د بلوچستان په ایالت کې روان تاوتریخوالی د پاکستان د کورنیو سیاسي ناکامیو، له بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو او د پوځمحوره تګلارو مستقیمه پایله ده، نه د بهرنیو لاسوهنو محصول. نړیوال بشري حقونو راپورونه او خپلواکې څېړنې څرګندوي چې جبري ورکېدنې، پراخ پوځي عملیات، بېمحکمې وژنې، سیاسي بېواکۍ او اقتصادي محرومیت هغه عوامل دي چې د کلونو راهیسې یې بلوچستان د دوامدار بحران پر لور ټېل وهلی دی. دې وضعیت د دولت او ولس ترمنځ واټن ژور کړی او د شخړې بنسټیز لامل ګرځېدلی دی.
د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو لهخوا د بلوڅ فعالانو، محصلینو، ژورنالیستانو او مدني څېرو جبري نادرکۍ د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. زرګونه کورنۍ لا هم د خپلو ورکو عزیزانو د برخلیک په تمه دي. دا کړنې نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا پیغام هم رسوي چې دولت د سیاسي ستونزو د حل پر ځای، زور د اصلي وسیلې په توګه کاروي. د همدې فشارونو په پایله کې د بلوڅ ولس نارضایتي په مقاومت بدله شوې ده.
له بلې خوا، د شواهدو او موجودو معلوماتو له مخې، د بلوڅانو مشرتابه او د پرېکړو اصلي مرکزونه په خپله د بلوچستان دننه حضور لري. د جګړې تنظیم، د عملیاتو څارنه او ستراتیژیک تصمیمونه له هماغه جغرافیې اخېستل کېږي چې ستونزه پکې زېږېدلې ده. تر اوسه هېڅ معتبر نړیوال راپور، استخباراتي سند یا خپلواک تحلیل دا ادعا نه ده تایید کړې چې د بلوڅ وسلوالو مشرتابه دې له افغانستان یا بل کوم بهرني هېواد څخه فعالیت وکړي. د دې واقعیت له پامه غورځول تحلیلي کمزوري او قصدي تحریف دي.
سره له دې، پاکستاني رسنۍ او پوځي رژیم په تکراري ډول هڅه کوي چې د بحران پړه پر بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، واچوي. دا ډول ادعاوې تر ډېره د سیاسي فشار د کمولو، د نړیوالو د ذهنيت د بدلولو، د بهرنیو مرستو د جلبولو او د کورنیو ناکامیو د پټولو لپاره کارول کېږي. د افغانستان نوم اخیستل دلته د ستونزې د حل وسیله نه، بلکې له واقعیت څخه د تېښتې یوه اسانه لاره ده.
د افغانستان اسلامي امارت، د خپلې رسمي پالیسۍ او بنسټیزو اصولو له مخې، تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نهمداخلې پر اصل ټینګ ولاړ پاتې شوی دی. دا دریځ یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې هم ثابت شوی دی. اسلامي امارت په ځلونو اعلان کړی او په عملي سیاست کې یې ښودلې چې نه د ګاونډیو هېوادونو د بېثباتۍ ملاتړ کوي او نه هم اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي. د دې اصل رعایت د سیمې د ثبات لپاره یو مهم فکټور بلل کېږي.
په حقیقت کې، که پاکستاني پوځي رژیم غواړي له دې ژور بحران څخه ووځي، نو د بېاساسه تورونو پر ځای باید د خپل داخلي کړکېچ د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.
پر ګاونډیو د پړې اچول نه جګړه ختموي او نه هم د بلوچستان د خلکو زخمونه رغوي. برعکس، غوره دا ده چې پاکستان سیاسي حل لاره غوره کړي، د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي، د بلوچستان خلکو ته مشروع سیاسي مشارکت ورکړي او که اړتیا وي د نړیوالې ټولنې او منځګړو بنسټونو مرسته وغواړي، څو دا ستونزې په منطقي، عادلانه او دوامدار ډول حل شي.
په پایله کې ویلای شو چې د بلوڅانو او پاکستان تر منځ روان تاوتریخوالی د پاکستاني پوځي رژیم د خپل سیاست طبیعي پایله ده. دوی چې څه کرلي، نن هماغه رېبي. تر هغو چې د ستونزې ریښو ته مراجعه ونه شي او پر ځای یې پر پردیو تورونه وتپل شي، دا بحران به دوام ولري.
حقیقت روښانه دی: د بلوچستان کړکېچ په پاکستان کې زېږېدلی او د حل لاره یې هم همدلته ده، نه په کابل کې.










































