خوارج (داعش) د تاريخ په اوږدوکې/
دوولسمه برخه
بهاند
وروسته له هغه چې د خوراجو لخوا په پراخه کچه فساد پیل شوو، علي رضی الله د دې فساد د له منځ وړلو لپاره له نورو ښارونو هم خپل لښکر راوبلل، او د خوارجو په لور یې رهبري کړ.
هلته له رسېدا سره سم علي رضی الله عنه خوراجو ته لومړی احوال ولېږل، چې هغه کسان موږ ته وسپارﺉ، کومو چې مسلمانان په شهادت رسولي، او فساد یې تر سره کړی، خو د خوراجو ځواب علي رضی الله عنه ته ټکان ورکوونکی وو.
هغه داسې چې خوارجو وویل: ستاسو وینه موږ ته حلاله ده، او ستاسو په قتل کې موږ ټول برخوال یو.
په دوهم پړاو کې خپله علي رضی الله عنه او ورسره قيس بن سعد او ابو ایوب انصاري (رضی الله عنهما) مخامخ دوی ته نصیحت او بلنه ورکړه، تر څوله دې سرکشي تېر شي.
لیکن د خوارجو مشرانو په خپل لښکر کې دا چيغې وهلې چې د دوی خبرو ته غوږ مه نیسئ، صفونه منظم کړﺉ، خپل ارواح د ربﷻ لقاء ته وړاندي کړﺉ، او جنتونو ته ځانونه ورسوﺉ.
کله چې د علي رضی الله عنه د دعوت دې هڅې هم کومه نتېجه ورنکړه نو یې د خپل لښکر په تنظیم پیل وکړ.
ابو قتادة، حجر بن عدي، شبیث بن ربعی، معقل بن قیس او ابو ایوب انصاري (رضوان الله علیهم) یې د لښکر قوماندانان وټاکل. امر یې ورته وکړ، چې لومړی برید پېل نه کړﺉ.
ورسره یې دا اعلان هم وکړ،
چې د بیرغ په طرف چې کوم خارجي راغی په امن دی، کوم څوک چې د مداين او کوفې په لور ولاړل، هم په امن دي.
په دې اعلان سره ډیری کسان د خوارجو له صف څخه بېل، او له جنګ څخه لاس په سر شول.
د پاته کسانو لخوا بريد پیل شو، چې د علي رضی الله د لښکر په ځوابي برید کې ډېر ژر د خوارجو دې ډلې ته د پای ټکی کېښودل شو، او په جنګ کې برخوال کسان ټول په خپله سزا ورسېدل.
قبحهم الله تعالی