لیکوال: خاکسار پکتیاوال
دا چې خوارج د الله تعالیٰ له لورې په اُمت مُسلمه یو لوی عذاب او د هغه جل جلاله له لورې ورباندې یوه ازموینه ده، نو ددې لپاره په هر مسلمان دا واجب ده، چې د دوی رازونه، مقاصد او کړنلارې افشاء او مسلمانان ورڅخه اګاه کړي، لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده، چې دې ډلې د رسولﷲ ﷺ په وخت کې شتون نه درلود، نه یې د ابوبکر صدیق، حضرت عمر او عثمان رضي الله عنهم په دور کې شتون درلود او هغه ځیني اختلافات چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین په مینځ کې موجود وو، لکه دفن د حضرت رسولﷲ ﷺ یا نور احکام او فرائض، دا داسې اختلافات وو، چې بې له کومې جګړې او افتراق څخه پای ته ورسیدل، لکن د خوارجو داسې فتنه او اختلاف وو، چې د جګړو او افتراق سبب وګرځیدل او مسلمانان یې په خپل منځي جګړو اخته کړل، نو لومړی به مونږ د خوارجو تعارف وکړو او بیا به ورته د هغوی اوصاف بیان کړو.
خوارج په لغت کې د خارجي جمع ده، چې د جدا او بیل شوي په معنیٰ سره راځي او په (فرهنګ جامع معین) کې یې داسې تعریف راغلی: (گروهي از سپاهيان امام علي رضي الله عنه که در جنگ صفين از بيعت با آن حضرت خارج شدند.)
یعنې: د حضرت علي رضي الله عنه هغه ډله چې دده رضي الله عنه څخه د صفین په جګړه کې بیله شوه او په اصطلاح کې خارجي هر هغه چا ته ویل کیږي، چې د برحق امام له اطاعت څخه انکار وکړي او د هغه په ضد مبارزه کوي.
په کتاب (الخوارج) کې یې داسې تعریف راغلی: الخوارج: (هم الذین یکفرون بالمعاصي، و یخرجون علی اﺉمة المسلمین و جماعتهم)
یعنې: خوارج هغه خلک دي، چې په ګناه خلک کافران کوي او د مسلمانانو د جماعت په مقابل کې خروج کوي.
خوارجو ته المحکمة، الحروریة، اهل النهروان، الشراة، المارقة، المکفرة او السبئیة هم ویل کیږي.
المحکمة ځکه ورته وایي، چې دوی له حضرت علي رضي الله عنه څخه په مسئله د تحکیم باندې جدا شوي وو، کله چې دوی دا ګمان وکړ چې ده رضي الله عنه اشخاص حاکمان ګرځولي او دوی به دا دلیل وایه (لا حکم الا لله) او دا لقب د اولنیو خوارجو ده.
الحروریة ځکه ورته وایي، چې دوی کله له حضرت علي رضي الله عنه څخه جدا شول، نو دوی په عراق کې د حرورا نومي ځای ته لاړل، دا لقب هم د پخواني لقب په شان د مخکنیو خوارجو لپاره استعمالیږي.
اهل النهروان ځکه ورته وایي، چې نسبت یې کیږي نهروان ته، چې دوی پکې د حضرت علي رضي الله عنه سره جګړه وکړه.
الشراة ورته ځکه وایي، چې شراء خرڅولو ته وایي او دوی هم دا ګمان کاوو، چې مونږ په الله تعالیٰ خپل ځانونه خرڅ کړي، چې له مسلمانانو سره جګړه کوو او ددې لقب اطلاق هم په لومړنیو خوارجو کیږي.
المارقة ځکه ورته وایي، چې نبي علیه السلام دوی ته په داسې الفاظو سره همدا لقب یاد کړی(یمرقون من الدین)
المکفرة ځکه ورته وايي، چې دوی مرتکب د ګناه کبیرې ته کافر وایي، همدا شان هغو مسلمانانو ته هم کافران وایي، چې د دوی مخالفت کوي او دا لقب د هر هغه چا لپاره ده چې دا لاره ور سره بدرګه کوي.
السبئیة ورته ځکه وایي، چې د دوی منشأ له داسې فتنې څخه وه، چې د هغې رئیس ابن سبأ الیهودي و او دا لقب هم د مخکنیو خوارجو لپاره دی.
دا چې خوارج ولې او د کومو اهدافو په خاطر پیدا شول، نو دا به په راتلونکو لیکنو کې ان شاءالله ستاسو په حضور کې وړاندې کوو.