د اسلامي امت او تېر تاریخ په اوږدو کې غربيانو، صلیبیانو او عموماً کفارو د مسلمانانو او خصوصاً د اسلام مبارک دین د برم، پرمختګ او قوت د مخنیوي لپاره تل د اسلام په لباس او نمونه ظاهري برخمن، د ځپنې او مخنیوي هډې او یا یو لښکر په مالي او نورو همکاریو ساتلی دی، چې د دغو پوځونو او هډو مسؤلیت تل د مسلمانانو د اقتصادي، سیاسي او دیني پرمختګ مخنیوی وي، یا د اسلامي ثقافت او تمدن مخه نیول وي.
نن د تاریخ په اوږدو کې د اسیا په زړه د پاکستان لسیزې بلواکه او اشغالګره اداره پېژنو، چې څه او کومو اهدافو لپاره کار کوي او ولې د اسلام ځپنې هډه بلل کېږي؟
کله چې برتانیا په اسلامي خاورو کې ماته وخوړه، نو د صلیبي او یهودي مشرانو په دې پرېکړه وکړه، چې په شپږو لویو وچو کې باید یهود او کفار داسې متحد لښکر همایه کړي، چې د مسلمانانو جهادي، اقتصادي او سیاسي تمدن بیا قایم کیدو او حاکمیت مخه ونیسي.
له همدې سببه یې د پاکستان په نوم کښلې نقشه او جبري کرښه رامنځته کړه، چې له لومړي وخته تر ننه د غربي او صلیبي قوتونو د مالي او پوځي همکارۍ او ملاتړ په سبب چلیږي، دوی (یهودو او صلیبیانو) له دغې نقشې (هډې) داسې ګټه پورته کړه، چې ممکن تر ننه یې ځینو غافلو مسلمانانو تصور هم نه وي کړی، هغه دا چې د اسلامي هیوادونو او خاورو ترمنځ یې اسلامي، کلتوري او قبیلوي اړیکې او توسط له منځه یوړ.
همدغې هډې د اسلامي خاورو په دویم او دریم وار اشغال کې د کافري اشغالګرو لپاره د تم، همکارۍ او تر هدف نښې رول ولوبوه، همداسې هډې په سبب د مسلمانانو ترمنځ داسې داخلي کړکیچونه رامنځته شول، چې هغه مسلمانان چې د یو قوم، مذهب او کلتور به برحمن وو، د څو کلتورونو، مذاهبو او قومي بیلتون لمنې ته وغورځیدل.
دا تصور نه دی، بلکې حقیقت دی، چې تر ننه یې مسلمانان یوازې ننداره کوي، چې په شتون یې د پاکستان په قلمرو کې مظلوم مسلمانان داسې زوال ته ورسول، چې دغو خلکو کلتوري، سیاسي او خپل اسلامي تمدن او ارزښت بایللی حساب کړ، دوی یې د خپلو شومو اهدافو په سبب په ټریلیونونو قرضدار کړل، هغه اهداف چې دوی د غربي لښکرو په اشارو ترسره کړل، قرباني یې مظلوم ولس شو. دا هغه پیښې دي، چې تاریخ یې د غلام، بلواکي او کرایي پوځ اصول څه؛ له دې اخوا د وحشت یوه نمونه ګڼي.
عجیبه خو داده چې له دغه پوځ او هډې یوازې پاکستان، افغانستان او بنګلادېش مسلمانان نه شول زیانمن، بلکې د اسلام لومړۍ قبلې میشت او اوسیدونکي هم د دوی په چټلو اهدافو، ارادو او لاسونو په وینو ولړل شول، چې غالباً په ۱۹۸۵ کال کې یې له ۳۰ زرو زیات مظلوم فلسطینیان په شهادت ورسول، تر ننه د غربي او صهیونیستي رژیمونو په اشارو د دوی د وینو تږی دی، چې اوس د همدې باطل رژیم پوځ د خپل اقتصادي زوال او وحشت تندې خړوبولو په خاطر د همدغه اشغال او مظلوم ملت بیا وینو بهولو او څښلو لپاره تیار شوی دی.
دا به تاریخ او اسلامي امت څنګه نه حس کوي، چې ځان ته د مسلمان نوم منصوبوي خو په حقیقت کې بیا مسلمانان په همدې شکل په وینو زرغونوي. نو ځکه وایو، چې پاکستان اوسنی رژیم او اداره د اسلام او مسلمانانو ځپنې هډه ده، چې تر کومه یې وس رسیږي د اسلام په نوم او نښان پوښلي مسلمانان به له دوی شر او فتنې څخه په امن نه وي.









































