د اسلامي نړۍ ټول علماء کرام او څېړونکي په دې نظر دي چې د داعش مشران او افراد د خپلو اعمالو او نظریاتو په اړه دروغجن دي، دوی د اسلام د مقدس دین له اصولو او ارزښتونو څخه په غلط ډول استفاده کوي او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې خلکو ته غلط تعریفوي.
د دیني علماؤ په وینا؛ د داعش کړنې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي، ځکه اسلام د سولې، رحم او عدالت دین دی، خو داعش تاوتریخوالی او افراطیت خپروي.
دلته موږ هغه دلیلونه په ګوته کوو چې د اسلامي نړۍ علماء کرام یې د داعش د مشرانو په اړه دروغجن ګڼي:
۱:- د دین غلط تعبیر؛
د داعش مشران او افراد اسلامي نصوص او نبوي احادیث د خپلې خوښې سره سم تشریح کوي او خلکو ته یې په غلطه بڼه وړاندې کوي، تر څو دوی د خپلو اهدافو لپاره وغولوي.
۲:- د مسلمانانو وژنه؛
اسلام د مسلمانانو او بې ګناه خلکو وژنه په کلکه منعه کړې ده، خو داعش دا کار په پرلپسې ډول کوي او خلکو ته په درواغو ثابتوي چې ګواکي دا خلک مستشرقین او یا هم د کفارو ملاتړي دي، چې دا د اسلامي اصولو سره هېڅ تړاو نه لري.
۳:- افراطیت او سخت دریځي؛
اسلام معتدل دین دی، خو داعش د افراطیت او سخت دریځۍ لار نیولې او خلکو ته په درواغو ښایي چې دا د اسلام د دین غوښتنه او تقاضاء ده، لیکن دا کار له اسلام څخه په ښکاره سرغړونه ده.
۴:- د خلافت ادعا؛
داعش وايي چې دوی اسلامي خلافت جوړ کړی او خلک باید د دوی اطاعت وکړي، خو د خلافت شرایط او اصول په اسلام کې په ځانګړي ډول راغلي دي او د اسلامي خلافت په رامنځته کولو کې د علماوو او امت توافق ته اړتیا ده؛ لیکن داعش دا شرطونه نه دي پوره کړي او د قدرت ترلاسه کولو لپاره خلک د خلافت په نامه په درواغو تېر باسي.
۵:- د جهاد ناسم تعبیر؛
داعش د جهاد مفهوم په غلطه توګه کاروي، په اسلام کې جهاد ځانګړي احکام او شرایط لري، د بې ګناه خلکو، ښځو، ماشومانو او غیرمحاربو وګړو ته زیان رسول له جهاد سره هېڅ تړاو نه لري؛ لیکن داعش جهاد ته افراطي او تاوتریخجن شکل ورکوي، چې دا کار د اسلام له حقیقي معناوو سره په ټکر کې دی.
۶:- د بې ګناه خلکو وژنه؛
داعش بې ګناه خلک، حتی مسلمانان وژني او پر دوی ظلم کوي، په اسلام کې د بې ګناه خلکو وژل منع دي او په قرآن کریم کې راغلي چې د یوه بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت د وژنې په شان ده؛ لیکن داعش دا اصول تر پښو لاندې کوي او د مسلمان وژنه په دروغو د اسلام په نامه توجیه کوي.
۷:- د شهادت مفهوم تحریفول؛
داعش وايي چې هر څوک د دوی په جګړه کې ځانمرګی برید وکړي، هغه شهید دی او جنت ته به ځي؛ خو په حقیقت کې په اسلام کې شهید هغه چاته ویل کیږي چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، داعش په درواغو هغه کسان شهیدان ګڼي کوم چې د مسلمانانو له خوا په ناروا عمل وژل شوي دي.
۸:- خپل افراطیت ته د الهي ملاتړ نسبت ورکول؛
داعش په درواغو ادعا کوي، چې د دوی جګړه او کړنې د الله له خوا ملاتړ کېږي او هغه څوک چې د دوی پر وړاندې جګړه کوي، د الله دښمنان دي؛ دا ادعا په حقیقت کې د خلکو د غولولو یوه وسیله ده، ځکه اسلام د هر مسلمان لپاره د خپل دین د سمو اصولو پیروي غواړي، نه د افراطیت.
دا ټول هغه څه دي چې د داعش دروغ اثباتوي او دوی د افراطیت او تاوتریخوالي د توجیه لپاره د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.