د افغانستان اسلامي امارت د یوه بشپړ اسلامي، خدای او ولس ته د مسوول نظام په توګه تل هڅه کړې چې له لسیزو جګړو له تورې غېږې څخه راوتلي ولس ته د سولې، امن او خوښیو لاره هواره کړي، د جګړې فزیکي او معنوي ټپونه ورغوي، چې ددې لپاره یې بېلابېلې کړنلارې او ادارې ګومارلې دي، یو له دغه ادارو څخه چې د یوه ستر او مهم وزارت په چوکاټ کې کار کوي، د امربالعمروف او نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت دی، چې فعالیتونه او کړنې یې د ایجاد له ورځې تر ننه پورې محسوسې دي، هم یې په ښارونو او هم په ولسوالیو او کلیو کې د خیر ښېګڼې خبره او پیغامونه وړاندې کړي او هم یې د لارښوونو او روزنیزو هڅو له لارې ولس ته دیني ارشادات او الهي لارښوونې په غوره چلند او طریقه د خپلو محتسبینو له لوري رسولې دي.
اسلامي امارت د امر بالمعروف خیریه او نیکې لارې ته د یوه ژمن نظام په توګه له فتحې او دویم ځلي حاکمیت وړاندې د جهاد او مبارزې په سختو او تودو سنګرونو کې هم دا د خیر چاره نه وه پرېښې او د همدې لپاره د یوه تشکیل په چوکاټ کې هرې برخې ته جلا کمېسیونونه ګومارلي وو، تر څوک د خلکو پر اذهانو هم کار وکړي او د غرب او اشغالګرو هغه فکري او ذهني جګړې په خپلو فعالیتونو سره شنډي کړي چې د دوستۍ او ورورۍ په جامه کې یې وړاندې کړې او پر ځوان نسل یې د فرهنګي تهاجم په اډانه کې پیل کړې دي.
۱- د اسلام او نظام غوره تصویر وړاندې کول:
اسلامي امارت یو شرعي نظام دی، چي د حنفي فقهې په رڼا کې ټولې چارې مخته وړي، له خپل رب او ګرانو هېواد والو سره ددې ژمنې په رڼا کې رامنځته شوی چې خدمت به کوي او اسلامي ارزښتونو ته به ژمن پاتې کېږي، د نېکو کارونو خواته یې بلنه او لارښوونه یې هم دیني مسوولیت دی، له خلکو سره یې ژمنه کړې چې د شریعت ساتنه به کوي، د شریعت د ساتنې یوه لاره له شریعت او دیني ارزښتونو څخه هر وخت د خلکو با خبره ساتل دي، کله چې په دې برخه کې د امربالمعروف محتسبین خپل دیني مسوولیت په ښه ډول ادا کړي، هم د اسلام مبارک دین او هم اسلامي نظام غوره تصویر وړاندې کېږي.
۲- اسلامي شعایرو او ارزښتونو ته ژمنتیا:
د امر بالمعروف د چارې په تطبیق سره د یوې اسلامي ټولنې په توګه له اسلامي شعایرو او ارزښتونو سره د خلکو تړاو ټینګېږي، دین ته یې پام اوړي او له دین څخه با خبره ټولنه رامنځته کېږي چې له دې پوهاوي سره تبعیض او بې اتفاقي له منځه ځي، څوک یې د قوم، ژبې او سیمه په نامه نه شي وېشلی، هم د مسوولینو او هم د رعیت تر منځ دین او دیني شعایرو ته ایماني ژمنتیا رامنځته کېږي.
۳- له دین اسلامي فرهنګ سره د ځوانانو اشنايي:
د شل کلن اشغال پر مهال د اشغال فرهنګي او فکري اړخ تر ډېره ځوانانو او نوي نسل ته متوجه و، د همدې له خاطره یې لسګونه ډله ییز وسایل او توکي په کار اچولي وو، څو دوی له خپل اسلامي فرهنګ او فکر څخه فاصله پیدا کړي، غربي او امریکايي ارزښتونو ته تمایل ولري، خپل تاریخ یې هېر او برعکس یې د اروپا او امریکا اوسني ظاهري پرمختګونه فکر اشغال کړي، ځکه خو ددې اغېزو د له منځه وړلو او ناوړه خوب څخه د را ویښېدلو لپاره د امربالمعروف موضوع ډېره مهمه ده او په نني عصر کې تر بل هر څه زیات ارزښت لري.
۴- د دین رښتینی تبلیغ او د فرهنګي اشغال مخنیوی:
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، د اشغال فرهنګي اغېزو پاکول دومره اسانه کار نه دی یا په بله اصطلاح یوه اوږد مهاله پروسه ده، غربي رسنۍ او د تښتېدلو جمهوریتي چارواکو ناوړه تبلیغات لا هم نه دي درېدلي، ددې لپاره اړینه ده چې اوسنۍ افغان رسنۍ هم د امربالمعروف او خلکو ته د حقیقت ښوودنې په موخه په دې چاره کې دیني او هېوادنی مسوولیت لري، چې له نېکه مرغه تر سره کړې یې هم دی، دیني خپرونې زیاتې شوې، د اړوند وزارت علمي او روزنیزې برنامې تر سره کېږي او کله چې د خلکو اذهان دې ته چمتو شي چې د دین ساتنه یوازې د نظام مسوولیت نه، بلکې فرد فرد د دین پر وړاندې مسوولیت لري، هېواد د ټولو ګډ کور دي، بیا ناوړه کړنو او منکراتو ته «نه» وايي.
د جمهوریت پر مهال به چې کله یو څوک په ښار او حتی لرې ولسوالیو کې ګرځېدل، د خلکو د څېرو، جامو او ظاهر له رنګارنګۍ څخه به دې داسې انګیرل کېده چې دا یوه افغاني ټولنه نه ده، په ځانګړي ډول ځوانانو به هر ډول تقلید ته ارزښت ورکړی او څنګه یې چې زړه غوښتل هغسې ګرځېدل، خو نن الحمدالله د امر بالمعروف په برکت په څېرو او جامو کې پوره بدلون راغلی د یوې اسلامي ټولنې ښکلی تصویر وړاندې کوي.
په پای کې باید یو ځل بیا ددې یادونه وکړو چې امربالمعروف یو فردي مسوولیت نه دی، باید هر څوک او د ټولنې هر وګړی د ټولنې د اوسېدونکي په توګه دا ایماني دنده تر خپل توانه تر سره کړي، خو پر ناوړه کړنو چوپ پاتې کېدل یو بل ظلم ته لاره هواروي، لکه څرنګه چې د یاد شوي وزارت وزیر هرات ته په خپل وروستي سفر کې د څرګندونو پر مهال د ګیلې او شکایت په انداز وویل چې روحیانیون او عالمان د امرالمعروف په چاره کې خپل همکاري نه کوي. د وزیر صاحب خبره رښتیا ده، له یوه لاسه ټک نه خېژي، روحانیون او عادي مسوول وګړي باید په ګډه له ناخوالو او بدبختیو سره مبارزه وکړي او د امربالمعروف چاره خپل دیني مسوولیت هم وبولي.