رسول الله صلی الله علیه وسلم به په مذاکراتو کې له حق څخه هېڅ نه تېرېده، نه به یې په خبرو کې تېروتنه کوله او نه به هم په چا غوسه کېده. له خپلو اصحابانو به یې مرسته غوښتله او له دوی سره به یې مشوره کوله، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقل له پلوه تر دوی غوره او مقام یې لوړ و؛ خو بیا یې هم له دوی څخه مرسته او مشوره غوښتله.
د هیڅ چا رایه یا نظر به یې نادانه نه باله او نه به یې څوک نیمګړی ګڼلو، د هر چا خبرې به چې ښې وې، نو هغه به یې له ځان سره یاداښت کولې. رښتینی او حقیقتي عظمت یې په دې کې و چې د ژوند په ټولو حالاتو او مواقفو کې د ستاینې له دغو او نورو ټولو صفتونو برخمن و. دا صفتونه هم په مکه کې او هم په مدینه کې ترې لیدل شوي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه صفتونه په سوله کې هم لیدل شوي دي او په جګړه کې هم، آن په داسې حالت کې چې شړل شوی او تر تعقیب لاندې و، او د برلاسۍ او واکمنۍ پر مهال هم. له خپلو نږدې او ګرانو اصحابانو سره په تعامل کې هم، او له خپلو سرسختو دښمنانو سره په چلند کې هم یاد صفتونه ترې لیدل شوي دي.
ټول ژوند یې پر همدې سپېڅلې او ښایسته بڼه و. آن تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو په پرتله د دښمنانو په زړونو کې هم ډېر دروند و، او هغوی ورته ګوته په غاښ پاتې شوي وو. هغه خلک یې هم درناوی، تعظیم او قدر کاوه چې یوازې یې اورېدلی و، خو لیدلی یې نه و؛ حتی هغه کسان هم چې په هغه زمانه کې نه وو، ډېرو کافرانو یې درناوی او قدر کړی دی.
شاعر وایي: «څوک دا جرئت کوي چې له بشري اړخه یو تاریخي کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تشبیه کړي؟! د ټولو هغو معیارونو په پام کې نیولو سره چې د انسان عظمت پرې اندازه کېږي، داسې څوک به څوک وي چې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم ستر ښکاره شي؟ زما په ژوند کې تر ټولو ستره پېښه دا وه چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په بشپړ ډول مطالعه کړ او په هغه کې پروت عظمت او همېشهوالی مې درک کړ.»
موږ به په دې څېړنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عظمت یو محدود او ساده اړخ ته سر ورښکاره کړو، او هغه د مهربانۍ د اخلاقو اړخ دی. دا چې دا مهرباني یې څنګه په ټولو ویناوو او کړنو کې راښکاره شوې ده، آن تر دې پورې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې موقف او حالت نه شو موندلی چې له مهربانۍ څخه خالي وي.
دی مبارک به له هرې زاویې په مهربانۍ پوښلی و. آن د جګړې او مقابلې حالات، د حدودو او سزاوو د اقامې حالات، د ملامتیو او غندنو حالات، حتی په دغو حالاتو کې هم د وینا او عمل مهرباني نه ورکېده. د دې قاعدې هېڅ استثنا نه موندل کېږي، ځکه دا داسې مسلّمات (منل شوې چارې) دي چې هېڅ شک په کې نشته.
