د قصاص قانون یو حکیمانه او د فطرت د خالق لخوا جوړ شوی قانون دی. قصاص د اسلام د حدودو او سزاګانو له مهمو احکامو څخه دی، چې قرآن کریم د ټولنې د ژغورنې او ژوند سبب بللی دی. د قصاص د حکم تشریع د دې لپاره ده چې بې ځایه او غيرعادلانه انتقامونه له منځه ولاړ شي، او مجرم د عامو خلکو د وژلو یا ژوبلولو جرأت ونه کړي.
دا قانون د سالم، روغ، خوندي او آرامه ټولنې د جوړښت لپاره دی چې د یو بل د حقونو ساتنه او متقابل مسؤلیتونه پکې خوندي وي. د ټولنیز ژوند د مهمو ستنو د ساتنې لپاره قصاص یو الهي قانون دی چې د افرادو د ژوند د خوندي کولو په موخه وضع شوی دی. الله تعالی د انسان وینه ډېره درنه او محترمه ګرځولې ده. د حجة الوداع په خطبه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انسان وینه، مال او عزت د بیت الله د حرمت په شان برابر حرمت لرونکی اعلان کړ.
په لويه کې قتل دوه ډوله دی:
۱: قتل عمد
۲: قتل خطا (البته په فقهي لحاظ په پنځه ډول دی)
قتلِ عمد هغه دی چې قاتل په پوره قصد، پلان او ارادې سره یو انسان ووژني، او قتل خطا هغه دی چې د قصد پرته په تېروتنه یو کس ووژل شي.
په لومړۍ بڼه کې قانون دا دی چې له قاتل سره هغه چلند وشي چې ده له مقتول سره کړی، یعنې قصاص. د انسانانو لوی اکثریت د تاریخ په اوږدو کې د همدې قانون پیروي کړې ده. تاریخ شاهد دی چې هر هغه ټولنه چې د قصاص قانون یې نافذ کړی، د انسان وینه پکې محترمه پاتې شوې ده، او هره هغه ټولنه چې د قصاص له قانون څخه پردې شوې، هلته د انسان وینه تر اوبو هم ارزانه شوه، ټولنه بې نظمه او ګډوډه شوه.
همدې ګډوډۍ ته د پای ټکی ایښودلو لپاره الله تعالی د قصاص قانون د “حیات” په توګه نازل کړ.
لغت کې قصاص د اثر تعقیبولو ته وایي، او په شرعي اصطلاح کې د جرم د اثر پیدا کولو ته وایي چې مجرم ته همغه سزا ورکړل شي کوم ضرر چې ده بل انسان ته رسولی وي.
قصاص یو لرغونی بشري قانون دی چې د انسان له لومړنیو نسلونو څخه تر نن پورې پاتې دی. د جاهلیت د عربو رسم داسې و چې که د هغوی د قبیلې یو کس وژل شوی، دوی به هڅه کوله چې د قاتل د ټولې قبیلې کسان ووژني. کله ناکله به یې د یو انسان په بدل کې د یو ټبر خلک له منځه وړل. دا حالت اوږدې جګړې او وحشت رامنځته کاوه. په همدې وخت کې الله تعالی د انصاف قانون نازل کړ. اسلام قصاص د شخصي انتقام پر ځای قانوني او عدالتي چوکاټ ته داخل کړ.
اسلام اجازه ورنه کړه چې خلک په کوڅو او بازارونو کې د انتقام په نوم یو بل ووژني. اسلام دا کار د قاضي، محکمې او عدل په چوکاټ کې محدود کړ. اسلام هغه غلط عرفي قوانین ختم کړل چې یو انسان په بدل کې لسګونه انسانان وژل کېدل. قرآن کریم په المائدة سورت، ۴۵ نمبر آيت کې فرمایي:
«وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ، وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ، وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ، وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ، وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ، وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ…»
د آيت مفهوم او مطلب داسې دی چې:
یو کس د یو کس په بدل کې، سترګه د سترګې په بدل کې، غاښ د غاښ په بدل کې، زخم د زخم په بدل کې دی. او که څوک عفوه وکړي، دا د ده د ګناهونو د بښل کېدو سبب ګرځي.
اسلام وایي که ستاسو یو کس وژل شوی وي، نو یوازې له قاتل نه قصاص واخلئ، نه د هغه له کورنۍ او نه د ټبر له نورو کسانو. د قصاص داسې عادلانه قانون دی چې تر نن ورځې پورې بل هېڅ قانون نه دی راوتی چې د هغه قانون په تطبيق سره دې نه د مقتول کورنۍ ناراضه وي او نه مجرم بې عدالته پرېښودل کېږي.
قصاص د عبرت قانون دی چې نور خلک د قتل جرأت ونه لري، او ټولنه د وینې بهېدلو څخه وساتل شي.
اسلام په هره مسئله کې د حقیقت اړخونه ګوري. د انسان د وینې مسله کې د مقتول د وارثانو حق هم په عدالت سره خوندي کړی دی.
الله تعالی د قصاص اصلي فلسفه په البقرة سورت، ۱۷۹ نمبر آيت کې داسې بیانوي:
«وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»
یعنې:
«اې عقلمنو خلکو! ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، کېدای شي چې تاسو پرهیزګار شئ.»
یعنې د قصاص هدف وژنه نه ده، بلکې د ټولنې ژوند او سلامت پاتې کېدل دي. قصاص د فرد او ټولنې ژوند ته ضمانت ورکوي.
ځیني خلک اعتراض کوي چې قصاص یو بل انسان له منځه وړي، حال دا چې رحمت خو دا تقاضا کوي چې هېڅ انسان ونه وژل شي؟ ځواب یې دا دی چې هر رحم ښه نه وي. په قاتل رحم کول په حقیقت کې د بې ګناه خلکو سره ظلم دی. که قاتل پرېښودل شي، نو سبا به بل څوک وژني، او په ټولنه کې به د قتل لړۍ چټکه شي، نو په حقیقت کې قصاص د انسانیت دوستي ده، نه دښمني. یو مجرم وژل د لسګونو بې ګناه انسانانو ژوند ژغوري. دا مرګ نه بلکې د ټولنې ژوند دی.
پاکه او سالمه ټولنه د دین، ژوند، مال، عزت، عقل او نورو اساسي حقوقو په ساتلو ولاړه ده. دا هغه اصول دي چې د امت علماوو او فقهاوو د ټولنې بنسټونه بللي دي. نو مطلب دا چې د اسلام د سزاګانو هدف د دیني او ټولنیز نظام ساتنه ده. دا هدف هغه وخت ترلاسه کېږي چې انسان د اصلاح او تربیت له لارې یا د سزا له ډار څخه د هغو کارونو نه ځان وساتي چې ټولنه ګډوډوي او انسانانو ته ضرر رسوي.
د افغانستان اسلامي امارت چې په دې هېواد کې د اسلام د سياسي نظام تمثيلونکی حاکم نظام دی، پر همدې اساس يې شرعي مسئوليت جوړېږي چې د ناروا قتلونو د مخنيوي، د ظالمانو قاتلانو د مخنيوي او هغوی ته د عبرت وړ سزا ورکولو لپاره د قصاص حکم نافذ کړي. الحمد لله، په تېرو څو کلونو کې موږ په بېلابېلو ولايتونو کې د قصاص د تطبیق شاهدان يو، او نن د خوست په ولايت کې هم د يو قاتل په اړه د قصاص شرعي حکم عملي شو.
دلته د يوې مهمې مسئلې يادونه هم ضروري ده: ځينې خلک(خصوصا داعش او نور بغاة) دا بې ځايه پروپاګند کوي چې اسلامي امارت د نړیوالو د فشار له امله حدود او قصاص نه عملي کوي، خو د نننۍ پېښې تطبیق ثابته کړه چې دا ټول بېاساسه او تش درواغجن تبلیغات دي. د افغانستان اسلامي امارت مشران، په ځانګړي ډول قضائیه قوّه، په دې برخه کې د هېچا فشار ته سر نه ټیټوي او نه به د چا پر ګواښ او شرط د شرعي سزاګانو له عملي کولو څخه لاس واخلي.
البته بايد پوه شو چې د اسلامي شريعت له مخې د حدودو او قصاص د عملي کولو لپاره ځانګړي شرعي شرطونه موجود دي. ډېر وخت همدا شرطونه نه پوره کېږي، له همدې امله په ځينو قضيو کې قصاص نه عملي کېږي. د بېلګې په توګه: د جرم په اثبات کې شرط دا دی چې مجرم به د باصلاحيته شرعي محکمې په وړاندې په خپل رضا او رغبت، پرته له اکراه او جبر، په خپل جرم اقرار کړی وي، يا به د جرم په اړه دوه عادلان شاهدان د ټولو شرطونو په پوره کولو سره محکمی ته شاهدي وړاندې کړي وي.
دا ډول شرعي اثبات ډېر ستونزمن دی، او په لسګونو قضیو کې یوازې ډيرې لږې داسې پېښې وي چې د قصاص د عملي کولو ټول شرعي شرایط پکې پوره شي.
له بلې خوا د حدودو او قصاص په باب د فقهي قاعدې له مخې بالشبهات تُدرأ الحدود؛ يعنې د لږ شک په صورت کې حد او قصاص نه نافذېږي. همدارنګه، د داسې قضیو په اړه چې د سزا پایله د يو انسان په ژوند ختمېږي، ډېر احتياط ضروري دی. له همدې امله د قصاص پېښې د شمېر له اړخه لږې ښکاري.
سربېره پردې زموږ ټولنه يوه سنتي او دوديزه ټولنه ده. ډېری وخت د سپين ږيرو، مشرانو او علماوو د منځګړيتوب په برکت د مقتول کورنۍ قاتل بښي، چې دا هم د قصاص د عملي کېدو د کموالي يوه مهمه وجه ده.
نو په مجموع کې هېڅ داسې خبره نشته چې اسلامي امارت دې د شرعي سزاګانو په برخه کې له کوم فشار سره تسليم شوی وي، او نه یې د کومو مادي غوښتنو او ګټو په خاطر د شریعت په احکامو کې کمزوري او سستي کړې ده. امارت به د شرعي عدالت د تحقق په برخه کې خپل اسلامي موقف تر پايه ساتي، او حدود او قصاص به د شريعت د قواعدو مطابق په خپلو ځایونو عملي کوي.










































