غلام مېرزا احمد قادیاني، چې د نبوت دعوه يې وکړه، د ختم نبوت د اجتماعي عقیدې څخه یې انکار وکړ، خپل ځان او لارویان يې د اسلامي امت برخه وګڼله او د اسلامي امت د سټېج او منهج څخه يې خپل کفري عقائد نشرول او ټول شعاير يې د اسلام استعمالول؛ په وړاندې یې د جمهوري لارې احتجاجي پاڅون ترسره شو، د ختم نبوت په نوم مسلمانانو تحریک وچلاوه، چې بالاخره پارلمان لږ تر لږه داسې فیصله وکړه چې قادیانیان یوه غیر مسلمانه ډله ده، حق نه لري چې ځان ته مسلمانان ووايي، حق نه لري چې خپل عبادتځای ته مسجد ووايي او حق نه لري چې د اسلام په نوم یو څوک را دعوت کړي.
په داسې حال کې چې شرعي فیصله دا هم نه وه، ځکه دا خو مرتدین و، نو که چیرې حاکم نظام اسلامي وای او جمهوري نه وای، نو بیا د اسلامي نظام شرعي مکلفیت دا و چې دوی يې توبه تائب کړي و او که توبه تائب شوي نه وای نو بیا يې سزا قتل وه.
خو په هر حال دا هم تر یوه حده کامیابي وه، قادیانیان اوس د اسلام په نوم ښکاره تبلیغات نه شي کولای، نه د اسلام په نوم خپلې مدرسې چلولای شي، نه د اسلام او مسجد په نوم خپل عبادتځای جوړولای شي او نه هم د اسلام، شریعت، قرآن او سنت په نوم خپلې جلسې او اجتماعات کولای شي.
د دې بر عکس، روافض د اسلام په نوم دا هر څه کولای شي، یا لکه د ترکیې د اېخواني جمهوري حکومت او د هغه د رئيس رجب طیب اردغان د مسلسلو کوښښونو په وجه په سیکولرې ترکیه کې یو لړ اصلاحات رامنځته شول، چې یو له هغو اصلاحاتو څخه څو کاله وړاندې، د سلطان محمد فاتح رحمه الله د دور تاریخي جامع جومات (آیا صوفیا) چې د معاصرې سیکولرې ترکيې بې دینه مشر، مصطفی کمال اتا ترک، په موزیم بدل کړی و، بیا ځلې په مسجد سره بدل شو.
نو د دغه سهولیاتو په خاطر باندې که څوک د بل یو غیر اسلامي نظام لکه د شاهي نظام یا د پوځي نظامونو یا هم د کفري مذهبي نظامونو لکه د هندويزم، بودايېزم او داسې نورو، یا د کمونيسټي نظامونو په مقابله کې جمهوریت خوښونکی وي، او د دغه غیر شرعي نظام سره یو ډول د وفادارۍ اعلان کوي، همدردي او خواخوږي ورسره ښکاره کوي، مطالبه او غوښتنه يې کوي، نو دا کفر نه دی، البته که دا هرڅه د اسلامي نظام په مقابله کې وي، نو بیا صريح او ښکاره کفر دی.
د دې بل مثال نجاشي دی، چې لا يې اسلام نه دی راوړی، نظام يې هم د کفر دی، خو نبي علیه السلام يې صفت وکړ او صحابه کرامو رضي الله عنهم ته يې هلته د هجرت اجازه وکړه، ځکه د هغه په نظام کې انصاف و، ظلم نه و، لکه د الأیام النضرة في السیرة العطرة په پنځم جلد، ۶مه صفحه کې أبو هاشم صالح بن عوّاد بن صالح المغامسي ليكي:
ثم جاء الإذن بالهجرة إلى الحبشة، ولم يكن هذا من السماء، وإنما كان اجتهاداً منه ﷺ، وأخبر أن ذلك الملك الذي يوجد في الحبشة، وهو النجاشي ملك لا يظلم الناس عنده، رغم أن النجاشي لم يكن مسلماً، ولا يؤمن بالله ولا باليوم الآخرة، ولا يعرف عنده دين الإسلام، لكن المؤمنين مستأمنون عنده. فأذن النبي ﷺ لأصحابه بالهجرة إلى الحبشة، وهذا هو التعريف الحقيقي لما يسمى باللجوء السياسي اليوم.
دغه شان د “في سبیل العقیدة الإسلامیة” په لومړي جلد، ۸۶مه صفحه کې عبد اللطيف بن على بن أحمد بن محمد السلطاني القنطري الجزائري (المتوفى: 1404هـ) فرمايي:
وعندما اشتد أذى مشركي قريش على المسلمين شرعوا في الهجرة إلى خارج نفوذ المشركين، فبعض المسلمين هاجروا إلى الحبشة المسيحية، إذ وجدوا في حاكمها (النجاشي) حسن الاستقبال والجوار والرعاية والأمان وسعة الصدر، وهذا لم يجدوه بين أهلهم وفي بلدهم مكة، إذ لم يضق صدره من المسلمين، وهم في بلده وإن كانوا مخالفين له في عقيدته ودينه ذلك؛ لأنه مسيحي صميم غير متعصب، ولم يكن في قلبه أي حقد على الإسلام وعقيدته، وقد أثنى الله في القرآن عليهم – الحبشة – كما جاء في قوله تعالى: ﴿لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِيْنَ اٰمَنُوا الْيَهُوْدَ وَالَّذِيْنَ اَشْرَكُوْا ج وَلَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِيْنَ اٰمَنُوا الَّذِيْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰىؕ ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيْسِيْنَ وَرُهْبَانًا وَّاَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُوْنَ ٨٢﴾ (سورة المائدة: 82)
په سیرت د ابن هشام، لومړي جلد، ۲۹۱مه صفحه کې د أمِّ سلمة رضي الله عنها په روایت سره، داسې لیکل شوي، چې کله مونږ په حبشه کې مهاجر و، نو مونږ به د نجاشي په فتحه او غلبه باندې خوشحاله کېدلو، ځکه هغه زمونږ سره ډېر ښه و، یوځل ورسره د بل یو حبشي سړي په حکومت او اقتدار باندې جنګ شو، أمِّ سلمة رضي الله عنها قسم کوي چې مونږ باندې د دغه نه بل کوم غټ غم هلته نه و راغلی، ځکه زمونږ سره غم و چې هسې نه که بل څوک په اقتدار کې راشي، نو هغه به زمونږ حق نه پېژني، نو مونږ د نجاشي د فتحې لپاره دعاګانې غوښتلې، د جنګ میدان د نیل څخه پورې غاړې و، نو مونږ خپلو کې وویل، چې څوک به د جنګ ډګر ته لاړ شي چې مونږ ته صحیح خبر راوړي؟
حضرت زبیر بن العوام رضي الله عنه کمعمره و، هغه وویل زه به لاړ شم، نو د هغه لپاره يې (ټوپ) وپړساوو او دی پرې پورې وتلو، د جنګ میدان ته حاضر او څه وخت وروسته راښکاره شو، منډې يې را وهلې او خپل کالي يې پړقوله او مونږ ته يې ويل چې زېری واخلئ، نجاشي جنګ وګټلو او دښمن يې هلاک شو، أمِّ سلمة رضي الله عنها قسم کوي، چې په الله قسم! مونږ کله هم دومره نه و خوشحاله شوي.
اوس که وګورو نو، د نجاشي نظام د کفر و، هغه اسلامي نظام نه شو نافذ کولای، خو مهاجرینو د دغه حکومت خوښولو، ځکه چې دوی ته يې پناه ورکړې وه او ښه پوره خیال يې ورته ساتلو، نو د بل کفري حکمران په مقابله کې یې نجاشي ته دعاګانې کولې، حال دا چې د نجاشي نظام هم کفري و، لكه أمِّ سلمة رضي الله عنها فرمايي:
المهاجرون يفرحون بانتصار النجاشي، قالت: فوالله! إنا لعلى ذلك إذا نَزَلَ بِهِ رَجُلٌ مِنَ الْحَبَشَةِ يُنَازِعُهُ فِي مُلْكِهِ. قَالَتْ: فَوَاللهِ! مَا علمتُنا حَزِنَّا حُزْنًا قَطُّ كَانَ أشدَّ عَلَيْنَا مِنْ حُزْنٍ حَزِنَّاهُ عِنْدَ ذَلِكَ؛ تَخَوُّفًا أَنْ يَظْهَرَ ذَلِكَ الرَّجُلُ عَلَى النَّجَاشِيِّ، فَيَأْتِي رَجُلٌ لَا يَعْرِفُ مِنْ حقِّنا مَا كَانَ النجاشيُّ يَعْرِفُ مِنْهُ. قَالَتْ: وَسَارَ إلَيْهِ النَّجَاشِيُّ، وَبَيْنَهُمَا عَرضُ النِّيلِ، قَالَتْ: فَقَالَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ: مَنْ رَجُلٌ يَخْرَجُ حَتَّى يحضرَ وقيعةَ الْقَوْمِ ثُمَّ يَأْتِينَا بِالْخَبَرِ؟ قَالَتْ: فَقَالَ الزُّبَيْرُ بْنُ الْعَوَّامِ: أَنَا. قَالُوا: فَأَنْتَ. وَكَانَ مِنْ أَحْدَثِ الْقَوْمِ سِنًّا. قَالَتْ: فَنَفَخُوا لَهُ قِرْبَةً، فَجَعَلَهَا فِي صَدْرِهِ، ثُمَّ سَبَحَ عَلَيْهَا حَتَّى خَرَجَ إلَى نَاحِيَةِ النِّيلِ الَّتِي بِهَا ملتقَى الْقَوْمِ، ثُمَّ انْطَلَقَ حَتَّى حَضَرَهُمْ. قَالَتْ: فَدَعَوْنَا اللهَ تَعَالَى لِلنَّجَاشِيِّ بِالظُّهُورِ عَلَى عدوِّه والتمكين له في لَادِهِ. قَالَتْ: فَوَاللهِ إنَّا لعلَى ذَلِكَ مُتَوَقِّعُونَ لِمَا هُوَ كَائِنٌ، إذْ طَلَعَ الزبيرُ وَهُوَ يسعَى، فَلَمَعَ بِثَوْبِهِ وَهُوَ يَقُولُ: أَلَا أَبْشِرُوا، فَقَدْ ظَفِرَ النجاشيُّ، وَأَهْلَكَ اللهُ عدوَّه، ومكَّن لَهُ فِي بِلَادِهِ. قَالَتْ: فَوَاللهِ مَا عَلِمْتُنَا فَرِحنا فَرْحَةً قَطُّ مثلَها.
راځو بېرته اصلي موضوع ته؛ اصل موضوع مونږ دا روانه کړې وه چې د کافرانو سره د مسلمانانو په مقابله کې تعاون کول مطلقًا مکفِّره (کافرونکی) عمل دی، او که نه تفصیل پکې شته!؟
نو د دې لیکنې په تېرو برخو کې مونږ دا خبره ښه په وضاحت سره بیان کړه، چې د اهل السنة والجماعة د سلفو، أئمه اربعوو، متقدمینو او أغلب اکثریت د متأّخرینو موقف دا دی، چې که دغه مجرمانه عمل د اعتقادي فساد او خبث په وجه وي، نو دا ارتداد دی؛ او که د کوم شخصي یا دنیاوي منفعت په وجه وي، نو کبیره ګناه ده، خو کفر نه دی او په دې باندې مونږ د سلفو او د بعضي متقدمینو او د جلیل القدر، لوړ رتبه مفسرینو واضح او بې غباره نصوص او عبارات راوړل.