نه باید د داعش په وړاندې چوپ پاتې شو

أحمد هشام الکردي

#image_title

داعش په حقیقت کې یوه افراطي ډله ده، چې د خپلو ناوړه اعمالو په سبب د اسلامي امت لپاره ډېره زیانمنه ثابته شوې؛ دوی د اسلام له اصلي او معتدل پیغام څخه په غلطه استفاده کوي او خپلې سخت‌دریځې کړنې د اسلام په نامه توجیه کوي، چې له کبله یې د امت لپاره لوی زیانونه رامنځته کېږي.

د داعش کړنې یوازې په اسلامي نړۍ کې دننه محدودې نه دي؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو د تصویر بدنامولو لامل ګرځېدلې، د دوی د سخت دریځۍ له امله د اسلام نړیواله پېژندنه د افراطیت او تاوتریخوالي سره تړل شوې، د مسلمانانو ترمنځ وحدت او یووالی کمزوری شوی، ډېری اسلامي هیوادونه د جګړو، ناامنۍ او بې ثباتۍ سره مخ شوي او په سیمه کې د پرمختګ، زده کړو او اقتصادي پرمختیا لارې تړل شوې دي.

په همدې دلیل داعش د اسلامي امت د پرمختګ، سولې او ثبات لپاره یو لوی خنډ ګڼل کېږي او د هغوی پر وړاندې مبارزه کول د مسلمان لپاره ضروري دي.

که بیا هم داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي او په وړاندې یې جدیت او قاطعیت ونه ښودل شي، نو د اسلامي امت لپاره به لاندې زیانونه رامنځته کړي:

۱:- د اسلامي تعلیماتو تحریف:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، د خپلو اعمالو توجیه د اسلامي شریعت په نامه کوي، د اسلام اصل ښوونې تحریفوي؛ د دوی افراطي کړنې د اسلام سم او معتدل پیغام خرابوي او مسلمانان بدناموي.

۲:- د مسلمانانو ترمنځ اختلافات:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو د مسلمانانو ترمنځ فرقوي او فرقه‌يي شخړې زیاتوي، چې په اسلامي امت کې د یووالي او همغږۍ مخه نیسي، دا د مسلمانانو یووالي او قوت ته سخت زیان رسوي.

۳:- بې ثباتي او ناامني:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو په اسلامي هیوادونو کې به د جګړې، بې ثباتۍ او ناامنۍ کچه نوره هم لوړه شي، دا به د مسلمانانو ژوند، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ اغېزمن کړي.

۴:- د اسلام نړیوال تصویر ته زیان:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو د نړۍ په کچه اسلام بدناموي او غیر مسلمانان د اسلام په اړه ناوړه تصور ته اړ باسي، دا د اسلام پر سوله‌ييز پیغام سیوری غورځوي او د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کوي.

۵:- د نوي نسل د ذهنیت خرابول:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، ځوانان خپلو افراطي نظریاتو ته جلبوي؛ چې په نتیجه کې نوي نسل د سخت‌درېځۍ او تاوتریخوالي لار خپله کړي، دا د اسلامي امت راتلونکي لپاره لویه ننګونه ده.

۶:- کډوالۍ او مهاجرتونه:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو د دوی فعالیتونه په سیمو کې ناامني او بې ثباتي رامنځته کوي، چې بیا خلک د مجبوریت له امله کډوالي او مهاجرتونو ته اړ باسي؛ دا کډوالۍ د سیمې اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خرابوي او د کورنیو بېلتونونه او بدبختیو لامل ګرځي.

۷:- د بشري سرچینو ضایعات:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو د جګړو لپاره ځوانان جلبوي او هغوی د تاوتریخوالي او افراطیت قرباني کوي؛ دا په داسې حال کې، چې دغه ځوانان د امت لپاره د پرمختګ او مثبتو بدلونونو سرچینې جوړېدای شي، د داعش د افراطیت په وجه ضایع کیږي.

۸:- د پوهنې او پرمختګ مخنیوی:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، نو د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې پوهنې ته درناوی نه کیږي او دوی زده‌کړې ته په افراطي بڼه سره ګوري؛ دوی مدارس، ښوونځي، پوهنتونونه او ټولنیز مرکزونه تخریبوي، چې د راتلونکي نسل تعلیمي وضعیت ته لوی زیان دی.

۹:- نفسیاتي اغېزې او رواني ناروغۍ:

که داعش خپل افراطیت ته پرېښودل شي، د دوی په لاس را وتلی تاوتریخوالی او وحشت خلکو ته ژورې رواني اغېزې رسوي، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې د سختو ذهني ستونزو سره مخامخ کیږي، چې په اوږد مهال کې د ټولنې لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي.

۱۰:- اقتصادي زیانونه:

داعش د جګړې او تخریب له لارې سیمې ته اقتصادي زیانونه رسوي، د تولید، تجارت، او زیربناوو سیستمونه خرابوي، چې په نتیجه کې د ټولې سیمې اقتصاد له پرمختګه پاتې کیږي.

۱۱:- بین المللي فشارونه او سیاسي انزوا:

داعش د اسلامي هیوادونو پر وړاندې نړیوال حساسیت زیاتوي، چې د نړۍ نورو هیوادونو لخوا پر اسلامي هیوادونو فشارونه او بندیزونه زیاتوي؛ دا فشارونه د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځي، چې په نتیجه کې یې د اسلامي هیوادونو په پرمختګ کې خنډونه رامنځته کيږي.

په همدې اساس ویلی شو، چې داعش خپل افراطیت ته پرېښودل؛ د اسلامي امت ټولنیز، اقتصادي، تعلیمي او سیاسي جوړښتونو ته لوی زیانونه رسوي، چې د دې امت د راتلونکي لپاره لوی ګواښ دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version