مولوي احمد جان
د دغې لیکنې په تېره برخه کې د ذکر شوي چې د حکیم او مدبر سیاست په نتیجه کې د مسلمانانو قوت ورځ تر بلې قوي کيده، تردې چې د قریشو غوندې متکبره او سرکشه قوت خبرو اترو او مذاکراتو ته کېناست چې په نتیجه کې يې د حديبيې معاهده او تړون وشو، د حديبيې په معاهده او تړون کې هم علیا مصالح په نظر کې ونيول شول او ظاهراً ځيني هغه خبرې هم پکې ومنل شوې چې په ظاهره توګه پکې مسلمانانو ته څه مشکل او ذلت ښکارېده، لکه دا خبره د مشرکانو ومنل شوه چې که چېرته ستاسو څخه څوک مرتد شو او موږ ته راغی، موږ به نه یو مکلف چې ستاسو په غوښتنه يې تاسې ته واپس درکړو، البته که زموږ څخه څوک مسلمان شو او تاسو ته درغی او موږ يې د واپسۍ غوښتنه کوله، نو تاسو به مکلف یاست چې موږ ته يې راکړئ.
حافظ ابن قیم رحمه الله د صلح حديبيې د فوايدو باره کې فرمايي: وَمِنْهَا: أَنَّ مُصَالَحَةَ الْمُشْرِكِينَ بِبَعْضِ مَا فِيهِ ضَيْمٌ عَلَى الْمُسْلِمِينَ جَائِزَةٌ لِلْمَصْلَحَةِ الرَّاجِحَةِ، وَدَفْعِ مَا هُوَ شَرٌّ مِنْهُ، فَفِيهِ دَفْعُ أَعْلَى الْمَفْسَدَتَيْنِ بِاحْتِمَالِ أَدْنَاهُمَا.
ژباړه : د صلح حديبيې د فوايدو څخه یوه دا ده چې د علیا او راجحو مصالحو د حصول لپاره او همداراز د زیات شر د دفع کولو لپاره د مشرکينو سره داسې معاهدې هم جائز دي، چې په هغه کې د مسلمانانو څه ذلت وي او په دې کې د لوی فساد د ختمولو لپاره وړوکی فساد او نقصان برداشت کول وي.
همدغه شان حافظ ابن قیم رحمه الله د حديبيې د صلحې او تړون فوايدو په بیان کښ فرمايي: وَمِنْهَا: أَنَّ الْمُعَاهَدِينَ إِذَا عَاهَدُوا الْإِمَامَ فَخَرَجَتْ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ، فَحَارَبَتْهُمْ وَغَنِمَتْ أَمْوَالَهُمْ، وَلَمْ يَتَحَيَّزُوا إِلَى الْإِمَامِ، لَمْ يَجِبْ عَلَى الْإِمَامِ دَفْعُهُمْ عَنْهُمْ وَمَنْعُهُمْ مِنْهُمْ، وَسَوَاءٌ دَخَلُوا فِي عَقْدِ الْإِمَامِ وَعَهْدِهِ وَدِينِهِ أَوْ لَمْ يَدْخُلُوا، وَالْعَهْدُ الَّذِي كَانَ بَيْنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَبَيْنَ الْمُشْرِكِينَ لَمْ يَكُنْ عَهْدًابَيْنَ أبي بصير وَأَصْحَابِهِ وَبَيْنَهُمْ، وَعَلَى هَذَا فَإِذَا كَانَ بَيْنَ بَعْضِ مُلُوكِ الْمُسْلِمِينَ وَبَعْضِ أَهْلِ الذِّمَّةِ مِنَ النَّصَارَى وَغَيْرِهِمْ عَهْدٌ جَازَ لِمَلِكٍ آخَرَ مِنْ مُلُوكِ الْمُسْلِمِينَ أَنْ يَغْزُوَهُمْ وَيَغْنَمَ أَمْوَالَهُمْ إِذَا لَمْ يَكُنْ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُمْ عَهْدٌ، كَمَا أَفْتَى بِهِ شَيْخُ الْإِسْلَامِ فِي نَصَارَى مَلَطْيَةَ وَسَبْيِهِمْ، مُسْتَدِلًّا بِقِصَّةِ أبي بصير مَعَ الْمُشْرِكِينَ.
ژباړه: او د صلحې حديبيې د فائدو څخه یوه فائده دا هم ده چې کله کفار د مسلمانانو د امام سره معاهده وکړي، نو بیا یو ډله د دغه کافرو نه راوځي او د دغه کافر سره جنګ وکړي، مالونه يې غنيمت کړي او امام ته يې پناه نه وي راوړې، نو په امام باندې نده لازمه چې دغه خلق ترېنه دفع یا منع کړی، برابره خبره ده که د امام په بیعت، معاهده او دین کښ داخل وي او که نه وي، کومه معاهده چې د نبي علیه السلام او مشرکينو تر منځه شوې وه، هغه معاهده د مشرکينو او د ابو بصیر رضي الله او د هغه د ملګرو تر منځه نه وه، نو بنا په دې که د مسلمانانو د یو امیر او د نصاراوو نه د بعض اهل الذمة تر منځ معاهده وي، نو د مسلمانانو بل داسې امیر لره (چې د دغو سره يې معاهده نه وي) جائز دي چې په دغو باندې حمله وکړي او مالونه يې غنیمت کړي، لکه څرنګه چې شیخ الاسلام د ملطیې د نصاراوو باره فتوا ورکړې او فرمايلي او دلیل یې نیولی و د ابو بصیر رضي الله عنه د حالت او کيسې نه د مشرکینو سره (مقصد دا دی چې دا کېدای شي چې یو کافر دې د بعضي مسلمانانو لپاره معاهد وي او د نور لپاره دې حربي وي، لکه قریش د نبي علیه السلام او نورو صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم لپاره د صلحې حديبيې د بقا پورې معاهدین وو، خو د ابو بصیر او ابو جندل رضي الله عنهما لپاره حربیان وو، نو اوس هم دغه شان کېدای شي چې د نړۍ څه کافران دې د اسلامي امارت لپاره معاهدین وي او د نورو مجاهدینو لپاره دې حربیان وي.
دغه شان د جائزو او مشروع اهدافو او مقاصدو د حصول لپاره د کافرانو په اتحادیه کښ شاملېدل صرف جائز نه بلکې کله مستحسن او غوره کار وي، لکه نبي علیه السلام لا مبعوث شوی نه و، خو په مکه مکرمه (زاد الله شرفها) کې د عبدالله بن جدعان په کور کې د مظلومانو د حمایت لپاره یو غونډه جوړه شوه او د مظلومانو د دفاع او حمایت په حوالې سره بعضي قریشي قبايلو اتحاد جوړ کړ، نبي علیه السلام هم د بعضي ترونو (کاکاګانو) سره پکې شریک شوی و، دغې اتحادیې ته حلف الفضول وايي، نبي علیه السلام به د بعثت نه بعد هم د دغه اتحادیې او اتفاقیې صفت کولو او فرمايل به يې چې دغه اتحادیه کې شاملېدل ما ته د سرو اوښانو څخه يانې قیمتي اموالو نه زیات محبوب دي او که د دغه عهد او پیمان لپاره زه اوس چېرته په اسلامي دور کې را وبللم شم، نو لبیک ورته وايم، نو د دې نه معلومه شوه چې د کافرو قوتونو سره د جائزو مقاصدو د حصول لپاره تعلق او اتقاق جائز دی، لكه الرحيق المختوم كې علامه مبارک پوري رحمه الله فرمایي: وقع حلف الفضول في ذي القعدة في شهر حرام، تداعت إليه قبائل من قريش: بنو هاشم، وبنو المطلب، وأسد بن عبد العزى، وزهرة بن كلاب، وتيم بن مرة، فاجتمعوا في دار عبد الله بن جدعان التيمي لسنه وشرفه، فتعاقدوا وتعاهدوا على ألايجدوا بمكة مظلوما من أهلها وغيرهم من سائر الناس إلا قاموا معه، وكانوا على من ظلمه حتى ترد عليه مظلمته، وشهد هذا الحلف رسول الله صلى الله عليه وسلم، وقال بعد أن أكرمه الله بالرسالة: لقد شهدت في دار عبد الله بن جدعان حلفا ما أحب أن لي به حمر النعم، ولو أدعي به في الإسلام لأجبت.
ژباړه: د عزت په میاشت ذو القعده کې حلف الفضول راغلی، د قریشو څو قبېلې لکه بني هاشم، بني مطلب، بني اسد، بن عبدالعزي، بني زهره بن کلاب او بني تیم بن مرّه د دې اهتمام کړی وو، دا خلګ د عبدالله بن جدعان تیمي په کور کې جمع شوي وو، ځکه هغه د عمر او شرف په اعتبار سره یو امتیاز لره او په خپلو کې يې دا عهد او پیمان وکړ چې په مکه مکرمه (زادالله شرفها) کې که هر څوک مظلوم په نظر راغی، هغه که د مکې مکرمې (زاد الله شرفها) اوسېدونکی وي او که نه وي، نو موږ ټول به د هغه مدد، مرسته او حمایت کوو او هغه ته به د هغه حق ورکوو، په دغه اجتماع کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تشریف فرما و او بیا چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت او پیغمبرۍ باندې مشرف کړای شو، نو فرمايل به يې چې زه د عبدالله بن جدعان په کور کې په یوه داسې معاهده کې موجود وم چې ما ته هغه د سره اوښانو (یانې قیمتي مال) څخه هم زیاته خوښه او محبوبه ده او که د اسلام په دور کې ماته څوک په دغه عهد او پیمان کې د شرکت دعوت راکړي، نو زه ورته لبیک وایم.
دغه شان کله چې د حديبيې صلحه وشوه، د قریشو سره نو خزاعه قبيله چې يوه مشرکه قبیله وه، خو د نبي علیه السلام اتحادیان شول او بني بکر قبیله د قریشو اتحادیان شول او باقي قبايلو ته هم اجازت ورکړل شو چې څوک د چا ډلې ته ځي، تلای شي. لکه زاد المعاد کې علامه ابن قیم رحمه الله فرمایي: وَدَخَلَتْ خُزَاعَةُ فِي عَقْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَهْدِهِ، وَدَخَلَتْ بَنُو بَكْرٍ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ وَعَهْدِهِمْ، وَكَانَ فِي الشَّرْطِ أَنَّ مَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ، وَمَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ دَخَلَ.
ژباړه: او خزاعه قبیله د نبي علیه السلام په عقد او پیمان کې داخله شوه، یانې د نبي علیه السلام ملګري شول (چې قریش به د دوی خلاف هم اقدام نه کوي او نه به د هغه چا مدد او مرسته کوي چې په خزاعه يې برید کړی وي) او بنو بکر قبيله د قریشو په عقد او پیمان کې داخله شوه (یانې مسلمانان به د بنی بکر قبیلې خلاف اقدام نه کوي او نه به د هغه چا مدد کوي چه په بني بکر يې برید کړی وي) او باقي قبايلو ته اختیار ورکړی شو چې که د مسلمانانو اتحادیان کېږي او که د قریشو، او بیا څه وخت پس په یوه شپه کې بنو بکر په بنو خزاعه باندې حمله وکړه، ځکه د دوی ترمینځه دښمني تېره شوې وه او په دغه حمله کې د بنو خراعه څه خلګ ووژل شول او قریشو په دغه حمله کې د بنو بکر پټ مدد او مرسته کړې وه، نو بنو خزاعه د شعر په ژبه د نبي علیه السلام څخه مدد او مرسته وغوښته او په خپل عهد او پیمان باندې د وفادارۍ غوښتنه يې ترېنه وکړه، داچې دا د قریشو لخوا نقضِ عهد (د معاهدې سرغړونه) وه، نو نبي علیه السلام هم په مکه مکرمه باندې د حملې تیاریانې شروع کړې چې بالاخره د همدغې وجې په اساس يې په مکې مکرمې باندې حمله وکړه او فتحه يې کړه. مقصد د دې ټول بحث دا و چې د کفارو سره هر قسم تعلق نه کفر دی او نه حرام دی، بلکې اسلام د ژوند تېرولو یو اجتماعي نظام دي، د شریعت په رڼا کې د کفارو سره د مختلف قسمه تعلقاتو، اړيکو او روابطو اجازه ورکوي، نبي علیه السلام هم د کفارو مدد کړی د نورو کافرانو پر خلاف، لکه د قریشو خلاف يې چې د خزاعه قبيلې مدد او مرسته وکړه او هم یې د اسلام د تقویت او فائدې لپاره د کفارو څخه مدد او مرسته غوښتې وه او په سیرت الرسول صلی الله علیه و سلم کې د دې ډېر مثالونه شته دي، لکه یو څو مثالونه يې موږ دلته ذکر کوو.
۱_: د نبي علیه السلام د طائف د سفر په مقاصدو کې یو اهم مقصد دا هم و چې د هغه ځای د اوسېدونکو کفارو څخه پناه او مدد وغواړي، خو هغوی د مدد او مرستې څخه انکار وکړ او نبي علیه السلام ته يې ډېر زيات تکلیف ورساوو او زخمي يې کړ.
۲_: واپسۍ او په بېرته ستنېدو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خرا غر په لمن کې حصار شو او د خزاعه قبیلې یو کس اخنس بن شریف ته يې د مرستې او مدد پیغام ولیږه، چې ماته پناه راکړه، لیکن هغه معذرت وغوښت.
۳_: بیا يې د سهل بن عمر څخه پناه وغوښته، هغه هم معذرت وغوښت.
۴_: بیا يې مطعم بن عدي ته پیغام ولېږلو، هغه پیغام قبول کړ او خپل زامن او قبیله يې را وغوښته او ورته یې اوويل چې د بیت الله شریف په ګوټونو (اطرافو) باندې مسلح کینئ، ما محمد صلی الله علیه وسلم ته پناه ورکړې، بیا يې نبي علیه السلام ته پیغام ولېږه چې اوس مکې ته داخل شه، د دغې پناه او انتظام څخه وروسته نبي علیه السلام د زید بن حارثه سره مکې ته داخل شو او نبي علیه السلام ته د مطم بن عدي دا احسان یاد و او کله چې بدر کې د مکې کفار بندیان شول، نو د مطعم بن عدي زوی جبیر بن مطعم د بعضي قیدیانو د آزادۍ لپاره راغلو، نو نبي علیه السلام وفرمايل چې: لوکان المطعم بن عدی حیاّ ثم کلّمنی فی هؤلاء النتنی لترکتهم له. ژباړه: يانې که چېرته مطعم بن عدي ژوندی و او زما سره يې د دغه مردارانو باره کې خبره کړې وه، نو ما به ټول د هغه له وجې آزاد کړي وو.
۵_: نبي علیه السلام دغه راز ګڼو نورو مختلفو قبیلو ته هم ورغلی و چې زما مدد او مرسته وکړئ او ما ته پناه راکړئ، لکه بني عامر، بن صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، غسان، مره، حنیفه، سٌلیم، عبس، بنوالنضر، بنوالبکاء، کلب، حارث بن کعب، عذره او حضارمه.
۶_: په شعب بن ابي طالب کې چې د نبي علیه السلام سره په همکارۍ او مدد کې کوم خپلوان ولاړ وو، هغه اکثره کافر وو او د نبي علیه السلام ورسره هیڅ قسم معاشرتي بایکاټ او پریکون نه و.
۷_: عقبه کبری چه یوه مهمه صحنه او موقعه وه او د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) د مشرانو څخه نبي کریم صلی الله علیه وسلم خفیه او پټ بیعت اخيستلو او صرف ایمان راوړل نه و، بلکې د دې خبرې بیعت ترېنه هم اخيستل کیده چې مدینې منورې (صلی الله علی منورها) ته چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم او اهل اسلام هجرت وکړي، نو تر آخري قربانۍ پورې به د دوی څخه دفاع کوئ، نو په دغه اهمه او راز داره موقع کې عباس رضي الله عنه هم موجود و چې لا کافر و او ایمان يې نه و راوړی.
۸_: د هجرت په وخت کې عبد الله ابن ارقیط لیثي نبي علیه السلام خپل رهبر وټاکلو، پداسې حال کې چې هغه لا کافر و، دغه شان نور ډېر مثالونه هم د نبي کريم صلی الله عليه په مبارک سیرت کې شته دي چې نبي علیه السلام عملاً د کفارو څخه مدد اخيستی او تعلقات او اړیکې يې ورسره ساتلي دي.
ادامه لري…