شهاب الافغاني
نن په افغانستان کې د امنیتي کمیسیون لخوا یو مطبوعاتي کنفرانس وړاندې شو، یاد کنفرانس چې د ملي دفاع سرپرست وزیر او د همدې کمیسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد وړاندې کاوو، په افغانستان کې یې د داعش د حضور و فعالیت په اړه وویل: «په افغانستان کې چې د داعشیانو د وجود او فعالیت په اړه کومې له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصاییې او ارقام ورکول کیږي دا ټول د هغو کاذبو اطلاعاتو په اساس دي چې ما مخکې اشاره ورته وکړه»
په افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام او سرتاسري امنیت په راتګ سره بعضې هېوادونه د خپلو شخصي مفاداتو او اسلامي نظام سره د حساسیتونو له وجهې د اسلامي نظام مخالفت کوي.
عموماً داسې کړنې د ځينو اهدفو لپاره تر سره کیږي چې تر څو یو هېواد تر خپل اغېز لاندې راولي او خپلې ګټې ترلاسه کړي.
دا چې په رسنيو کې د داعش حضور لپاره غربي هېوادونه کار کوي او نړۍ والو ته دا ښایي چې افغانستان یو نا امنه هېواد دی او همدا راز د خپلې ماتې غچ په یو ډول نه یو ډول واخلي؛ د داعش لپاره تبليغاتي کمپاین کوي.
د افغانستان په جغرافیه کې مېشت مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي، د داعش حضور او نفوذ په مذهبي ولسونو کې امکان نه لري، او دا داسې مثال لري لکه اور او اوبه، چې د دواړو د جمعه کېدو امکان نشته.
افغانان چې د پردیو افکارو او اېډیالوژیو د نه منلو مخينه لري او په دې لار کې یې بې سارۍ قربانۍ ورکړي تاریخ ګواه دی، همداراز د داعیشت پلیت فکر او افراطي مفکوره افغانانو ته د منلو نه ده، هغه مفکوره چې په اساس یې د ځان پرته بل هېڅوک مسلمان نه ګڼل کېږي، په افغانستان کې مردوده ده.
اوس هم غربیان په مستقیم او غیر مستقیم ډول کوشش کوي چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو حضور ثابت کړي حال دا چې داعش ډله په افغانستان کې د پښو غورځول شوې او فزیکي حضور نه لري، مګر په رسنيز ډګر کې یې غربیان نیابت او پالنه کوي.
په دې وروستیو کې د امنیت شورا هم د داعش لپاره رسنیز فعالیت پیل کړی او په ډېره سپین سترګۍ یې د داعش حضور په افغانستان کې ثابت کړی، او په مکارانه ډول یې د خپلې پروژې څخه وېره څرګنده کړې.
په افغانستان کې د داعشي خوارجو د وجود او فعالیتونو په اړه ټولې ادعاوې ناسمې دي او حقیقت نه لري.