تېره ورځ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو ژیاؤ یونګ، په خپل یو بیان کې وویل چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ وسلوالې یا تُندروه ډلې فعالې دي چې د چین لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي.
د چین د استازي دغه څرګندونې پاکستان ته د سفر پر مهال مخې ته راغلي دي، د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې یو ژیاؤ یونګ د دوشنبې په ورځ اسلامآباد ته لاړ، هلته پاکستاني چارواکو ورسره داسې اسناد شریک کړل چې ګواکې پکې ښکاري چې څنګه افغانستان د سیمې د سولې لپاره ستونزې جوړوي.
که د چین د استازي ددې بیان ژور تحلیل وشي، نو ښکاري چې دا د چین خپل رسمي دریځ نه دی، بلکې د پاکستان د حکومت او ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو، دروغجنو شواھدو او بریفینګ وروسته د هغه شخصي برداشت دی چې په خپلو خبرو کې یې څرګند کړ.
دا اوس یوه ښکاره خبره ده، چې پاکستان د افغانستان پر ضد ددې روان تبلیغاتي کمپاین له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، یوه موخه یې دا هم ده چې د خپلو ګټو لپاره د چین ملاتړ ترلاسه کړي، په بلوچستان کې د روانې وسلهوالې جګړې له امله د پاکستان دننه د چین د اقتصادي پروژو راتلونکی له خطر سره مخ دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان پوځ په دې کې پاتې راغلی چې د خپل هېواد دننه د چینايي وګړو امنیت خوندي کړي.
د دې ناکامۍ په پس منظر کې، چینايي چارواکو غوښتنه کړې چې د خپلو وګړو د ساتنې لپاره خپل امنیتي ځواکونه په پاکستان کې ځای پر ځای کړي، که د چین پوځ په پاکستان کې ځای پر ځای شي، نو دا به د پاکستاني پوځ اعتبار ته لوی زیان واړوي.
همدا وجه ده، چې پاکستان هڅه کوي چین دې ته قانع کړي چې دا ټولې ستونزې د افغانستان له لوري جوړېږي، نو ځکه کله چین او کله هم ملګرو ملتونو او امریکا ته دغسې بې اساسه راپورونه وړاندې کوي.
د پاکستان له خوا پر افغانستان باندې، د چین اړوند لګول شوي تورونه ځکه بې بنسټه دي چې په بلوچستان کې روان کړکېچ د پاکستان د داخلي پالیسیو پایله ده، د بلوچ بیلتون غوښتونکو د تحریک شاوخوا دوه لسیزې وشوې چې پیل شوی دی، په داسې حال کې چې اسلامي امارت درې کاله مخکې واک ته رسیدلی دی.
بله دا چې پاکستان تر دې دمه د خپلو ادعاوو د تایید لپاره کوم معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي، نه پاکستان او نه هم چین داسې کوم ثبوت وړاندې کولای شي چې وښيي د افغانستان خاوره د چین د ګټو پر خلاف کارول شوې ده.
که چین د افغانستان په اړه د پاکستان بې بنسټه دعوو ته غوږ ونیسي، نو دا به د چین بهرني سیاست ته زیان ورسوي، ځکه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته د چین ملاتړ ترلاسه کړي، چې دا به د چین بېپریوالی زیانمن کړي.
چین باید د افغانستان په اړه خپل دریځ په خپلواک ډول وټاکي او یوازې د پاکستان پر خبرو باور ونه کړي، د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې اړیکې او د پاکستان لخوا ورځني پروپاګندي کمپاینونه د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره بېاعتمادي ښيي، نو غوره به دا وي چې چین د افغانستان په اړه د هر ډول تورونو د تصدیق لپاره له نورو خپلواکو سرچینو کار واخلي، یا له افغانستان سره دیپلوماټیک چینلونه نور هم قوي او هغه لارې مستقیمې خبرې وکړي.
چینايي چارواکي باید دا درک کړي؛ چې پاکستان د ۹/۱۱ پېښې وروسته د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ځان د امریکا جګړې ته په کرایه ورکړ، کله چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوه او له دې ځایه ووتله، اوس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین د نیابتي جګړې برخه وګرځوي.
چینایي چارواکي باید د پاکستان له خوا د ورکړل شوو بې اساسه معلوماتو په اساس داسې دعوې یا بیانونه ور نه کړي چې د ځمکنیو حقیقتونو خلاف وي، دا د ټولو اړخونو په ګټه ده.