محب الرحمن مخلص
په هره اسلامي ټولنه کې بايد د تکفير مخه ونيول شي، ځکه اللّٰه جل جلاله دې نکړي که د تکفير آفت وبايي شکل اختيار کړي، د عصبيت او ډل پرستي پَرْدې د هر عالم او هرې مذهبي او فکري ډلې پر سترګو وغوړېږي، نو بيا به د ړندو خلکو د لکړو په شان، يو پر بل په پټو سترګو د تور او تهمت واري کوي، عناد او حسد به يې اخر دېته هڅوي، چې د تکفير په غداره توره د خپل مؤمن مسلمان ورور سر غوڅ کړي.
د تکفير فتنه که وبايي شکل اختیار کړي، نو بيا هېڅ فکري او مذهبي ډله پاتې کيدلای نشي، چې هغوی دې د مقابلې ډلې لخوا په کفر محکوم نشي.
د تکفير فتواګانې که په هر ممبر، هره مدرسه، هرې خانقاه او غونډه کې صادريږي، نو په لومړي قدم کې به د سيمې ټول علماء کرام، مجاهدين، مبلغين، عابدين او د دين سره زياتره مينه لرونکي کسان، څوک د يوه او څوک د بل په فتوا کافران ګڼل کېږي.
همدا علماء کرام، مجاهدين، مبلغين، عابدين، او د دين سره زياتره مينه لرونکي مؤمنان دي، چې په يوه او بل شکل د اسلام سپيڅلی دين خپروي، د کفارو د يرغل پر وړاندې يې ساتنه کوي او د اسلام په خدمت کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي، حال دا چې د تن د غوښو په قرباني د معزز، مکرم او مقدس اسلام څخه دفاع کوي، که د تکفير جګړه ګرمه شي، نو غشي به يې تر هرچا له مخه د علماوو او پر دين مينو مومنو جهاد پالو پر سينه لګيږي.
د سيمې علماء کرام، مبلغين، عابدان، او دینداره کسان که کافران وبلل شي، نو بيا به په سیمه کې څوک مسلمان او مومن پاتې کيږي؟
د چا پر خبره خلک باور وکړي؟
د چا څخه کلک او سالم دين زده کړي؟
څوک د دين خادم او ساتونکي وبلل شي؟
د هري سیمې او ټولنې مسلمانان موږ پر دوو طبقو ويشلاي شو، يوه طبقه يې: عام عادي مسلمانان دي، چې په ديانت او ديني خدماتو کې بې فکره او بې تعلقه دي او بله طبقه يې: متدين او د دين په چارو کې فکرجن خلک دي. دوهمه طبقه په عام ډول علماء کرام، مجاهدين، عابدين او د دين په چارو کې زيار کښونکي خلک تشکيلوي.
که په سيمه کې د اسلامي ټولنې ټول علماء کرام، مجاهدين، مبلغين، عابدان او د دين په چارو کې فکرجن خلک (معاذ اللّٰه) څوک د يوه په فتوا او څوک د بل په فتوا د مقدس اسلام څخه خارج وبلل شي، نو د سیمې عادي مسلمانان خو به بيخي په اسلام کې پاته کيدلاي نشي، ځکه هغوی ټول د علماوو مجاهدینو عابدانو په پله روان او قدم ږدي او د هغوی عقيده خپلوي.
وما علي الا البلاغ المبين