محب الرحمن مخلص
يو شمېر کسان پر ځينو نورو مسلمانانو په ناحقه د کفر حکم کوي، دا بيلابيل سببونه لري، چې ځیني یې په لاندې ډول دي.
۱: غلط فهم، يعني له قران کريم او احاديثو نه خلاف شی فهمول
۲: د يوه کس له وجې د هغه ټوله ډله محکومول
۳: د خبرې سپيناوی او تحقيق نه کول
۴: د يو ويونکي وينا د هغه د مراد څخه خلاف تفسيرول
۵: عناد او دښمني ورسره ساتل.
د تکفير لومړی لامل: غلط فهم
د اهل السنة والجماعة پر دې اتفاق دی چې مسلمان بنده چې هر ډول لويه ګناه وکړي، او هغه ګناه، ګناه بولي په دې سره نه کافر کيږي، که په دنيا کې توبه وباسي، توبه يې قبليږي، او که بې توبې مړ شي، په الله تعالی پورې اړه لري چې ګناه ورته بښي کنه، د شروع څخه يې جنت ته داخلوي او که تر سزا وروسته يې جنت ته بیایي.
خو خوارج چې په لومړۍ برخه کې مو ورته اشاره وکړه په دې عقيده دي، چې مسلمان په ګناه کولو کافر کيږي، دوی د يو شمېر هغو اياتونو او احاديثو ظاهري معنی ته ګوري، چې په هغو کې ګناه کفر بلل شوې ده، لکه دا حديث چې رسول الله( صلی الله علیه وسلم) ويلی دی [سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوْقٌ وَقِتَالُهُ کُفْرٌ ژباړه: مسلمان ته ښکنځل کول فسق او جګړه ورسره کول کفر دی]
خو دوی هغو اياتونو او احاديثو ته نه ګوري، چې هلته الله تعالی او د الله تعالی رسول د لويې ګناه مرتکب مؤمن بللي دي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: {وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ژباړه: او که د مؤمنانو دوې ډلي په خپل منځ کې جنګيږي نو تاسې يې تر منځ صلح راولی}
حضرت ابو ذر رضی الله عنه وايي: {ما من عبد قال لا اله الا الله ثم مات على ذالك الا دخل الجنة وان زنى وان سرق، قال: وان زنى وان سرق، قلت: وان زنى وان سرق، قال: وان زنى وان سرق، قلت: وان زنى وان سرق، قال: وان زنى وان سرق على رغم أنف ابي ذر رضي الله عنه،
ژباړه: داسې بنده نشته چې «لا اله الا الله» ووايي، او بيا پر دغه عقيده مړ شي او هغه دې جنت ته داخل نشي، ابوذر وايي، ما وويل: که څه هم زنا او غلا یې کړي وي؟ رسول الله مبارک راته وويل: که څه هم غلا او زنا یې کړي وي، ما وويل: که څه هم غلا او زنا یې کړي وي؟ هغه مبارک وويل: که څه هم غلا او زنا یې کړي وې، ما وويل: که څه هم غلا او زنا یې کړي وې؟ هغه وويل: که څه هم غلا او زنا یز کړي وي، سره د دې چي د ابوذر پزه په خاورو سپيره وي يعني په خوښ نه وي.
دېته ورته نور ډېر اياتونه او احاديث شته، چې دا ثابتوي چې مسلمان په ګناه نه کافر کيږي، البته کوم ګناهونه چې کفر بلل شوي دي، د هغو څخه مراد حقيقي کفر نه دی، بلکې د حقيقي کفر پر تله بله داسې معنی یې مراد ده چې هم د عربي په استعمال کې او هم د فصاحت او بلاغت په رڼا کې صحيح وي، څو د هغو اياتونو او حديثونو سره يې ټکر رانشي چې په څرګند ډول دا ثابتوي چې مؤمن په ګناه نه کافر کيږي، د دغو معنی ګانو څخه يوه معنی او توجيه داده چې د حقيقي کفر او ښکاره کفري عمل څخه ماسيوا بله هره ګناه چې کول يې په قرآن او حديثونو کې کفر بلل شوي وې، هغه د دې کبله چې دا ډول کار د کافرانو عمل ته ورته کار کار دی، د مؤمن د شان سره نه ښايي، څو مؤمنان ځانونه ځیني وژغوري.