د ګوډ تېمور بريا:
د ګوډ تیمور په بريا د غرب نصراني حکومتونه ډېر خوښ شول او اسلام دښمنه واکمنان د بایزید یلدرم په مړینه ډېر خوشحال شول، د فرانسې، قشتاليې او د قسطنطنیې پاچاهانو ګوډ تیمور ته مبارکي ولیږلې، اروپا په دې يقيني شوه چې هغه ګواښ او خطره چې له اوږدې مودې راهیسې ور څخه دوی په وېره او ډار کې وه، د تل لپاره له مینځه لاړه.
بايزيد ته له ماتي ورکولو وروسته ګوډ تیمور از نیق، بورصه او د نورو ښارونو کلاوې ونيولې، او بيا مخ په وړاندې ولاړ؛ د ازمیر دروازه یې هم وټکوله او هغه یې د روډس له اس سپرو خوندي کړ، د مقدسې یوحنا پر اس سپرو برید کول په اصل کې د تیمور چل و، اسلامي نړۍ په هغه لعنت وايه ځکه چې هغه د بايزيد په هغه پوځونو چۍ د اروپا په لور مخ په وړاندې تلل برید وکړ او اسلام ته یې سخت گوزار ور کړ.
تیمور دا هڅه کوله چې ځان پاک وښيي او دا يوه توطیه ثابته کړي، خلکو ته یې دا ډاډ ورکاوه چې د اروپا په لور د مسلمانانو قدمونه هیڅوک هم نه شي و درولای او د تیمور موخه هم د اروپا نيول دي، د مقدسې يوحنا له اس سپرو سره په جګړه کې يې په اناتوليا بريدونو ته د جهاد نوم ورکول غوښتل.
په همدی ډول تیمور د کوچنی اسیا امیران د خپل پخواني املاک په لور ور وګرځول او په همدې ډول هغه امارتونه چې بایزید خپلې امپراتورۍ ته ننویستي و، بیا خپلسري شول، تيمور بيا سياسي پلمه جوړه کړه او د بایزید زامن یې د تاج و تخت لپاره په خپلو کې په بې اتفاقۍ اخته کړل.
کورنۍ جګړې
عثماني دولت دا ځل له کورنیو ستونزو سره مخ شو، د بایزید زامن په خپل مینځ کې د تاج و تخت په سر په خپل مینځي جګړو اخته شول او ددې کورنۍ خپل مینځي جګړې تر لسو کلونو له (٨٠٦ نه تر ٨١٦هـ) /۱۴۰۳ – ۱۲۱۳م) پورې روانې وې، د بایزید پینځه زامن وه هغه هم په کورنی جچوه اخته و، په دوی کې د یوه نوم مصطفی و، په اړه يې داسې ګومان کېږي چې په جګړه کې مړ شوی، دویم زوی یې سلیمان و چې له پلار سره د تیمور پوځونو بندي کړ او نور په تېښته بریالي شول.
په دوی کې یې مشر سلیمان و، سلیمان ایدریانوپل ته ورسید او ځان یې د هغه ځای پاچا اعلان کړ، (عیسی) روسیې ته ولاړ او ځان یې د خپل پلار ځایناستی اعلان کړ، د محمد په نوم زوی یې چې تر ټولو کشر و د کوچنۍ اسيا په شمال ختيځ کې يې ځان له خپل پوځ سره یو ځای کړ.
د درېیو واړو تر مینځ د اختلافاتو جگړې پیل شوې، دښمنانو یې له څلورو اړخونو ننداره کوله، ګوډ تیمور موسی هم خوشي کړ، تر څو د فتنې او فساد اور ګرم کړي، دوی یې یو له بل سره جګړې ته وهڅول او خپلمنځي جګړه یې لا توده کړل، کله چې وچ او لامده سره و سوځېدل او ايرې شول نو تیمور خپلې لښکرې مخته يوړې او تر شا يې ټول ښارونه په داسې حال کې پرېښودل چې ټولو د داسې د کنډوالو او ویجاړی انځور وړاندې کاوه، ته به وایې لکه له پیړیو راهیسې ناقانوني او بدحالي ددې ښارونو په تقدير کې و.
د عثماني دولت په تاريخ کې دا د ارامښت مرحله وه، دا د خدای قانون دی، يو قوم ته تر هغې غلبه نه ورکوي چې هغه و نه ازمايي ځکه کله چې سره زر وسوځېږي او جوړ شي نو قيمتي شي، الله تعالى تل په انسانانو ازمېښت کوي چې پاک او ناپاک معلوم شي، د اسلامي امت په اړه همدا قانون دی او په دې کې د فکر هیڅ ځای نشته نو د الله تعالی رضا وه چې په مؤمنانو ازمويښت وکړي، له دوی سخت امتحان واخلي تر څو د دوی په ایمان کې کلک شي او له هغې وروسته ورته په ځمکې واک او قدرت ورکوي.
له واک او قدرت مخکې مسلمانان له ازمویښته تیر شول، موخه یې دا وه چې په دوی کې کومه نيمگړتيا پاتې نه شي، دا يو اړین امر دی چې له دې وروسته د دوی بنیادونه کلک او تینگ پاتې شي، الله تعالى فرمايي:
أحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا أَمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَذِبِينَ ] (العنكبوت / ٢ – (٣)
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ
ژباره: آیا خلکو دا ګڼلې ده چې هغوی به یوازې به همدومره ویلو پرېښودل شي، چې موږ ايمان راوړ او هغوی به و نه ازمویل شي؟ په داسې حال کې چې مونږ هغه ټول خلک ازمویلي دي چې له دوی نه مخکې تیر شوي دي، الله خو به هرو مرو دا معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني څوک دي او درواغجن څوک دي.
په ایت کې د فتنې لفظ مانا په سختو تکلیفونو امتحان لكه له وطنه تبعيد، له دښمنانو سره جگړه، د سختو شرعي احکامو پابندي د نفسي غوښتنو پرېښودل فقر غريبي قحط په ځان او مال ډول – ډول تکليفونه د کافرانو له لوري تکليفونه او د هغوی د مکر او قريب مقابله ده.