د امریکا او ایران ترمنځ د زیاتېدونکې کړکېچ په رڼا کې، نړیواله ډیپلوماسي یو ځل بیا فعاله ښکاري. په داسې حال کې د پاکستان ناڅاپي راڅرګندېدل د یوه احتمالي مهم منځګړي په توګه، په ظاهره یوه مثبته پرمختګ ښکاري؛ خو کله چې دې بهیر ته په ژوره توګه وکتل شي، نو ګڼ اړخونه یې راڅرګندېږي، ځینې پر واقعیت ولاړ، او ځینې نور د تبلیغاتو او د ځانګړو روایتونو د جوړولو برخه برېښېږي.
د پاکستان دولتي او پوځي رژیم کې د شته تضادونو له مخې، دا ځل هم حالت د پخوا په څېر دی. له همدې لیدلوري، د ایران–امریکا د جګړې په اړه د پاکستان له لوري د مذاکراتو د میز چمتو کول یوازې د “سولې هڅه” بلل او ستایل، ښايي د حقیقت نه سترګې پټول وي. نړیوالې رسنۍ چې په خپلو خپرونو کې د پاکستان متضاد رول څنګه انځوروي، هغه ښايي په ظاهر کې سخت ښکاره شي، خو په بشپړه توګه یې ردول هم له انصافه لرې خبره ده.
پوښتنه دا نه ده چې پاکستان ولې د امریکا او ایران ترمنځ په روان کړکېچ کې منځګړیتوب کوي، بلکې دا ده چې ولې تل په داسې حساسو شېبو کې فعاله کېږي، حال دا چې بل لور ته له افغانستان سره د جګړې فضا پخپله رامنځته کوي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې د دې متضاد سیاست تر شا د پاکستان لومړیتوبونه څه دي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره، یوازې تاریخ ته یوه لنډه کتنه هم بسنه کوي؛ ځکه دا یوازې عمومي برداشت نه، بلکې د روښانه تاریخي پېښو پر بنسټ ثابت حقیقت دی.
د بېلګې په توګه، د شوروي–افغان جګړې پر مهال پاکستان له امریکا سره نږدې اتحاد جوړ کړ او ځان یې د دې جګړې د لومړۍ کرښې دولت په توګه وړاندې کړ. د دې اتحاد په پایله کې پاکستان پراخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړې، خو د همدې پالیسۍ اغېزې وروسته په سیمه کې د توندلارۍ او بېثباتۍ په بڼه راڅرګندې شوې، چې خپله پاکستان هم یې بیه پرې کړه.
همداراز، د یولسم سپتمبر له پېښې وروسته، د “ترهګرۍ پر ضد جګړې” تر نامه لاندې، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د امریکا ملاتړ وکړ او په خپل ګاونډي افغانستان کې یې د امریکایي عملیاتو لپاره عملي اسانتیاوې برابرې کړې، حال دا چې تر دې وړاندې یې ځان د طالبانو د حکومت تر ټولو نږدې ملاتړی معرفي کاوه. د سپتمبر له پېښې وروسته دا ناڅاپي بدلون یوازې یو نظریاتي بدلون نه و، بلکې د نړیوالو فشارونو او ګټو له مخې هغه پخوانۍ تګلاره وه چې بنسټ یې د نړۍ له غالب ځواک سره ځان همغږی ساتل دي.
په دې توګه، پاکستان د دې یوټرن په بدل کې له یوې خوا میلیاردونه ډالر مرسته ترلاسه کړه، خو له بلې خوا یې د خپل ګاونډي افغانستان پر وړاندې د دې تګلارې طبیعي پایله د کورني ناامنۍ، ترهګرۍ او ټولنیز وېش په بڼه هم ولیدله. په وروستیو کلونو کې بیا د پاکستان په اړیکو کې یو بل څرګند تمایل د چین پر لور هم لیدل شوی، په ځانګړي ډول د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په چوکاټ کې. خو سره له دې، له امریکا سره اړیکې بشپړې نه دي پرې شوې، بلکې د حالاتو له مخې یې له دواړو ځواکمنو هېوادونو سره د توازن ساتلو هڅه کړې ده. دا چلند ښايي د ډیپلوماسۍ مهارت ښکاره کړي، خو منتقدین یې د واضح او دوامداره تګلارې د نشتوالي نښه بولي. په ځانګړي ډول ځکه چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز هم تر اوسه په مطلوبه بڼه نه دی پلي شوی.
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ په اړه د پاکستان احتمالي ډیپلوماسي هم د همدې ډول چلند انعکاس دی. له یوې خوا له ایران سره د قاچاق، سرحدي تاوتریخوالي او د باور د نشتوالي ستونزې دي، او له بلې خوا ناڅاپه د منځګړیتوب ادعا. دا تضاد یوازې ډیپلوماسي نه، بلکې د پالیسۍ د عدم تسلسل ښکاره بېلګه ده، چې پاکستان د یوې موقع پرست او ګټه محور دولت په توګه راښيي. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان رښتیا هم یوه ثابته او اصولي بهرنۍ پالیسي لري، که دا چې د نړیوالو حالاتو له بدلون سره سم د ځواکمنو تر سیوري لاندې خپله لاره ټاکي؟
که څه هم ویل کېدای شي چې هر دولت د خپلو ګټو له مخې پرېکړې کوي، نو پاکستان هم دا حق لري؛ خو اصلي توپیر د دوام او روڼتیا دی. ډېر کمزوري هېوادونه هم د ګټو سیاست کوي، خو هغوی یو روښانه ستراتېژي او اوږدمهاله موخې لري. د پاکستان په اړه بیا دا تاثر ډېر ځله لیدل کېږي چې سیمهییزه پالیسي یې د مخکېني پلان پر ځای د فوري غبرګون په توګه جوړېږي.
سربېره پر دې، د پاکستان کورنی بېثباتي هم د “ګټهمحور دولت” دا انګېرنه پیاوړې کوي. سیاسي بېتسلسلي، د ملکي او پوځي مشرتابه ترمنځ د واک توازن، او کمزوری اقتصاد؛ دا ټول هغه عوامل دي چې د یوې ثابتې بهرنۍ تګلارې پر جوړولو خنډ ګرځي. په داسې حال کې، له موقتي فرصتونو ګټه اخیستل د پاکستان لپاره یو ډول مجبوري انتخاب ګرځي، خو په عین حال کې د یوې غیر جدي عادت بڼه هم خپلوي.
که څه هم دا خبره اسانه ده چې لوېدیځې رسنۍ پاکستان په تعصب سره ارزوي، خو دا پوښتنه هم مهمه ده چې ایا خپله پاکستان د خپل چلند له لارې دا تاثر نه دی پیاوړی کړی؟ کله چې یو هېواد بیا بیا یوازې د ځواک پر بنسټ اتحادونه جوړوي او ماتوي، نو د “موقعپرستۍ” تور ورباندې لګېدل هېڅ د حیرانتیا وړ نه وي. همدا لامل دی چې د پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې د تسلسل نشتوالی او د لنډمهالو ګټو لومړیتوب، هغه بیا بیا همدې پړاو ته راولي چېرته چې د هغه پر نیت پوښتنې راپورته کېږي.
د شنونکو په اند، که پاکستان غواړي په رښتیا نړیواله کچه یو باوري او جدي رول ولوبوي، نو باید د لرې پرتو شخړو کې د منځګړیتوب پر ځای یوه روښانه، ثابته او اصولي بهرنۍ پالیسي خپله کړي، او تر ټولو لومړی له خپل ګاونډي افغانستان سره خپلې اړیکې سمې کړي. که نه، نو د پاکستان هره نوې ډیپلوماتیکه هڅه، که هر څومره مثبته هم وي، نه یوازې به د شک په سترګه کتل کېږي، بلکې په پایله کې به د دې هېواد باور او اعتبار نور هم کمزوری کړي.










































