په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو یو ځل بیا هغه زړې او تکراري ادعاوې راژوندۍ کړې دي چې ګواکې د بلوڅ وسلوالو مشرتابه په افغانستان کې مېشت دی او له هغه ځایه د بلوچستان جګړه رهبري کېږي. دا ډول تعبیرونه، تر ډېره، د معلوماتو پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي اړتیاوو او تبلیغاتي محاسبې له مخې مطرح کېږي. د پاکستان رسنیز روایت هڅه کوي یو کورنی امنیتي او سیاسي بحران د بهرنۍ لاسوهنې په بڼه تعریف کړي، تر څو د مسئلې اصلي رېښې پټې پاتې شي.
که د موضوع واقعي وضعیت وڅېړل شي، موجود شواهد او د سیمې د څارونکو معلومات ښيي چې د بلوڅانو اصلي مشرتابه او د پرېکړې مرکزونه په خپله د بلوچستان په دننه کې حضور لري. د جګړې د بهیر تنظیم، د عملیاتو څارنه او ستراتیژیک تصمیمونه له هغه چاپېریاله اخیستل کېږي چې ستونزه پکې زېږېدلې ده.
دا یو طبیعي اصل دی چې هر ولسي مقاومت، که منظم وي او که خپور، خپله جغرافیه، ټولنیزه شبکه او محلي ملاتړ لري. د دې واقعیت له پامه غورځول، تحلیلي کمزوري او قصدي تحریف ته ورته دي. د افغانستان نوم اخیستل په دې روایت کې تر ډېره د یوې سیاسي وسیلې بڼه لري. پاکستانی پوځي رژیم تل هڅه کوي چې د خپلو امنیتي ناکامیو، د بلوچستان د نارضایتۍ او د پوځ د سختو تګلارو پړه پر بهر واچوي، ترڅو هم د هېواد د مېشتو وګړو ذهنيت تحريف او هم نړیوالو ته دا پیغام ورکړي چې ياده ستونزه د دوی له کنټروله وتلې او بهرني لاسونه پکې ښکېل دي. دا ډول ادعاوې د نړیوالو د دوکه کولو، د سیاسي فشار کمولو او د بهرنیو مرستو د جلبولو لپاره کارول کېږي، نه د حقیقت د بیان لپاره.
له بلې خوا، که رښتیا هم د بلوڅانو رهبري له افغانستانه فعالیت درلودای، نو دا به د نړیوالو استخباراتي، امنیتي او څارونکو بنسټونو له نظره نه پټېدله. تر اوسه داسې کوم معتبر نړیوال راپور، سند یا شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا ادعا تایید کړي. برعکس، ډېری څېړنې دا ښيي چې د بلوچستان شخړه د پاکستان د داخلي سیاست، د پوځ د واکمنۍ او د ولسي غوښتنو د ځپلو مستقیمه پایله ده.
په اصل کې، د افغانستان نوم اخیستل د مسئلې حل نه، بلکې د مسئلې د حل ځخه قصدي تېښته ده. تر هغو چې پاکستان د بلوچستان د خلکو مشروع غوښتنې، سیاسي محرومیت، اقتصادي نابرابري او د بشري حقونو سرغړونې جدي ونه ارزوي، دا ډول تبلیغاتي تورونه به نه جګړه ودروي او نه به حقیقت بدل کړي. د بحران دوام ښيي چې ستونزه په کوټه او اسلامآباد کې ده، نه په کابل کې.
په پایله کې ویلای شو چې د بلوڅ وسلوال مقاومت د بهرني هدایت محصول نه، بلکې د پاکستان پوځي رژیم د اوږدمهاله داخلي فشار، بېعدالتۍ او زور زیاتي غبرګون دی. د جګړې رهبري هغه ځای کې ده چې زخمونه پکې دي او تر هغو چې د زخم درملنه ونه شي، په پردیو تور لګول به یوازې د واقعیت له منلو تېښته وي.










































