د بغدادی خلافت په اړه د علماو رایه

لیکوال: مولوي ابو حامد

د داعشیانو په اړه مونږ د هغه مولیانو رایه نه راوړو کوم چې د بلعم بن باعورا مسیر خپل کړی وي ،کوم چې د امت د ګمراهۍ سبب ګرځیدلي دي کومو چې خپل دین او ایمان دربار لپارا سودا کړلو ، کومو چې مقدس جهاد ته د صلیب او طاغوت په مقابل کې تروریزم ویلو.

د لته موږ د خلافت ، شرعی حیثیت ، په اړه د هغه علماو او جهادی امامانو رایه راوړو چې د امت ، صالحه طبقه د هغوی په ربانیت باندې ګواهي ورکوي ،هغه علماء چې د دنیا په هر ځاې کې یې د امت را ویښلو او د مظلومو او کمزورو په دفاع کې هر قسم کوښښ کړی وي ، هغه علماء چې په فتواو یې د اسلام بچي ، طاغوتیانو په مقابل کې جهاد ته را وتلي ،هغه علماء چې سلګونه زره مسلمانانو د هغوی په فتواو دواړه جهادنو کې د (سوسیالیسم او امپریالیسم)مقابل کې ځانونه قربان کړل ،هغه علماء چې د طاغوتي نظام ډموکراسۍ او جمهوریت منکر دي ¸هغه علماء چې د مصلحت او مرفه ژوند پر ځای ، زندان ، حجرت او سنګر ته ترجیح ورکړې وي

1- دکتور ایمن الظواهري (د القاعده تنظیم مشر )
القاعده مجاهدین دولةاسلامي سره هیڅ ډول تنظیمی روابط نه لري ،
دولت اسلامی په بنسټ ایښدلو کې نه له القاعده سره مشوره شوي او نه د دیو په خواست جوړ شوی ،القاعده د دیو په تنظیم راضي هم ندي . بلکه دیو له دې کار منع شوي هم ول . نو بناء داعش نه د القاعده شاخ دی او نه د هغوی د تصرفاتو مسؤلیت لري؛( مؤسسة السحاب بيان بشان علاقة الجهاد بتنظيم الدولة )
2 – ابو محمد المقدسی : د عربو لوئ عالم دی ، هغه د داعشو او ابوبکربغدادی په اړه داسې واې قسم په الله : ما د غلو غدارانو درواغجنو او مکارو علاوه په داعشو کې بل څوک داسې بد اخلاقه ندي لیدلي .
3- ابو قتاده فلسطینی : وای ما د دیو اخلاق ډیر وکښتل مګر په دیو کې داسې نفر نشته چې هغه دې علم او اخلاقو ته وفادار وي . دیو ډیر بد اخلاقه دي ما چې هر کله دیو په اړه استخاره کړي ماته د جهنم سپي ښکاره شوي .
ادامه لري

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version