په اسلام کې د جهاد فلسفه | دوويشتمه برخه

طاهر احرار

اتلسم اعتراض:

په يو حديث مُبارک کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (خيرُ الصحابةِ أربعةٌ وخيرُ السرايا أربعمائةٍ وخيرُ الجيوشِ أربعةُ آلافٍ ولا يُغْلَبُ اثنا عشرَ ألفًا من قِلَّةٍ.)

ژباړه: بهتر صحابه څلور دي، بهتر سرايا څلور سوه کسان دي، بهتر لښکر څلور زره دي او د کموالي له وجې به دولس زره کسيز لښکر مغلوب نشي.

نو نن سبا مجاهدين چې شمېر يې تر دې ډېر لوړ دى، ولې مغلوب کېږي؟

۱: جواب

که دغه حديث مُبارک ته ځير وکتل شي، نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم په ډېر صريحو ساده الفاظو کې فرمايلي: چې دولس زره کسيز ځواک د کموالي له وجې ماتې نه خوري، اما که د نورو علتونو له وجې ماتې وخوري نه خو د حديث مُبارک سره په ټکر کې راځي او نه د مجاهدينو له جهاد سره، مثلاً د اسبابو نشتوالى د ماتې يو مهم عامل دى او ماتې نور حکمتونه هم لري. لکه (لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ) چې پاک او خبيث معلوم او سره بېل شي، چې مسلمانان عُجز پيدا کړي، تکبر يې مات شي او د خداى جل جلاله خوا ته مراجعه وکړي. لکه په غزوه حنين کې چې مات زړونه له الله جل جلاله څخه مغفرت او فتح طلب کړي تر څو يې خداى جل جلاله فتح او برى په برخه کړي، چې د ځينو مخلصو شهادت په برخه شي، د دُښمن په وړاندې متحد شي او داسې نور ډېر حکمتونه لري.

۲: جواب

جهاد هم جګړه ده، د جګړې اصول دا دي چې (الحربُ سِجَالٌ) جګړې کې فتحه، ماتې طبعي امور دي او دا د پيغمبر صلی الله علیه وسلم تقريري حديث مُبارک دى کوم چې ابو سفيان رضي الله عنهم په غزوه احد کې مسلمانانو ته وويل: (بيَومِ بَدرٍ، والحَربُ سِجالٌ) نو وروسته همدغه خبره نبي کريم صلی الله علیه وسلم هم تائيد کړه.

کله نا کله په فتحه کې تاخير راشي. مثلاً مونږ شل کاله وروسته له امريكا آزادي واخيسته او په دې لړ کې مونږ هم مات شوو، دوى هم مات شول، خو آخرنۍ برى خداى جل جلاله مونږ ته را په برخه کړ، اوس هغه زموږ ماتېدل، ماتې نه بلل کېږي، بلکې فتحې ته د رسېدو يوه لاره او هنر بلل کېږي.

الغرض اخرنۍ فتحه خداى جل جلاله د مسلمانانو په برخه کوي!

هرماس الافغاني
Exit mobile version