خوارج؛ د مسلمانانو له جماعته بېله شوې لومړنۍ منحرفه ډله

غیاث‌الدین غوري

خوارج هغه لومړنۍ فرقه وه چې د حضرت عثمان رضي الله عنه تر شهادت او ورپسې فتنې وروسته د مسلمانانو له جماعت څخه جلا شوه. دوی د حضرت علي او حضرت معاویه رضي الله عنهما ترمنځ د حکمیت له پېښې وروسته، د «لا حکم إلا لله» تر شعار لاندې د مسلمانانو له صف څخه ووتل او د حروراء په سیمه کې سره راټول شول.
د دوی تر ټولو مهمه فکري ځانګړنه دا وه چې مسلمانان به یې د ګناهونو او یا هم د اجتهادي برداشتونو له امله کافران بلل.

دوی حضرت علي رضي الله عنه او ګڼ شمېر نور صحابه کرام رضي الله عنهم کافران ګڼل او د مسلمانانو وینه او مال یې مباح بلل.
خوارج د دیني نصوصو په فهم کې له انحراف سره مخ شول؛ د قرآن عظیم‌الشان د ځینو آیتونو په ظاهري معناوو یې تمسک کاوه، خو نبوي سنت او د صحابه کرامو فهم یې له پامه غورځاوه. له همدې امله یې ډېر هغه احکام رد کړل چې په سنتو ثابت شوي وو او مسلمانان یې په ډېرې اسانۍ سره تکفیرول. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د دوی په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې قرآن عظیم‌الشان به لولي، خو له حقیقت او روح څخه به یې ګټه نه اخلي، او «مسلمانان به وژني او مشرکان به پرېږدي».

د خوارجو او د هغوی د همفکرو ډلو زیانونه د اسلامي امت لپاره په لاندې ټکو کې را لنډېدای شي:

۱. د مسلمانانو ترمنځ د تکفیر د پدیدې خپرول او د شرعي دلیل له شتون پرته د اسلامه د خلکو ایستل.

۲. د مسلمانانو د وینې تویول او په اسلامي ټولنه کې د ناامنۍ او ګډوډۍ رامنځته کول.

۳. د امت د یووالي کمزوري کول او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او بېلتون پراخول.

۴. د قرآن عظیم‌الشان له آیتونو ناسمه ګټه اخیستل او د شرعي نصوصو ناسم تفسیر.

۵. نبوي سنتو او د صحابه کرامو فهم ته بې‌پامي، چې په عقیده او عمل کې د ګمراهۍ لامل ګرځي.

۶. د اسلامي امت د ځواک او هیبت کمزوري کول او د دښمنانو د نفوذ لپاره زمینه برابرول.

۷. د نړۍوالو په وړاندې د اسلام د یو خشن او ناسم انځور وړاندې کول.

۸. مسلمانان په خپلمنځي شخړو او جګړو بوختول، د دې پر ځای چې له اصلي ستونزو او حقیقي دښمنانو سره مقابله وکړي.

داعش او له خوارجو سره یې فکري ورته‌والی

ډېرو علماوو داعش د فکري اړخ له مخې له خوارجو سره ورته بللي دي؛ ځکه دې ډلې هم په ګڼو مواردو کې د مسلمانانو تکفیر، په دین کې افراط، نامنظم تاوتریخوالی، د بې‌ګناه خلکو د وینې تویول او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې رامنځته کول خپله تګلاره ګرځولې ده. د دې ډول فکر او چلند پایله د اسلامي امت د یووالي کمزوري کېدل، د اسلام بدنامېدل او د مسلمانانو د دښمنانو لپاره د فرصتونو برابرېدل دي.

له همدې امله، د اسلامي امت د ژغورنې او بریا لاره د قرآن عظیم‌الشان او نبوي سنتو منګولو ته کلکه غاړه اېښودل، د صحابه کرامو او سلف صالحینو د فهم پیروي، له افراط او تفریط څخه ځان ساتل، د مسلمانانو د یووالي پیاوړتیا او له بې‌دلیله تکفیر څخه ډډه کول دي.

Exit mobile version