په وروستیو کې یوې خپرندویې ادارې چې نوم یې المرصاد دی په کار پیل وکړ، دوی د معاصرو خوارجو په وړاندې مبارزه پیل کړه او د دوی په اړه یې جالب مستندات نشر ته وسپارل، المرصاد په مدلل ډول وښوده، چې اوسني داعش خوارج دي او د داعش د خارجیت ثبوت یې اُمت ته وړاندې کړ. د المرصاد ایجاد خوندور پیل دی او د دوی دا کړنه د مؤمنانو د زړه یخېدل دي، المرصاد پخپلې وړتیا وکولای شوای، چې ټول مسلمه اُمت ته د پلیتې ډلې څهره روښانه کړي. المرصاد زما د دید له مخې په حقائقو ولاړه رسنۍ ده، چې د خپل خواږه خدمت له مخې یې زموږ په زړونو کې ځای وموند. المرصاد د موسادي فتنې د محوې لپاره په زړه پورې اقدام کړی، چې موږ ترې په بار-بار مننه کوو، د داسې یوې رسنۍ ایجاد لازمي عمل و، لله الحمد د اُمت ویښو زلمیو دا خلا ډکه کړه او زموږ جهادي تنده یې خړوبه کړه. په المرصاد نوي اصدار کې د فقیر محمد درویش ویاندویي او د امین حیدري زړه را ښکونکې ترانې جالب رول روبولی، د صحنو خوندوره عکاسي او په اعلیٰ نظم ولاړ پیوند یې ښکلا څو چنده کړې وه. المرصاد د ځوانانو د فکري سمون لپاره بهترین او غوره اقدام دی، د دوی د پیاوړتیا لپاره په قلموالو، ویښ فکرو او روڼ آندو غږ کوم، چې ملاتړ یې وکړئ او خپلې هڅې مه ترې سپموئ، ځکه: دا سنګر د دوی د محوې لپاره پرانیستل شوی، چې نتېجه به یې ډېره مثبته او په زړه پورې وي. راځئ! المرصاد تعقیب کړو، وې ستایو او وې پالو، تر څو هغو ځوانانو ته روحیه ورکړو، چې په دې زرین عمل یې کار کړی.
د المرصاد ویب په اړه د عامر تأثرات
- ابوحمزه مؤحد
- Categories: خوارج العصر, شنني او لیکني, مهالني تبصري
اړونده محتوی
داعش؛ د امریکا تر ټولو ګټوره پروژه! دریمه برخه
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 30, 2026
زموږ د ثبات دښمنان څوک دي؟
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 30, 2026
مذهبي تجارت او سیاسي بقاء!
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 29, 2026
د جهل او استکبار یووالی؛ له تهرانه تر کونړه د "علم وژنې" ګډه ستراتیژي
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 29, 2026
د ثور ۸ مه، د یوې حماسې یاد او عبرتونه!
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 29, 2026
د ثور ۸مه؛ د سره استعمار زوال او د افغان حریت ستره حماسه!
لخوا
هرماس الافغاني
اپریل 28, 2026