یهودان څوک دي؟ شپږمه برخه

رفعت شفيق

د يهودانو د پېژندنې په لړۍ کې، په دې برخه کې به د يهودو يو بل صفت وڅېړو.

۵- بخل او مال‌پرستي

له هغو ناوړه آفتونو څخه چې د يهودو په طبيعت او سرشت کې ژورې ريښې لري، د مال عبادت، بخل او آزمندي ده. هغوی د حضرت موسی عليه‌السلام له غياب وروسته د سرو زرو د خوسکي عبادت وکړ، چې دا خپله پر دې څرګنده نښه ده چې له سرو زرو، مال او دنيا سره يې شديده مينه او تړاو درلود.

يهودان په عمومي ډول ځان‌بينه، ځان‌پرسته او ډېر بخيل دي، او همېشه هڅه کوي چې نه فرد ته ګټه ورسېږي او نه هم کوم ملت ته. د همدې بخل او ځان‌ غوښتنې له امله، کله چې رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم مبعوث شو، سره له دې چې يهودو د هغه حقانيت په بشپړه توګه پېژانده، بيا هم ايمان يې پرې رانه ووړ.

الله جل‌جلاله فرمايي:
﴿الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ﴾
ژباړه: «هغه کسان چې موږ هغوی ته کتاب ورکړی دی، رسول (محمد صلی الله علیه وسلم) داسې پېژني لکه څنګه چې خپل زامن پېژني.»

خو سره له دې څرګند حقيقت څخه، ډېری يهودانو ايمان رانه ووړ. د دې ستر لامل دا و چې هغوی دا نه‌شو زغملای چې پېغمبر دې له عربو څخه راپاڅي، او دا هم نه‌شو منلی چې د هغه اصحاب دې ځواک او واک ولري او بني‌اسرائيل دې د هغوی تر واک لاندې راشي.

الله جل‌جلاله د دوی د همدې بد صفت په اړه په قرآن کريم کې په تکرار سره خبر ورکړی دی:
﴿فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا﴾
ژباړه: «نو هلاکت دی پر هغو کسانو چې کتاب په خپلو لاسونو ليکي، بيا وايي دا د الله له لوري دی، تر څو په بدل کې يې لږه دنيايي ګټه تر لاسه کړي.»

علامه ابن کثير رحمه‌الله د بخل په تفسير کې ليکي:
«بخل د نفس هغه ناروغي ده چې انسان د حق له ادا کولو منع کوي، او يهودان د دې صفت تر ټولو څرګند مثال دي، ځکه هغوی نه مال د الله په لاره کې لګوي او نه د حق ملاتړ کوي.»

همدارنګه علامه قرطبي رحمه‌الله فرمايي:
«يهود د دنيا د محبت له امله حق پټوي، آيتونه تحريفوي، او د لږې دنيايي ګټې لپاره د آخرت ستر زيان مني.»

همدا بخل او مال‌پرستي ده چې يهود يې دې ته اړ کړي دي چې د فلسطين د مظلوم ولس کورونه وران کړي، پر هغوی فشارونه زيات کړي، تر څو له خپلې خاورې څخه هجرت ته مجبور شي، او له حياتي سرچينو لکه اوبو، ځمکو او د ژوند له اسانتياوو څخه محروم کړل شي.

پروفيسور بن‌زيون دينوره وايي: «زموږ هېواد د دوو ملتونو د اوسېدو ظرفيت نه لري.»
دا خبره د يهودي تفکر هغه بڼه څرګندوي چې له بخل، ځان‌غوښتنې او استبداد څخه سرچينه اخلي.

Exit mobile version