دا هغه پوښتنه ده، چې د جواب لپاره یې په أمت کې 73 ډلې له خپل انده تیارې دي او فکر کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاست دوی تعقیبوي، که مرجئه، جهیمیه، قدریه، خوارج، معترزله، روافض، اهل السنة او نورې ډلې وپوښتې؛ ټولې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سیاست اصلي پرمخ وړونکي ځانونه معرفي کوي.
خو حقیقت دادی، چې لومړی به د رسول الله صلی الله عليه وسلم سیاست زده کوو، وروسته به له هغه معیار سره ددې زمانې خلک او يا ډلې ټپلې تَلُو، که هر څوک په طول پوره وخوت؛ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیاست اصلي وارث دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاست خو دا و، چې کومو کفارو يا منافقینو به دده مبارک د ملګرتیا دعوه کوله؛ نه یې وژل، که څه هم ده ته الله جل جلاله له ( ا ) تر (ی) ټول په نوم نوم ښودلي و؛ چې دا منافقین دي، خو دا چې پر دوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحبت نوم پروت و؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم یې له مرګ څخه ځان ساته.
خو زمونږ د زمانې خوارجو (داعشیانو) داسې خلګ ووژل، چې په محراب او منبر کې یې په قال الله او قال الرسول ژبه ستړې کوله، چونکې نفاق د زړه عمل دی او د زړونو مالک الله دی، نو دوی یې په زړونو هم خبر نه و او کومه چې د شریعت د ظاهر خبره ده؛ د هغوی ظاهر د مسلمان مجاهد او له ټولو کفري اقوالو او افعالو بري وو.
رسول الله هیڅ کله په یو وخت کې؛ په دوه جبهو کې جنګ (جهاد) نه دی کړی، کله چې یې هجرت وکړ؛ له اهل کتابو سره یې صلحه وکړه، له مشرکینو سره یې جنګ شروع کړ او کله چې یې له مشرکینو سره صلحه وکړه؛ اهل کتاب یې پسې واخیستل.
خو د زمانې خوارجو (داعش) د خپل افراطي او خارجي فکر په اساس؛ د ټولو کفارو توجو د اهل السنة والجماعة د اصلې مجاهدینو په لور کړه، که څه هم د پردې تر شا بل څه روان و؛ خو خوارجو دنیا ته مسلمانان او خصوصاً مجاهدین بې سیاسته او بې تمدنه معرفي کړل.
خو د رسول الله صلى الله علیه وسلم قول مطابق؛ په هره زمانه کې یوه داسې ډله وي، چې د ملامت کوونکي له ملامتۍ نه ویریږي او اصلي دین و سیاست پلی کوي، چې نن سبا یې تر ټولو ښکاره مثال د ا.ا اوسنۍ پالیسي ده.