امریکايۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مارچ په ۲۴تمه لیکلي چې د امریکا پوځ او استخبارات له افغانستانه پر امریکا د داعش د برید د احتمال په اړه یوه خوله نه دي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال ایریک کوریلا، تېره اوونۍ کانګرس ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل چې د داعش خراسان څانګه په شپږو میاشتو کې دننه د امریکا یا غرب پر ګټو بریدونه ترسره کولای شي.
خو وال سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې د کوریلا له ارزونې سره موافقې نه دي. د امریکا د ملي استخباراتو د رئیس دفتر په یوه تحلی کې ویلي، داعش پر امریکايي اهدافو د برید نیت لري، خو في الحال وړتیا ورسره نشته.
د ملي استخباراتو رئیس، ډګر جنرال سکاټ بیریر، وايي، ”موږ ارزوو چې زموږ خاورې ته في الحال کوم حتمي ګواښ نشته. ممکن زموږ پر خاوره د برید اراده موجوده وي، خو داسې موثق ګواښ نشته چې ګوته ورته ونیسو او ووایو چې په نږدې راتلونکې کې یې د ترسره کېدو امکان شته“.
بیریر ویلي چې د امریکا په نسبت زیات ګواښ اروپا ته متوجه دی.
وال سټریټ ژورنال لیکي، اسلامي امارت تر بریا وروسته د داعش سلګونه افراد وژلي او د پرلپسې بریدونو له امله دا ډله د فرار په حال کې ده، همدې ته په کتلو یو امریکایی چارواکی وايي چې داعش ډله پر بهرنیو اهدافو د برید وړتیا د اوس لپاره نه لري.
ورځپاڼې د مرکزي قومندانۍ د قومندان له قوله لیکلي چې امریکا په افغانستان کې دننه د اطلاعاتو راټولولو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ ده. زیاتره استخباراتي معلومات اوس د مخبرینو د محدودو شبکو او بې پیلوټه الوتکو له لارې راټولیږي، خو د بې پیلوټه الوتکو ۸۰٪ وخت له خپلو بېسونو افغانستان ته په لاره تیریږي او یوازې ۲۰٪ وخت په افغانستان کې څار کوي.
یقینا چې نن دخوارجی کثافاتو سره دفکری جګړی میدان په تاسو رب ذوالجلال ګرم ساتلی.
په هررنګ نشریاتو کې له ډیر دقت او له احتیاطه کار واخلی.
ستاسي دخپلو کارمندانو (مجاهدینو) په زړونو کې باید ددښمن ویره بیخی نه وي اما بی احتیاطی هم نه.
له قرآنی حجتونو او او نبوی احادیثو ددلیلونو سره سره باید تاسي هر وخت فکری/عقلی دلیل هم وړاندې کړی ځکه چې نن داسې خلګ هم شته چې له دین نه ناخبر وي او دا دلایل ورته محض دبحث مواد ښکاری (العیاذبالله).
ددښمن هره مرداره پالیسي،پلانونه او ددوي ناوړه اعمال لکه زنا،لواطت او همجنس بازی باید مؤمن ملت ته ظاهر کړی.
ستاسو کشر ورور ”احمدالله سعد“