پر یوه اعتراف دوه تبصرې

داعش چې په ۲۰۱۴م کال کې په عراق او سوریه کې راپیدا شول، د سیاست په برخه کې یې د نړیوالو لپاره د یوې معما شکل غوره کړ.
داعش په ډېره کمه موده کې زیات پرمختګ وکړ او ورو ورو د نړۍ لپاره په یوه سرخوږي بدلېدونکې ډله شوه.
لږ وخت وروسته د افغانستان هم په ځینو سیمو کې د داعش په نامه بیرغونه پورته او فعالیت یې شروع کړ.
له خپل وخت سره سم د ځیني هیوادونو او سیاسي کارپوهانو لخوا ادعاوې وشوې چې داعش د امریکا پدیده ده او د خپلو ځانګړو اهدافو د حصول او امریکا ته د ځینو متوجه خطرونو د دفعې پخاطر ایجاد شوې ده.
د وخت په تېریدو سره دا تحلیلونه پر حقیقت د بدلېدو پرخوا روان وو، چې بالآخره ځیني داسې شواهد برآلا شول چې هغو دا په اثبات رسوله چې داعش د امریکا لخوا جوړه شوې ډله ده.
په زابل، ننګرهار، او د شمال په ځینو ولایتونو کې د داعشي ملیشو سره د چورلکو په واسطه کومکونه کول او له طالبانو سره د جګړې پر وخت د داعشیانو د ملاتړ پخاطر د طالبانو بمباردول، هغه څه وو چې د داعش د معما له څپړلو سره یې همکاري وکړه.
کله چې له شمال څخه د طالبانو لخوا محاصره شوي داعشیان په چورلکو کې کابل ته انتقال شول، نو د داعش په اړه تقریباً ټول سوالونه او تشویشونه حل کېدو ته نږدې شول.
له دې جریاناتو ډېر وروسته تېره ورځ د امریکا د ۲۰۲۴م کال د دیموکرات ګوند لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رابرټ کینیډي» په ډکه خوله اعتراف وکړ چې داعش د امریکا پروژه ده.
دلته دوه خبرې دي. که څه هم د کینیډي خبرې د دنیا لپاره یو ثبوت شوې او ټول هغه تحلیلونه او ادعاوې یې په حقیقت بدلې کړې چې داعش یې د امریکا پروژه او ایجاد باله خو یوه بله خبره هم د تأمل وړ ده چې کینیډي بالآخره ولې دا اعتراف وکړ؟
معمولاً سیاستمداران او استخباراتي چارواکي تر هغه وخته رازونه پټ ساتي ترڅو هغه پدیده او عمل په جریان کې وي، کله چې یې وخت تېر شي، نور یې د راز په شکل ساتل بې فایدې او بې ګټي وي؛ ځکه هم ډېری وخت د سیاسیونو او نورو استخباراتي چارواکو په مرکو، کتابونو او مجلسونو کې هغه خبرې اورېدل کیږي، چې هغه یو وخت مهم راز بلل کیدې، خو وس یې د یوې خاطرې یا تاریخ شکل غوره کړی وي.
آیا د رابرټ کینیډي اعتراف موږ ته دا په لاس نه راکوي، چې داعش نور یوه پدیده نه ده، بلکې یوه پدیده وه؟ او آیا داسې نه ښکاري چې له دې ډلې څخه روح ایستل شوی دی او د پیسي د بوتل حیثیت یې غوره کړی دی؟
کم از کم که دا وروستی تحلیل سم نه وي، نو د کینیډي اعتراف دومره وکړل چې د داعش په اړه شته سوالونه یې ټول ځواب کړل او ممکن دا د همدې لپاره یو سبب شي، چې د داعش تر شا خلک به نور مجبوراً د دې ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version