بلکې د کورني محرومیت له اوره لمبېږي.
د انکار، ځپنې او پروپاګند د تګلارې دوام نه یوازې کومه ستونزه نه ده حل کړې، بلکې تاریخي درز یې لا ژور او کرکه یې لا پسې زیاته کړې ده. په بلوچستان کې تلپاتې امنیت نه د پوځي اډو په زیاتولو او نه د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره، بلکې د عدالت او پرمختګ له لارې ترلاسه کېدای شي. که د پاکستان رژیم رښتیا هم د هېواد ثبات او امنیت غواړي، باید د نورو د ملامتولو دا بېپایلې کړنلاره پرېږدي.
اوس وخت رارسېدلی چې د ګاونډیو په خاوره کې د خیالي دښمنانو د لټولو پر ځای، د خپل کور دننه د بلوڅو خلکو فریاد واوري. د حل لاره، که څه هم سخته ده، خو روښانه ده: د بلوڅو د خلکو له رښتینو استازو سره د جدي او بېقید و شرطه خبرو پیل، د شتمنیو او سرچینو عادلانه وېش، د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول، د کلتوري او ژبني هویت درناوی او د واقعي سیاسي ګډون تضمین. یوازې له همدې لارې تمه کېدای شي چې په دې خاوره کې د سولې او ثبات نوې دوره پیل شي. د اوسني وضعیت دوام، یوازې د بلوڅو خلکو د کړاو د غځېدو او د ټول پاکستان د امنیت لپاره د تلپاتې ګواښ معنا لري.










































