نړیوال له تاجکستاني اتباعو بالقوه پېښېدونکو ګواښونو ته متوجه شوي

#image_title

 

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې په درو ايالتونو کې اته تاجکستانيان له داعشیانو سره د تړاو په شک نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا کسان امریکا ته د جنوبي سرحدونو له لارې د کډوالو په جامه کې ننوتلي وو او په غالب احتمال پلان یې درلود چې د داعشيانو په دستور بریدونه ترسره کړي.

تازه د نیویارک پوسټ په نوم یوې امریکايي ورځپاڼې ويلي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په تېرو پنځو مياشتو کې لږترلږه ۵۰۰ تاجکستاني وګړي په امریکا کې په بېلابېلو شکونو نیول شوي دي. ورځپاڼې د ځینو اسنادو په استناد لیکلي چې په تېرو درې نیمو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ تاجکستاني وګړي امریکا ته د مهاجرينو په نوم ننوتلي، خو اوس ټولو ته د شک په سترګه کتل کيږي او ممکن بېرته وشړل شي.

نیویارک پوسټ په خپل راپور کې تاجکستان د داعشيانو د جلب و جذب بستر او سرچینه بللی او ويلي یې دي چې داعشیان د نورو هیوادونو په څېر په امریکا کې هم د دې هیواد د اتباعو په وسیله بریدونه ترسره کول غواړي.

په امریکا کې د تاجکستاني داعشیانو د نیول کېدو خبرونه داسې مهال خپريږي چې المان هم د خوارجو لخوا د تاجکستاني وګړو په توسط د بریدونو له ترسره کېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

له تېرو څو میاشتو راهیسې نړیوال د تاجکستاني اتباعو لخوا بالقوه ګواښونو ته متوجه شوي او هڅه کوي چې د داعشيانو په لاس د دې هیواد د اتباعو د استفادې او ناوړه پېښو مخه ونيسي. د ساري په ډول، روسیې د مسکو تر برید وروسته په خپله خاوره کې د تاجکستانیانو د اوسېدو، کار او ورتګ شرايط سخت کړل او ترکیې هم د وېزې معافیت ورختم کړی دی. وروستیو نیونو او وضعیت غرب هم مجبور کړی چې د تاجکستان د مستبد حکومت او اتباعو په تړاو پر خپلو پاليسیو له سره غور وکړي.

Exit mobile version