پاکستاني چارواکي او د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې

ابو هاجر الکردي

#image_title

ځینو خبري اژانسونو د پاکستاني رسنیو له خولې ویلي چې آصف دراني؛ د پاکستان ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا افغانستان او اسلامي امارت په دې تورنوي او ادعا یې کړې چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي چې کېدایشي دا کار د نړۍ لپاره د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار وګرځي.

 

د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي، چې داعش ډله په افغانستان کې د اسلامي امارت د زړورو ځواکونو له خوا د خپلو ورانکارو پروژو له ناکامېدو وروسته په خورا ذلت له افغانستانه خپل ګلیم ټول کړی او د پاکستان د حکومت غېږې ته یې پناه وړې ده.

 

د دغه خبر په تائید سره د داعش د ډلې هغه ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي، چې د پاکستان په خاوره په ځانګړي توګه په بلوچستان کې خپل حضور ښيي.

 

داعش او د خوارجو پلویان کوم چې د پاکستان د حکومت، د افغانستان د جمهوري نظام او ورسره د شرقي او غربي استخباراتي چارواکو ګډه پروژه وه، د اسلامي امارت د نظام له جوړېدو وروسته یې د افغانستان په جغرافیه کې دوام ونه موند او څومره ژر چې شونې وه، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د دوی ځالې له مینځه ولاړې او سرکوب شول.

 

د پاکستاني لوړپوړو چارواکو څرګندونې څو اړخونه لري؛

١. دا چې د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو سره سم د جاسوسانو او هغو کسانو چې شپه او ورځ یې د پاکستان د ګټو او موخو لپاره کار کاوو، لاسونه غوڅ شول او د پاکستان حکومت دا هڅه کوي چې د دې ډول افواهاتو په خپرولو سره خپل زیانونه جبران کړي.

 

٢. د پاکستان حکومت، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اندېښنې وړ ګڼي او په دې ډول څرګندونو سره غواړي چې نور دولتونه او د نړۍ زبرځواکونه را منځته کړي او د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې سره په جګړه اخته کړي.

 

٣. د درېيو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه، لکه؛ اقتصادي، سیاسي او پوځي په ګډون د بهرنیو اقتصادي لویو پانګوالو له خوا د پانګونې لپاره د زمینې په برابرولو سره د ګاونډیانو پر وړاندې د حسد احساس زیات شوی او له همدې امله غواړي د دا ډول درواغو په خپرولو سره د اقتصادي شرکتونو د پانګونې مخه ونیسي.

 

ادامه لري…

هرماس الافغاني
Exit mobile version