کنړ کې د ا.ا.ا سرتیرو بې ساري هلې ځلې!

ادریس وصال

د دوشنبې په شپه، شاوخوا ۱۱:۴۷ دقيقي هغه مهال چې ډېری خلک ویده و، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په کنړ او ننګرهار کې ځمکه ولړزېده. د ۶ ریشتره ځواک زلزلې سره کورونه په کنډوالو بدل شول او د شپې چوپتیا یې د ټپیانو د چیغو او دردونو په فریادونو بدله کړه. په همدې تیاره شپه کې، د خلکو پر سر د وېرې او وحشت سیوری خپور شو، خو د اسلامي امارت ځواکونو لکه د نجات فرښتې ځانونه سیمي ته ورسول.

د غرونو ښوېدنې له امله ډېری ځمکنۍ لارې تړل شوې وې او لیرې پرتو سیمو ته رسېدل تقریباً ناشوني و، خو دا د مرستو په وړاندې خنډ جوړ نه شو، د ملي دفاع وزارت چورلکې د ملي دفاع د وزیر د مستقیم حکم له مخې په لومړیو ساعتونو کې الوتنې پیل کړې، په کڼر کې یې له پېښې ځایه ټپيان د ننګرهار ولایتي روغتون ته ولېږدول. دغه عملیات یوازې د ټپیانو انتقال نه و، بلکې دوا، خوراکي توکي او نور عاجل مرستندویه توکي یې هم ورسول، یوازې په یوه ورځ کې دغو چورلکو بې له ځنډه له ۸۰ ډېر پروازونه وکړل.

د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو هم د کنډوالو لاندې د خلکو د ژغورلو هڅو ته راودانګل، دوی د لومړنیو وسایلو په مرسته او ځینې وخت یوازې په خپلو لاسو، د خپلو هېوادوالو د ژغورلو لپاره کوښښ وکړ، دا صحنې د جهادي روحیې او ایثار هغه یاد تازه کاوه، چې د افغانستان په تاریخ کې په سختو شرایطو کې روښانه و، د سیمې خلک هم د دولتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو او د شهیدانو په پیدا کولو او د ټپیانو په انتقال کې یې فعاله ونډه واخیسته.

د عامې روغتیا وزارت هم له تجربه لرونکو ډاکترانو او رضاکارانو نرسانو جوړ ټیم بې له ځنډه د پېښې سیمو ته واستاوه، دوی د سختو شرایطو او محدودو امکاناتو سره سره د ټپیانو درملنه وکړه او د ډېرو کسانو ژوند یې وژغوره، دغه چټک او همغږی غبرګون د اسلامي امارت د کړکیچونو پر مهال د دقیق پلان ښکارندوی و.

اسلامي امارت د دې المناکې پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ۱۰۰ میلیونه افغانیو (شاوخوا ۱.۳ میلیونه ډالرو) عاجلې مرستې اعلان کړې او څرګنده یې کړه چې که اړتیا وي، دغه مرستې به نوره هم زیاته کړي، دا اقدام یوازې د حکومت د مسؤلیت‌پذیرۍ نښه نه ده، بلکې دا هم څرګندوي چې اسلامي امارت په خورا سختو حالاتو کې هم د خپل ولس تر څنګ ولاړ دی.

دې خواشینوونکې پېښې یو ځل بیا د افغان ولس د ملي یووالي او د اسلامي امارت د ځواکونو د ایثار او وطن‌پالنې روحیه نندارې ته وړاندې کړه، په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې د ورته حالاتو پر مهال د لوژستیکي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، د اسلامي امارت ځواکونه په خپلو موجودو امکاناتو سره په چټکۍ او د ستاینې وړ وړتیا عملیاتو ته ور ودانګل. دغې بیړني غبرګون نه یوازې د ډېرو کسانو ژوند وژغوره، بلکې د هغو خلکو په زړونو کې یې هیلې ژوندۍ کړې چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو.

زلزله یو طبیعي آفت دی چې د رامنځته کېدو مخه یې نه شي نیول کېدای، خو د هغې وروسته عملیات د یو حکومت د ځواک او وړتیا څرګندونه کوي. اسلامي امارت په دې اقداماتو وښودله چې یوازې د امنیت لپاره نه، بلکې د خلکو د هوساینې او د ژوند د ژغورنې لپاره هم په بشپړه توګه چمتووالی لري، دا پېښه د ملي یووالي او د حکومت د ولسي خدمت ژمنې یو نوی باب پرانیزي.

Exit mobile version