له نن نه کلونه وړاندې، نړۍ ته د استخباراتې ډلې راتګ خورا زیانمن تمام شو، د نړۍ په هره برخه یې تاثیر وکړ، غښتلي حکومتونه یې په ځپلو او له منځه وړلو کې پاتې راغلل.
دا فتنه د اشغال په دوهمه لسیزه کې افغانستان ته هم راغله؛ خو د منځني ختیځ په پرتله دلته د نورو اهدافو لپاره جنګېده، دلته دوی د اسلامي دولت د تاسیس لپاره مسلمان هدف ګرځاوه، د دوی ټوله هڅه دا وه چې دلته د اسلامي امارت سره شته ولسي ملاتړ زیانمن کړي.
د دې موخې لپاره دوی ډیر قوي کار پیل کړ، پراخ ملاتړ ورسره و او د هیواد ختیځه سیمه یې ډیره متضرره کړه، په هره سیمه کې به چې دوی جنګیدل نو سم لاسي به هم هغه سیمې ته د کابل ادارې ملیشې تللې او تاسیسات به یې جوړول.
د اسلامي امارت رهبري هم د لوی مشکل سره مخ شوه، ځکه یوې خوا ته د کابل اداره+امریکا او بلې خوا ته خوارج چې حتی بې ګناه وګړي یې موخه ګرځول او ډیر وحشت یې خپراوه، دا دواړه دښمنان هم مهاله له منځه وړل یا په ضعیفو امکاناتو د دوی سره مبارزه ډیره لویه خبره او ناممکن کار و، خو دا ناممکن کار د اسلامي امارت مجاهدینو ممکن کړ.
دوی د داعش په خلاف قطعات تیار کړل او د دوه کلونو په جریان کې یې داعش فتنه کمزورې کړه، خو دا چې د افغاني داعش تمویل جمهوریت کاوه، نو د جمهوریت د له منځه وړلو وړاندې د داعش ختمول ناممکن و.
ځکه عمومي مسول یې د وخت د جمهور رئیس د لومړي معاون امر الله صالح د محافظینو مسول و؛ چې امرالله صالح د هیواد په کچه بهرنیو استخباراتو ته وفادار شخص وو او نوموړی مسول بیا د امرالله صالح نږدې کس و، نو ځکه ویلی شو چې د داعش فتنه د جمهوریت له منځه تمویل او حمایه کېده.
د جمهوریت د سقوط او د مجاهدینو لخوا د کابل د فتحې سره سم یو ځل بیا د جمهوریت د پاتې شونو په مرسته داعش هیوادوالو ته سرخوږی شو، خو دا ځل ډېر ژر له منځه یووړل شو، دا ځل چې داعش ته د تاجکستان او پاکستان وګړي هم جذب شوي او پکې جنګیږي خو ځپل کیږي، دا ځکه چې د هیواد په داخل کې هیڅ ملاتړ نه لري.
د اسلامي امارت استخباراتو د دوی په ځپلو سره سیمه کې د پام وړ ځای نیولی او په دې کار سره یې ډیر هیوادونه حیران کړي؛ چې څنګه یو نوی حکومت یو قوي دښمن دومره ژر له منځه وړي، خو دا ټول د خدای جل جلاله نصرت، د مجاهدینو اخلاص او د هغې قوې روزنې برکت ده چې د هیواد بچیانو لیدلې ده.
داعش دا ځل سیمه کې استخباراتي پروژې تطبیقوي، نو ددې لپاره دوی له سیمې افراد جذبوي؛ چې د ټولو ملتونو وګړي به پکښې وي خو ژمن نظام ولس سره وعده کوي، چې د دین، نفس، مال او عزت ساتنې په موخه یې هر ډول خنډ له منځه وړي.